افغان ـ امریکا اړیکې، متقابلې اړتیاوې او مهمه پایله


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مجید قرار
  • 955

 یوې خورکۍ پوښتنه کړې چې امریکا په افغانستان کې څه کوي او موږ ولې باید ملګرتیا ورسره ولرو؟

که څه هم دا د لنډ بحث موضوع نه ده، پراخ ابعاد لري، د توطیو د تیوریو له‌پاره د ځغاستې پراخې ورشوګانې لري او په مذهبي او نورو لحاظونو پراخ حساسیت هم لري، خو مهمه او حیاتي موضوع ده او باید بحثونو ته پرې دوام ورکړو. امریکا او افغانستان دوه داسې ملتونه دي چې د ازادي په مینه مشهور دي، د افغانستان ولس په دوو وروستیو نړیوالو جګړو کې چې د روس خلاف جګړه او بیا د ترهګرۍ پر خلاف جګړه ده، د امريکا په طرف پاتې شوی. که څه هم امریکا دغه طرفدارۍ د نورو، په تېره د پاکستان د غمازۍ قرباني کړې، خو داسې ښکارېږي چې ورو ورو دا درک کوي چې ورو ورو د افغانانو پر قابلیت، وړتیا، باوریتوب او اهمیت رسېږي. د دواړو هېوادونو اړیکې که څه هم د یوه اوږدمهالي ستراتیژیک تړون په چوکاټ کې تنظیمېږي خو د دې اړیکو محرک لاملونه تر یوه عادي تړون ډېر غښتلي او ژور دي. غواړم په لنډه توګه د دوه اړخیزو ضرورتونو یو لنډ بحث چې نه جامع دی، نه مانع دی، مطرح کړم، خو دا چې جامعیت او مانعیت یې ډېر کار غواړي، اوس د وروستیو تحولاتو د حساسیت پر بنسټ د دې بحث ځینې عنواني مسایل دلته ذکر کوم.
د افغانستان ضرورت
خور ته دې وویل شي چې افغانستان په سیمه کې د درنده لېوانو، پاکستان، چین، روس، ایران، پاک ترکي بلاک او حتا ځینو تازه ببرو شویو شغالانو په منځ کې پروت دی. افغانستان که له دباندې څخه تکیه و نه لري، دا لېوان یې هر یو داړلو ته داړې تېروي.
د نورو او امریکا تفاوت دا دی چې؛
۱. امریکا افغانستان ځان ته نه ضمیمه کوي، خو روس، ایران او پاکستان یې عملاً د ضمیمه کولو نقشې لري او د چین د نفوسو انفجار که څه هم اوس کنټرول دی، خو ظرفیت یې لري؛ نو دې ټولو ته نږدې کېدل خطرناک دي او امریکا په دې لحاظ دومره خطرناکه نه ده.
۲. د کانونو د استخراج په برخه کې هم امریکا هومره خطرناکه نه ده لکه دغه هېوادونه چې بیا هم ښایي د کانونو له‌پاره ځمکه اشغال کړي او که قراردادونه هم اخلي؛ نو امریکا بیا دلته خپل لېبر نه کاروي، خو دغه هېوادونه د مزدور له لحاظه سرشاره دي او د عادي پروژو له‌پاره هم خپل وږي پر افغانستان را نازلوي.
۳. له امریکا سره زموږ ارزښتونه ډېر اړخ لګوي. امریکا یو ډیموکراټ هېواد دی، د چین، روس په پرتله له موږ سره په ولسي کچه هومره ایډیالوژیک مشکل نه لري. په شرعي لحاظ هم د ملحد او مشرک په پرتله اهل‌کتاب مسلمانانو ته نږدې دي او د سیاسي سیسټم په لحاظ هم د کمیونیزم، مطلق العنانیت او نظاميتوب په پرتله ډیموکراسي هم د افغانستان ټولنیز ضرورت او هم د افغانانو مزاج ته نږدې ده.
۴. همدا اوس د افغانستان، سیاسي، نظامي او اقتصادي درې واړه تکیې پر امریکا دي. که د امریکا مداخله نه وای خلیجي هېوادونو او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو به له سره دلته سفارتونه نه درلودای. همدا اوس چې امریکا له افغانستانه پښې سپکې کړي، تر ټولو مخکې به سعودي خپل ډيپلوماټان کموي، بیا ترکیه، بیا ایران او بیا نور مسلمانان. همدا اوس زموږ د تعلیمي ادارو، پراختیایي پروژو، بشري مرستو، نظامي ادارو او ملي اقتصاد په رګ رګ کې امریکایي ډالر چلېږي او له دې خبرې ان کټر طالبان هم انکار نهشي کولای.
د امریکا ګټې
۱. امریکا هم په دې سیمه کې د افغانستان محتاجه ده. له افغانستان سره د امریکا اړیکې له یوه هېواد سره د امریکا اړیکې نه، بلکې له یوې سیمې او یوې حوزې سره د امریکا اړیکې دي. د سړې جګړې پر مهال روس ته د افغانستان د نږدېکت له امله امریکا د پاکستان په غوره کولو غلط موقعیت انتخاب کړی و. له پاکستانه سیمه نه کنټرولېږي، له افغانستانه کنټرولېږي. د افغانستان د جهاد پر مهال دا خبره امریکا ته عملاً ثابته شوه چې اصلي موقعیت افغانستان دی. امریکا د یوه نړیوال ځواک په توګه په دغسې حساسه او مهمه نقطه کې خپل حضور ساتلو ته ضرورت لري. له بله اړخه تر دوه زره دیارلس را وروسته اکثریت سروې‌ګانې ښیي چې امریکا په افغانستان کې د سیمې د بل هر هېواد په پرتله زیات ولسي ملاتړ لري او اکثریت وګړي یې د امریکا پاتېدلو ته په مثبته سترګه ګوري.
۲. افغانان د امریکا د سترو دوښمنانو، روس، ترهګرۍ او په راتلونکي کې د ایران او سیمه‌یزو ترهګرو دولتونو پر خلاف د امریکا په څنګ کې تر ټولو غښتلي جنګیالي هم پاتې شوي دي. دا چې دا جنګیالیتوب د افغانانو مجبوریت دی، بېل بحث دی، خو امریکا ته هم دغسې سرشاره بشري قوه او دغسې ژمن ولس بل په لاس نه ورځي. په همدې اعتبار، امریکا په افغانستان کې هم پراخې ولسي پانګونې او هم اوږدمهالې ډپلوماټیکې پانګونې ته ژمنه ده. د مهاجرت په تګلارو کې افغانانو ته ځانګړي امتیازات ورکول او د شا و خوا شل زره نویو افغان کورنیو راتګ او د زرګونو کدرونو لهپاره د تخصص زمینې برابرول یې ښایي یوه برخه وي.
۳. امنیتي ګواښ؛ اوسنۍ جګړه د نریټیفونو جګړه ده او افغانستان هم د افراطي مذهبي نریټیف، هم د تاریخي نریټیف او هم د معاصر ایډیالوژیک نریټیف پر اساس د بې‌ثباتي غوښتونکیو حرکتونو د خېز د تختې حیثیت لري. له دې ځایه په شام کې د امویانو حکومت نسکور شو. له دې ځایه په اصفهان کې د صفویانو نظام نسکور شو او له دې ځایه د هندوستان حکومتونه نسکورېدل. دا یې تاریخي اړخ دی. د راتلونکیو د پېش‌بینیو مطابق هم افغانستان د مهدي د لښکرو د هډې په شکل او د تورو بیرغونو د ظهور د مرکز په حیث د یوه ایډیالوژیک نریټیف برخه دی چې همدا اوس داعش، طالب او د ای‌ایس‌ای نور ځري له دغه نریټیف څخه چې د قیامت د علامو د سلسلې په توګه یاد شوی دی، پراخه او سیسټماټیکه ګټه اخلي او له دې ځایه د منځني ختیځ، ایران، منځنۍ اسیا او هندوستان پر خلاف سنګر نیسي چې بېرته د امریکا ګټې او د نړۍ ثبات ګواښي.
پایله
افغانان د تاریخ او خپل وجود په داسې مرحله کې نه دي چې په خپل سر، مستقل او خپلو منابعو تکیه ژوند وکړي. دوی په سیاست کې د موازنې او پرتلې د فقهې پر اساس مجبور دي د لږ ښه او لږ ډېر ښه او بد او بتر تر منځ انتخاب وکړي. په همدې اعتبار، تر دې چې ناموسونه یې لکه د بنګالیانو، د کراچۍ او خلیج په بازارونو پلورل کېږي، تر دې چې له هېواده یې د جنګونو د سوق د مرکز کار اخیستل کېږي، تر دې چې وږي ګاونډیان یې یو بل ته د ضمیمې خوبونه ویني او لاسپوڅې ډلې پکې روزي، دا ورته بهتره ده چې د خپل ملي حکومت لهپاره ملاتړ پیدا کړي او له داسې چا سره تار وغځوي چې لږ تر لږه ارضي طمعه او د ځمکې د پیوستون وېره ورڅخه محسوسه نه وي، مزدور یې سړیخور او وږی نه وي، کباړي نه وي، ځنګلونه او د مړیو هډوکي یې نه تښتوي او کانونه یې خام نه انتقالوي.
په همدې اعتبار، په ټولو ضررونو سربېره افغانستان دا وخت له امریکا سره ښو اړیکو ته ضرورت لري. له امریکا سره ښې اړیکې له سعودي، اماراتو، مصر، ترکیې، هند، او د نړۍ له هغې برخې سره د ښو اړیکو په معنا ده چې زموږ کلتوري، مذهبي او سیاسي اړیکې ورسره ضروري دي. په دې سربېره له امریکا سره ښې اړیکې د منځنۍ اسیا هېوادونه د روس له انحصاره را ایستلای او بشپړې ازادي ته رسولای او د مسلمانانو یوې سترې کتلې ته نجات ورکولای شي.