د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټکټ ولې تر نورو ښه دی؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شمله اکبري
  • 1128

 لیکنه: عبدالحفیظ منصور

پښتو ژباړه: شمله اکبري
لومړی: د ډاکتر عبدالله ډله چې د اصلاحاتو او همپالنې په نوم نومول شوې داسې کړنلارې تر لاس لاندې لري، چې د هغې پر بنسټ د افغانستان روان کړکېچ ته بنسټیزه رسیدګي په کې له واریه معلومېږي. له دې ډلې له ریاستي نظام نه د صداراتي نظام رامنځ ته کول، د والیانو نیمه ټاکنه، د سیاسي حزبونو پیاوړي کول، د ډېورنډ کرښې ته رسیدګي، له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې جوړول، زموږ دغه کړنلارې وايي، چې ډاکتر عبدالله د وړاندې تګ جوګه دی او کوښښ کوي، چې افغانستان له اوسني روان کړکېچ نه را وباسي.
دوهم: د ډاکتر عبدالله ټیم د جهاد او مقاومت ټیم دی، جهاد د افغانستان له نه انکارېدونکو ویاړونو څخه دی، چې په اساسي قانون کې یې هم یادونه شوې، افغانستان کلونو دې ته اړتیا لري، چې د چارو واګې باید د مجاهدینو په لاس کې وي.
درېیم: د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له پېژندل شویو، ځواکمنو او نفوذ لرونکو اشخاصو نه جوړ شوی او هر یو له دې کسانو څخه د ټولنې له منځ ته راپورته شوی او تر شا د خلکو پراخ ملاتړ لري. دغه کسانو خپل ډېر عمر د خپلو خلکو په منځ کې تېر کړی، د ژوند په ټولو ناخوالو، ترخو او خوږو کې له خپل ولس سره و، ډېرې تجربې یې تر لاسه کړې، په دې ترتیب یاد ټیم بریا د خلکو خوښه له ځان سره لري او کولای شي امن او ثبات رامنځ ته کړي. په بله مانا د خلکو منځ ته د ورتګ پر مهال اړتیا نشته چې بهرني ساتونکي له ځان سره ولېږدوي او اړتیا نشته چې د خلکو د غوښتونو له پاره ژبان ته اړتیا ولري.
څلورم: د نسب له مخې عبدالله دوه رګی دی، پلار یې پښتون او مور یې تاجکه ده، همدغه دوه رګي یې د دې لامل کېدای شي، چې د افغانستان دوه لویو قومونو ته د منلو وړ وي او ښايي په دې قومي برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ نه شي، هغه په کابل ښار کې زېږېدلی، همدلته یې زده کړې سرته رسولي، د افغانستان د ټولو قومونو له دود او دستور سره بلد دی او دا بلدتیا یې په برابره توګه تر لاسه کړې ده.
پنځم: عبدالله د ځوانۍ له پیل سره سم د مجاهدینو په لیکو کې و، سختې ورځې یې د جهاد په سنګرونو کې لیدلي او د مقاومت پر مهال یې د بهرنیو اړیکو د مسؤول په توګه یې له بهرنۍ نړۍ څخه ګڼې تجربې تر لاسه کړې، په دې مانا چې هم د مجاهدیو ملګری او مرسته کوونکی پاتې شوی او د هغوی ملاتړ له ځان سره لري او هم په بهر کې پېژندل شوې څېره ده، هم د پکول سره روږدی دی او هم له لوکسې نېکټایۍ سره.
شپږم: عبدالله په لوړو پوستونو دنده تر سره کړې، د افغانستان د ملي قهرمان له دستیارۍ نیولې د بهرنیو چارو د وزارت تر چوکۍ پورې نه کومه دوسیه لري او نه هم په شېرپور کې ځای ځایګی، بهر کې هم کوم ځای نه لري او نه هم هغه ته د کوم ځای نسبت شتون لري، هغه په کارته پروان کې د خپل پلار په کور کې ژوند کوي.
هغه رپوټونه چې موږ ته رسېدلي ویل کېږي، چې عبدالله په بهرنیو بانګونو کې کوم حساب نه لري او نه هم په بهر کې کوم ځای یوازې یو څه چې لري هغه دا دي، چې کورنۍ یې په ډهلي کې ژوند کوي او دغه څه د هغه چا له پاره چې دافغانستان د راتلونکي مشرتابه له پاره نوماندېږي د پام وړ ټکی دی، چې باید اصلاح یې کړي.
اووم: عبدالله له بدني او روانی لحاظه پیاوړی دی، بې له شکه چې د یوه هېواد، هغه هم د افغانستان په شان هېواد، د مشرتابه له پاره چې شپه او ورځ کار ته اړتیا لري، بدني پیاوړتیا اړینه ده، نباید د هېواد د چارو واګې داسې کسانو ته وسپارل شي، چې علت لرونکی او نا ځواکه وي او یا یې هم عمر لوړ وي چې خپل زیات وخت په ارام کې تېر کړي او یا هم په داسې ناروغۍ اخته وي، چې ځواک او توان یې له منځه وړی وي.
اتم: له هغه وخته چې ډاکتر عبدالله پښه سیاست ته دننه کړې د خپلو خبرو سره یې ډېر پام کړی په بله مانا ډاکتر عبدالله پوهېږي، چې څه ووايي، له بې ځایه او ترخو خبرو یې ډډه کړې، له مخالفینو او سیالانو سره یې په ادب سره چلند کړی د مذهبي، قومي او مذهبي افراطیت څخه لرې دی او په دې لار کې هېڅ تور ور پورې نشته.
نهم: له شخصي نظره عبدالله په هغه ځایونو کې چې د درېدو او مقاومت غوښتنه ترې کېده درېدلی او په لومړۍ لیکه کې درېدلی او هېڅ وخت د سختۍ او کړکېچ په وخت کې نه دی لړزېدلی، مګر کله چې د هېواد ملی مصلحت مطرح شوی نو له ځانه یې وړ انعطاف ښودلی او له سر تمبګۍ نه یې ډډه کړې لکه څرنګه چې په تېرو ولسمشریزه ټاکنو کې ډېر کسانو ډاکتر عبدالله د ټاکنو د پایلو نه منلو ته هڅولو او له هغه یې غوښتل چې خپل پلویان لاریونونو ته را وباسي، مګر ډاکتر عبدالله دا پوهه او درایت درلود، چې له خپل حق نه سترګې پټې کړي او پرېنږدي، چې افغانان د بحران خوا ته لاړ شي، افغانستان خود خواه یا خپل غوښتونکي اشخاص کم نه لري، مګر د سیاسیونو په منځ کې یې ډېر کم کسان شته چې د ځان غوښتنې له پاره کومه پوله وټاکي او له هغې خپلې پښې نه دباندې کوي، لنډه دا چې عبدالله یو ترکیب دی له سرسختۍ او انعطاف منلو نه، چې هر له دې دواړو په خپل ځای او وخت کاروي.
لسم: ډاکتر عبدالله د بن په کنفرانس کې کلیدي رول درلود، هغه د ولسمشر کرزي صحنې ته په راوړلو کې تر هر بل چا فعال و، چې نن یې ملګري همدا پر مخ ور موښي، او خپله یې هم په وار وار ویلي، چې د بن پروسې اصل سم و، خو هغه تن چې صحنې ته راوړل شو، نا سم و او اوس هڅه کوي تر څو هغه خپله ناسمه بېرته سمه کړي، نو پر دې اساس هغه همکاري چې له نړیوالې ټولنې سره یې لرله کولای شي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ ګټور تمام شي او له نړۍ سره د افغانستان اړیکې ټینګې کړي.
د دې ټکي یادونه پر دې مانا ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټول نوماندان ښېګڼې لري او باید هغې ته پاملرنه وکړ تر څو ولیدل شي، چې د دې نوماندانو په منځ کې کوم یو تر نورو ښه دی او کوم یې زیات توان او ځواک لري، دا د دې مانا نه لري، چې ټاکنو ته ولاړ نه شو، او ونه شو کولای د ولاړو نوماندانو له منځ نه یو د ولسمشرۍ له پاره ونه ټاکنو، اما دا کولای شو، چې وګورو کوم کس کمزوری