سوله يو ورک برخليک؛ د ټرمپ بې‌ځايه بېړه به افغانان بلې لمبې ته ونيسي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سرخط
  • 1081

د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ له شاوخوا ۱۰ میاشتو خبرو اترو سره سره ټاکل شوې د دواړو لوریو استازي په راتلونکیو څو ورځو کې د سولې نهم پړاو مذاکرات هم پیل او دا پروسه به پای ته ورسوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د امریکا راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو ته د چمتووالي لپاره د افغان سولې پروسه یوې خوا ته کړي او دا په ټاکنیزو سیالیو کې خپله ستره لاسته‌راوړنه وبولي چې ګواکې د امریکا په تاریخ کې یې د دغه هېواد تر ټولو اوږده جګړه چې په افغانستان کې یې پیل کړې، پای ته رسولې ده.
خو دلته یو شمېر شنونکي او افغانان د سولې په پروسه کې د امریکا، په تېره د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېړه د افغانستان په زیان او د افغانانو د تباهې په مانا بولي.
دوی وايي، که د افغان سولې پروسه د ډونالډ ټرمپ له غوښتنې او هیلې سره سمه پر مخ لاړه شي؛ نو ښايي په راتلونکیو څو ورځو کې د امریکا او طالبانو استازي د سولې په اړه د دواړو لوریو هوکړه‌لیک وروستی او لاسلیک شي.
د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون وايي، که څه هم افغانان د سولې تږي او غوښتونکي دي، خو که دا پروسه چې د افغانستان راتلونکی سرنوشت ور پورې تړلی، په پوره دقت او احتیاط پر مخ لاړه نه‌شي، ښايي په افغانستان کې یو بل ناورین ته لار هواره او افغانان د اور لمبو ته ونیسي.
د ده په باور، ډونالډ ټرمپ او حکومت یې هڅه کوي چې د خپلو شخصي موخو او ګټو لپاره د افغانستان له پېچلې قضیې چې پیل یې همدوی کړی، ځان لرې او افغانان پکې پرېږدي، د دوی دا کار نه یوازې د نړیوالو قوانینو او له افغانستان سره د امریکا د تړونونو خلاف دی، بلکې له افغانانو سره ستر خیانت هم دی.
په همدې حال کې یو شمېر عام افغانان سره له دې چې د یوه امن او سوله‌یز افغانستان لیدو ته ګوتې شماري، خو وېره لري چې د سولې په نوم روانه پروسه افغانان یوې بلې کندې ته ور ټېل نه وهي او افغانستان یو ځل بیا د سیمې هېوادونو د استخباراتو له لوري او د افغانانو په وسېله د کورنۍ جګړې ډګر و نه ګرځي.
د کابل ښار اوسېدونکی شکيب خاموش سرخط ته وویل، د ده په ګډون، ټول افغانان سوله غواړي او تمه لري چې یوه ورځ به په هېواد کې جګړه پای مومي او افغانان به خپلو کې د جګړې پر ځای، د هېواد جوړولو او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي، خو ډارېږي چې د سولې روانه پروسه د ښکېلو اړخونو تر منځ پر معاملو پای ته و نه رسېږي.
هغه وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان نه، بلکې خپلې موخې او ګټې مهمې دي او که د سولې په پروسه کې افغانان ور ګډ نه‌شي او د هوکړې د څرنګوالي په اړه ډاډ تر لاسه نه ‌کړي، ښايي دا پروسه په هېواد کې د امن، سوکالې او سولې پر ځای، د جګړې، ناورین او ورانۍ لامل شي.
د یادونې ده چې د افغان سولې پروسې ته د خلکو له هیله‌مندې او خوښیو سره سره، د امریکا او طالبانو تر منځ د بندو دروازو شا ته خبرو اترو او په اړه یې له افغانانو او حکومت سره د بشپړو جزيیاتو نه شریکولو پر دې پروسې نیوکې او شکونه هم ډېر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په شپه د دغه هېواد له نورو لوړپوړیو چارواکیو سره د افغان سولې پروسې او له طالبانو سره د سولې هوکړه‌لیک پر څرنګوالي ځانګړی بحث درلود او د راپورونو له مخې، په دغه غونډه کې د افغان سولې تېرې خبرې اترې مثبتې ارزول شوې دي. 
سرخط ورځپاڼه