دپښتون قوم په نوم


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • د محسن دواړ
  • 1141

 د محسن دواړ لیک: 


په ما ګرانو پښتنو هیوادوالو اسلام علیکم .
هیله ده چی تاسی ټول دخپلو کورنیو سره په خیریت کی واوسیږی .
زه او زما سره په بند کی دزخمی وزیر علی وزیر لخوا تاسو ټولو ته دتیر شوی اختر مبارکی وایم.د دی له کبله چی په وخت مو داختر مبارکی درته ونه شوه ویلی بخښنه غواړو، هیله ده چی ویی منی .
زما دقوم ځوانانو ،مشرانو او زمونږ میندو او خویندو!
لکه څنګه چی تاسو ته پته ده دخړ کمردبربریت څخه وروسته زه او علی وزیر ونیول شوو او پیښور ته راوړل شوو،دلته په بند کی ستاسو سره داړیکی ټینګولو کومه بله لار نه شته نو فکر می وکړ چی دلیک له لارې دا اړیکه ټینګه کړم .
که رښتیا ووایم دلته په بند کی ستاسو مینه او خلوص می ډیر یادیږی .په بند کی شاید څه نورفکرونه هم سړی وکړی خو ستاسو سره ناسته ولاړه،د قوم د ښیګڼی او کامیابۍ لپاره اوږدی خبری ، بحثونه او دیوه او بل په دردوغم ژړا می د هرڅه نه ډیر یادیږی .
زما پښتنو!لکه څنګه چی تاسو ته به هم اوس سمه پته لګیدلی وی چی شمالی وزیرستان دخړ کمر په سیمه کی پاکستانی پوځ "هغه پوځ چی مونږ دخپل ملک پوځ بللی ،هغه پوځ چی زمونږ په ټکس وسلی او تنخواوې اخلی" په ښکاره توګه دعامه نظر وړاندی په غریب ولس د ګولیوباران جوړ کړ ،دیارلس کسه یی شهیدان او په درجنو یی ټپیان کړل.دا به دنړۍ د هغه څو نادرو پیښوڅخه یوه پیښه وی چی په دومره بی دردی او قصاوت پکی انسانان وژل شوی دی.مونږ دکربلا پیښه اوریدلی وه ،دیزید دظلم مو اوریدلی و،دهټلر دجبر اوظلم مو اوریدلی و،په قصه خوانی بازارکی دانګریزانو ظلم په پښتنو کیسی مو اوریدلی او لوستی مو دی ،پر بنګالیانومو دپاکستانی پوځ بر بریت کیسی اوریدلی وی ،خو په دی سربیره هم موشک درلوداو ځان ته به مودا تسلی ورکوله چی آیا داکیدای شی چی څوک د پخپل ولس ګولی وچلوی ؟مګر څومره مو چی عمرونه زیاتیدل د د ې ترخه حقیقت ،شک راته په یقین بدلیده.
د دی ظلم او تشد د کیسه د اویا کالو ز ړه کیسه ده اوله بابړې څخه پیلیږی کله چی دپاکستان دجوړیدو څخه یو کال تیر شوی و.پښتنو ته نوی جوړ شوی پاکستان اسلامی جمهوریت د۶۲۰ شهیدانو تحفه ورکړه .زمونږ په هغو میندو یی هم ګولۍ وچلولی چی دکوروڅخه په سر دپاک الله کلام قران شریفونه نیولی او دپاکستان ریاست ادارو ته یی د ګولی چلولو دبندولو سوالونه کول،هغه ماشومان چی دخپلو ټپی پلرونو او وروڼودراپورته کولو په موخه راوتی و،هم په ګولو وویشتل شول.
دظلم حد او انتها دې ځای ته ورسیده چی د شهیدانو له کورنیو څخه د هغه مرمیو قیمت هم واخستل شو کوم چی د دوی پلرونه او زامن یی په شهیدان کړی و.
که دظلم خبره وی نه پوهیږم ،کوم ،کوم به یی یاد کړم؟
دپاکستان په ریاست کی پښتنو یوه ورځ هم په ارامه او امن کی نه ده تیره کړی .مونږ دراولپنډۍ دلیاقت باغ ظلم یاد کړو؟په کویټه کی په پښتنود ګولیو مخامخ باران یاد کړو؟مونږپه کراچۍ کی دپښتنو بهیدلی وینی یادې کړو؟مونږ شهید خان عبدالصمد خان جسد رایاد کړو؟مونږ دبشیر بلور او میا افتخار حسن دځوانو زامنو په ګولیو سوری،سوری جسدونه یاد کړو؟مونږ دشهید بشیر بلوردزړه ټوته ،هارون بشیر شهادت یاد کړو؟مونږ په فاټا کی بهیدلی وینه یاده کړو؟مونږ ګوډ او بیډ طالبانو په لاس وژل شوی پښتانه یادکړو؟
د دې ظلم او جبر اویا کلنې کیسې , دا دهری ورځې نوی غم او درد کیسې او داستان,په اویا کلونو کی هره ورځ ،هره ګړۍ دنوی غم او نوی درد سره تیره کړی ده .دا دردونه اوغمونه زه په یوه لیک کی نه شم ځایولی .زما پښتون قوم د ما له دې امله وبخښی چی زه داویاوو کلونو د قرب او وحشت څخه ډک داستان په دی لیک کی نه شم ځایولی.
په کوم جیل کی چی مونږ پراته یو ،مونږ ته خپل غوندی ښکاری ځکه چی دلته دباچا خان اواز نـن هم په چغو دی ، دولی خان بابا اسویلی نـن هم په دی جیل کی اوریدل کیږی ،په دی جیل کی دشهید خان عبدالصمد خان خوشبویی نـن هم احساسیږی.
دا همهغه جیل دی چی د باچا خان ځوانی یی لیدلی ،دعبدالصمد خان او ولی خان توری شپې او ورځې یی لیدلی دی .
په خبره خو مونږ اوس بندیان یو خو آیا د دی جیل نه وړاندی مونږ ازاد و؟
دهغه قوم چی تاریخ بندی وی -
دهغه قوم چی ساست بندی وی-
دهغه قوم چی ژبه بندی وی-
دهغه قوم چی په شتمینو یی بل څوک قابض وی-
دهغه قوم چی بې اختیاره اوغلام وی-
دهغه قوم چی په ټوټو، ټوټو ویشل شوی وی-
دهغه قوم چی راتلونکی یې بندی وی-
د د ې قوم څوک څنګه ازاد کیدی شی؟
هو هغه وخت هم مو نږپه تنګه چاردیوالی کی اوسیدو ، اوس هم په تنګه چاردیوالی کی اوسیږو.
پوځ،میډیا ،پارلمان او قضا
نه میډیا(دپښتنو لپاره د نشت میډیا) م زمونږ دردونه ښکاره کړل .
نه قضا (دپښتنو لپاره د قضا نشتوالی)زمونږ لپاره دانصاف غوښتنه وکړه.
نه پارلمان (دپښتنو لپاره د نشت پارلمان) کله هم دا اختیارپیدا نه کړ چی زمونږلپاره څه ووایی.
پوځ خو یوازی زمونږ ځمکه خپله ګڼی .
زما دپښتون قوم بچی ،بچی بندی دی دی زما دقوم هره ورځ بندی ده .
زما پښتنو !مونږ یی په دی چاردیوارۍ کی ستاسو څه لرې بندیان کړی یو ،تاسی زمونږ په فکر کی مه اوسی ،تاسی هغه وظیفه په مخ یوسی دکومی لپاره چی د واڼه لس ښایسته ځوانانو ځانونه قربان کړل ،دهغې وظیفی لپاره چی ارمان لوڼی دهغه لپاه شهادت ومانه،په خړکمر کی غیرتندو پښتنو دهغې لپاره شهادت ومانه او دکومی لپاره چی عالمزیب دتیرو سپږو میاشتو راهیسی په بند کی پروت دی .
تاسی دواڼه دشهیدانو دخویندو اومیندو په سر لاس کیږدی .
تاسی وړانګې لوڼی ته تسلی ورکړی او دهغی دکور تکیه ګاه شی.
تاسی دشمالی وزیرستان د شهیدانو دکورنیو تکیه ګاه شی .
تاسو باور ولری چی دلته په مونږ که هرډول تشد د وشی ،هرډول ظلم وشی ،مونږ به یی ستاسو دراتلونکی لپاره په پوره زغم ومنو ،دا به د امن اوحقوقو لاسته راوړنی لپاره ډیر یو ادنی قیمت وی ،مونږ د دی نه زیات قیمت ته تیاریو.اوس تاسی دا تحریک مخ په وړاندی بوځی اودپښتون قوم دامنیت او حقونو داعادی لپاره هر ډول قربانیو ته ځانونه تیار کړی .
دبشری حقونو په نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو ږغ کوو چی زمونږ په حال درو ان ظلم نوټس واخلی اود خړ کمر دپیښی په تحقیقاتوبه د دهشت ګردۍ په وړاندی د روانی جګړی حقیقت د ټولی نړۍ مخی ته کیښودل شی.
زما پښتنو !زما شمالی وزیرستان تاسو ته درسپارم ،اوس نو دشمالی وزیرستان لپاره داوازپورته کول ستاسو ذمه واری ده.
زما دشمالی وزیرستان میندو او خویندو زه دتاسو ته قربان او لوګی شم.
زما دشمالی وزیرستان ورڼو او مشرانو زه دتاسو ته قربان او لوګی شم.زه دټول شمالی وزیرستان څخه بخښنه غواړم چی ظالمانو ستاسو څخه لری کړم او نه شم کولی ستاسو لپاره ستاسو څنګ کی وم.
زما پښتنو ستاسو خادم دجیل څخه تاسی ته دیووالی ،اتفاق او منظم توب غږکوی .
دتحریک ټولو ملګرو ته سلام!
دژوند هره لحظه دپښتون قام په نوم.
دا ځان او دا ساه دپښتون قام په نوم.
د عدم تشد دسره به مونږداجنګ جاری ساتو انشا الله.
وسلام.
ستاسو محسن داوړ.
دجون ۱۵کال ۲۰۱۹.
پیښور جیل.
(زه او علی وزیر به انشا الله د لیک په وسیله ستاسو سره اړیکی ساتو)