راځئ غالب د یوه بیت له تصویرونو یې کیف واخلو


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • داکتر احسان الله درمل
  • 1112

 نن مې غالب پر زړه اوري، راځئ د یوه بیت له تصویرونو یې کیف واخلو:


هلته او دلته

واں کرم کو عذرِ بارش تھا عنان گیرِ خِرام
گریہ سے یاں پنبہ بالش کفِ سیلاب تھا
غالب

د غالب د دې بیت دوې مسرې د وو بېلابېلو اړخونو او د هغوی د حالتونو جالبه تشریح او نازک تصویرونه دي. په اوله مسره کې د حسن رواني حالت انځور شوی او په دویمه مسره کې د یوه سوي عشق. حسن له عشق سره د ورتلو وعده کړې او عشق ورته منتظر دی. شاعر د حسن د راتلو زړه نا زړه حالت او د عشق د انتظار شدت انځوروي.
هلته او دلته څه روان ول؟

هلته( واں):
واں کرم کو عذر بارش تھا عنان گیرِ خِرام

حسن پر خپل جلالي آس پښه اړولې ده او د عاشق کور ته د ورتلو په درشل کې دی. خو همدا چې آس له دروازې بېرون قدم اخلي نو د حسن غرور د باران د بهانې په لاس د آس مهار نیسي. شاعر تر ژبې لاندې وایي چې حسن دوه ساتونکي لري، یو کرم او بل غرور.
کرم حسن ته خپله وعده ور یادوي او د مین سوی انتظار هم. یانې کرم د حسن شاهنشاه دې ته هڅوي چې هغه د مین کور ته لاړ شي. کرم یې خبره مني، پر آس پښه اړوي خو چې له دروازې بېرون گام اخلي نو د حسن دویم ساتونکی یا غرور د آس ملونې نیسي او حسن ته د نه تللو بهانې جوړوي. غرور وایي: دا بده ده او د شاهنشاه له شان سره سمه خبره نده چې هم دې عشق ته ورشې او هم دې په باران کې ورشې. اصولاً باید هغه راشي، د حسن د شاهنشاه له شان سره نه ښایي چې اصول مات کړي او نن خو لا باران هم دی. که په باران کې د عشق د کور دړه د شاهنشاه په گوته ټکېږي، نو د حسن جلال او غرور له خاور سره خاورې بوله. فکر وکړئ یو شاهنشاه له دروازې راوتی، باران اوري، خو دی د دوو مشاورینو په مشورو کې انتخاب نشي کولای. یو د تلو توصیه كوي او بل د آس ملونې نېولې دي او تگ د شاهنشاه د شان مخالفه خبره گڼي. شاهنشاه دوه زړی دی چې د چا ومني؟ لاړ شي که پاتې شي؟ که پاتې شي، هلته به پر عشق څه تېرېږي؟ که لاړ شي، غرور خو به نه خرابېږي؟
ښه دا خو د هغې غاړې د رواني کش مکش کیسه وه. اوس به راشو چې دلته د عشق په کور کې څه حال دی.

دلته(یاں):
گریہ سے یاں پنبہ بالش کفِ سیلاب تھا

ښه نو دلته خو مالومه ده چې خونه له انتظاره ډکه ده. خو یوازې انتظار ندی. هلته د حسن د نه راتلو لپاره باران بهانه ده او دلته د ژړا لپاره نه راتلل. هلته باران اوري، دلته اوښکې. خو اوښکې هم داسې نه اوري چې صرف گریوان یا لمنه دې لنده کړي، بلکې سیلاب شوې دي او دا سیلاب په کور کې تاوېږي. له څاڅکو چې سیلاب جوړېږي خو ضرور ډېر وخت اخلي، یانې ژړا مسلسله روانه ده. ښه نو مین ویده دی که ویښ؟
ویښ دی خو پر یوه جالب بالښت یې سر ایښی دی. دا بالښت له مالوچو نه، بلکې د هغه سیلاب له ځگونو ډک شوی چې د مین له اوښکو جوړ شوی دی. مالوچ او د سیلاب ځگونه دواړه سپین او پاسته ماسته دي. خو شاعر څه ویل غواړي؟
وایي هر بالښت د آرام لپاره نه وي، ځینې داسې بالښتونه هم شته چې د نا آرامۍ او اظطراب په اوج کې تر سر لاندې اېښودل کېږي او د دې لپاره وي چې ویښ مو وساتي. مثلاً همدا د اوښکو د سیلاب له ځگونو ډک شوی بالښت.

گورو چې دوې مسرې دوې لویې کیسې دي. په یوه مسره کې د حسن د رواني اظطراب او دوه زړي حالت کیسه ده، چې خدایزده تر څه وخته به روانه وه. په دویمه مسره کې د یوه مین د انتظار شدت تصویر شوی دی. هغه مین چې له درده یې دومره ژړلي چې اوښکو یې سیلاب جوړ کړی او بیا یې د دې سیلاب له ځگونو ځان ته بالښت ډک کړی دی.
د غالب بل کمال دا دی چې په متضادو وسایلو د متضادو حالتونو تصویرونه جوړولای شي. مثلاً په دویمه مسره کې د مین د اظطراب اوج او شدت د بالښت په مرسته تصویروي چې د خوب او آرام سیمبول دی.
غالب په حقه و چې ویل یې:

آتے ہیں غیب سے یہ مضامیں خیال میں