زلمی خليلزاد او په افغانستان کې نوی احتمالي ماموريت


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سرخط ورځپاڼه
  • 1151

 زلمی خلیلزاد د افغانستان او امریکا په اړیکو کې له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو یوه مهمه څېره ده. تېره اوونۍ د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د دوو امریکایي چارواکيو له قوله ویل شوي وو چې ښایي د امریکا حکومت به زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د خپل هېواد ځانګړی استازی وګوماري.

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد د ټاکلو اوازې داسې مهال خپرېږي چې د غزني له جګړې را وروسته د کابل ـ اسلام‌اباد اړیکې د باور جوړونې له ډېرو هڅو سره سره، یو ځل بیا د بې‌باوري او ترینګلتیا پر پوله ولاړې دي، د سولې خبرې که څه هم تر بل هر وخت ډېرې شوې دي، خو راتلونکی یې مبهم دی او په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت ته په کتلو سره په دغه هېواد کې د امریکا د جګړې د تګلارې په اړه هم له خلکو سره مختلفې پوښتنې را پیدا شوې دي.

دا چې زلمی خلیلزاد له افغانستانه تر سپېنې ماڼۍ څنګه ورسېده، کوم لاملونه دي چې ښایي په اوس مهال کې د ډونلډ ټرامپ له لوري خلیلزاد د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وګومارل شي او افغانستان ته د زلمي خلیلزاد راتګ به د دغه هېواد پر روان وضعیت څه اغېزې ولري؟ هغه پوښتنې دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

خلیلزاد؛ له افغانستانه تر سپینې ماڼۍ
افغاني الاصله امریکایی، زلمی خلیلزاد د افغانستان په بلخ ولایت کې زېږېدلی او پلار یې د لغمان ولایت له پښتنو څخه دی. خلیلزاد په ځوانۍ کې امریکا ته کډوال شوی او وروسته یې د همدې هېواد تابعیت تر لاسه کړی دی. نوموړي د لبنان په امریکایي پوهنتون بیروت کې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې او همدارنګه په امریکا کې د شیکاګو په پوهنتون کې د دوکتورا تر کچې زده‌کړې کړې دي.

خلیلزاد له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو په امریکا کې له مختلفو حکومتونو سره په بېلابېلو څوکیو دندې تر سره کړې دي او په دغه هېواد کې د جمهوري غوښتونکيو د بهرني سیاست د داخلي کړۍ یوه مهره ګڼل کېږي. دغه افغاني الاصله امریکایي چارواکي په امریکا کې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته پر افغانستان د امریکا د یرغل په تړاو مهم رول درلود او د امریکا له پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش سره یې پر افغانستان د یرغل په پلان کې پوره همکاري درلوده، چې بالاخره په پایله کې یې امریکا د القاعدې د ځپلو او طالبانو د رژیم د ړنګولو په پلمه، پر افغانستان برید وکړ او د روانې ۱۷ کلنې خونړۍ جګړې بنسټ یې کېښود.
زلمي خلیلزاد له ۲۰۰۱م کال وروسته په افغانستان کې د نوي نظام په را منځ ته کولو کې مهم رول درلود، ځکه نوموړی د افغانستان په تړاو د امریکا د سیاستونو مهمه څېره ده. خلیلزاد له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵م کال پورې د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر په توګه دنده تر سره کړې ده. دغه مهال نوموړي د افغانستان اساسي قانون په مسوده کې مرسته وکړه او د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت د ټینګښت په برخه کې یې هم د پام وړ رول درلود.

زلمي خلیلزاد له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۷ م کال پورې په عراق او له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده تر سره کړې ده.
نوی ماموریت
په افغانستان کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد د ګومارنې اوازې داسې مهال خپرېږي چې خپله امریکایي پوځي قوماندانان په افغانستان کې د امریکا په روانه جګړه کې بن‌بست مني او په ټوله کې د امریکا حکومت هم دا درک کړې چې د پوځي فشارونو له لارې افغان جګړه نه‌شي ګټلای، ځکه یې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لار غوره کړې ده.

د امریکا افغان جګړه په یوه ګرم حالت کې له بوش او اوباما څخه ډونالډ ټرمپ ته په میراث پاتې شوه. ټرمپ له ولسمشر کېدو وړاندې په افغانستان کې د امريکا پر تګلاره ډېرې نيوکې کولې، خو نوموړي سپينې ماڼۍ ته تر راتګ وروسته، د همدې جګړې پر دوام ټینګار وکړ.

ډونلډ ټرمپ له نن څخه پوره یو کال وړاندې، د ۲۰۱۷م کال د اګسټ پر ۲۲مه د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه خپله تګلاره اعلان کړه. د دغې تګلارې له مخې د جګړې پر دوام ټینګار وشو او ټرمپ هڅه وکړه چې د سرتېريو د زیاتوالي له لارې افغان جګړه وګټي، خو د یو کال په تېرېدو سره په اوس مهال کې د افغانستان امنیتي وضعیت د تېر په پرتله خراب دی او د سیګار د وروستي راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې خاوره هم زیاته شوې ده.

په بل اړخ کې د ټرمپ د تګلارې له کبله نه يوازې دا چې د هېواد دننه جګړې ضد روحيه نوره هم پياوړې شوه، بلکې په سيمه¬يزه کچه هم د يو شمېر هېوادونو لکه چين، روسيې، ايران، پاکستان او منځنۍ اسيا هېوادونو اندېښنې را وپارېدې او ځینو یې له طالبانو سره ډيپلوماټيکې اړیکې زیاتې کړې.

همدې وضعیت ته په کتلو سره، په اوس مهال کې امریکا هڅه کوي چې په افغانستان خپله جګړه له روان بن‌بست څخه وباسي. دا چې زلمی خلیلزاد له یوې خوا یو افغاني الاصله امریکایي سیاست‌مدار دی او نوموړی د افغاني کلتور، ټولنیز ژوند، ژبو او سیاست په باب پوره معلومات لري او په بل اړخ کې د افغانستان په تړاو له څلورو امریکایي ادارو سره د کار کولو او سلا مشورو په برخه کې د پام وړ تجربه لري، داسې انګېرل کېږي چې ښایي همدې ته په کتلو سره امریکا د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ګومارلو ته زړه ښه کړی وي.

راتلونکې سناریو
د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو په پام کې لري چې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه و ګوماري. دا چې په روانو حالاتو کې د خلیلزاد ټاکنه څه پیغام او کومې اغېزې لرلای شي، په اړه یې لاندې څو ټکي د یادولو وړ دي؛
افغان ـ پاک اړیکې
زلمی خلیلزاد هغه امریکایي سیاست‌مدار دی چې تل یې د پاکستان پر سیاستونو نیوکې کړې دي. خلیلزاد پر دې باور دی چې د افغان دولت پر وړاندې ټولې جنګېدونکې ډلې، له ځان سره د پاکستان ملاتړ لري. نوموړي دوه کاله وړاندې له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي وو «پاکستان د ترهګرو پلوي کوي او امریکا باید پر دغه هېواد خپلې پوځي او مالي مرستې بندې کړي چې اړ شي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.»
د زلمي خلیلزاد په راتګ سره ښایي نوموړی پر پاکستان د امریکا او لویدیځو هېوادونو د فشارونو د زیاتولو په موخه هڅه وکړي چې له امله به یې پاکستان په خپله خاوره کې د افغان دولت پر مخالفو ډلو فشار راوړلو ته اړ شي او پر خپل ځان به د نړيوالو فشارونو د را کمولو په موخه له کابل سره د اړیکو د ښه کولو هڅه وکړي.

سیاسي ايتلافونه
زلمی خلیلزاد هغه څوک دی چې له ۲۰۰۱م کال وروسته یې په افغانستان کې د مرکزي حکومت د ټینګښت په برخه کې مهم رول لاره. نوموړي هغه مهال په هېواد کې د ځینو هغو ځواکمنو افرادو او جریانونو په کمزوري کولو کې رول درلود، چې په خپلو سیمو کې د قدرت جزیرې جوړې کړې وې او په مرکزي حکومت کې یې د زیات قدرت ترلاسه کولو هیله درلوده.

په اوس مهال کې یو ځل بیا افغانستان له سیاسي بې‌ثباتي سره مخ دی، له تېرو دوو کلونو را په دې خوا په مختلفو نومونو د حکومت ضد اېتلافونه جوړېږي. دغو اېتلافونو په دې وروستیو کې حکومت ته لوی سرخوږی جوړ کړی او د ټاکنو بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی. دوی هڅه کوي چې د مرکزي حکومت پر ځای د لویې جرګې په رابللو سره مؤقتي نظام رامنځته کړي. په دغه وضعیت کې د زلمي خلیلزاد له راتګ سره، ښایي د حکومت ضد اېتلافونه کم رنګه او مرکزي حکومت بېرته ساه واخلي.

ولسمشریزې ټاکنې
د بن له کنفرانسه را نېولې بیا تر نن ورځې، امریکا هر ځل په افغانستان کې د ټاکنو په پروسه کې پام‌وړ رول لرلی دی. د ملي یووالي حکومت د مودې پای ته رسېدو ته له یوه کال څخه کم وخت پاتې دی او ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۱۹م کال د اپریل په ۲۰ تر سره شي. په افغانستان کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد په ګومارلو سره به امریکا هڅه وکړي چې یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو پر پایلو خپلې اغېزې ولري، خو پوښتنه دا ده چې زلمی خلیلزاد به په دغو ټاکنو کې د چا د ملاتړ هڅه وکړي.

که تېرو څو کلونو ته ځیر شو، د ملي یووالي حکومت په دوره کې د سیاسي اختلافونو پر مهال، زلمي خلیلزاد تل د مرکزي حکومت ملاتړ کړی. د ولسمشر غني او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور تر منځ د اختلاف پر مهال، زلمي خلیلزاد عطا محمد نور ته خبرداری ورکړ چې «افغان حکومت او نړیوال شریکان یې د ده پر وړاندې صبر او حوصله نه لري او نه هم د دې ستونزې دوام غواړي.» 
نوموړي په کندهار کې د دې ولایت د امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق د مرکزي حکومت ضد څرګندونو په باب هم ویلي وو «که په کندهار کې د ملوک الطوایفي را منځ ته کولو هڅه وشي؛ نو نړۍ به بې‌طرفه او غلې پاتې نه‌شي.» 
له بلې خوا د ملي یووالي حکومت په راتګ سره په لومړیو څو ساعتونو کې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کېدل، دغه راز د ولسمشر غني له لوري د افغانستان په اړه د ټرمپ د پوځي تګلارې ملاتړ او له ټولو ستونزو او ناکامیو سره سره یې اغېزناکه بلل، ټول هغه څه دي چې د ولسمشر غني او د امریکا د حکومت تر منځ نږدېوالی ښیي.
د پورتنیو لاملونو په نظر کې نیولو سره داسې تحلیلونه شته چې په اوسني وخت کې د خلیلزاد ماموریت به په راروانو ټاکنو اغېزې ولري. اوس مهال سیاسي ګوندونو او پخوانیو زورواکانو راروانې پارلماني ټاکنې تر یوه بریده ننګولې دي. په داسې حال کې چې د دغو ټاکنو ناکامېدل یا ځنډېدل به له یوې خوا په افغانستان کې د مشروعیت بحران لا ډېر ژور کړي او له بلې خوا به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر برخلیک هم اغېز وښندي، له همدې کبله د دغو ټاکنو نه کېدل یا ځنډېدل، نه افغان حکومت او نه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ دي. د خلیلزاد په راتګ سره به هڅه وشي، چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو پر وړاندې شته خنډونه له منځه لاړ شي. د دې تر څنګ، داسې تحلیلونه هم شته دي چې نوموړی به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هم د ولسمشر غني د اوسنيو سياسي مخالفینو او پخوانیو زورواکانو ملاتړ ونه کړي.
سرچينه؛ د سټراټېژيکو او سيمه‌يزو څېړنو مرکز [۱]

سرخط ورځپاڼه