پوهاند« زيار» ته نه درناوی پوهې ته سپکاوی دی


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • دېپلوم اېنجينرحکيم اګدري
  • 417

په تېرو ورځوکې مو پر  لوی استاد پوهاند صاحب دکتورزيار  پسې ځېنې داسې خبرې ولوستې چې په اوتر

تريش کې يې دمېشتواکاډيميکوافغانانوپه ګډون ګردسره پوهنيز ومدني وجدانونه وځورول .

ددغې پېښې خورا خواشينوونکی اړخ داوو چې ان  پر برېښنايي رسنيز پېريې لا هم دډبرپېرتياره راوښوده.

دپوهاند صاحب دلويې پوهنيزې وګړې پروړاندې داراز نادودې څرګندوي چې په ځينوزړونوکې دپوهې اورڼا پروړاندې څومره ژوره کرکه پرته ده اوله څه ډول لاروچارو دپرمختګ وبشپړتيادمخنيوي لپاره هلېځلې کېږي . په رېښتياچې په يوه ټولنه کې دداسې تورتم شتوالی  د زښته وير وړدی .

که چاسرله ګرېوانه  راويستی  اولږترلږه دښکارندو د ودني بهير له خورا لومړنيو بنسټونوسره  هم اشناوي ، په دې به پوهېږي چې پوهاند صاحب زيار هغه څوک دی چې په  په متره يې پښتوژبه هغه پړاو ته ورسېده چې نن ورځ له فلسفې نيولې تر دفتري ليکه پورې دژوندانه هرډول ويناييزو اړتياوو ته  ځواب ويلای شي . دايوسترکاروو چې که په خوبولې پښتني ټولنه کې دزيارصاحب غوندې ککرۍ نه وای ، هرچاسرته رسولای نشو.

موږداستاد ډېرمنونکي يو او کورودانی ، روغتيا اولا ډېره جوکه ورته غواړو چې دپښتو ودې ، ځلونې اوسمسورتياته يې دزړه وينه ورکړه او دغه ژبه يې له « قبيلوي اوسيمه ييز »اکره ساينټيفيک پړاو ته ورسوله . هغه څوک چې ددغه ټکي په ژوره مانا نپوهېږي اوارزښت يې نه پېژني ، دی پوه شه اوکار يې . موږ به همدومره ورته ووايو چې :

په دکان دنابيناووګوهريانو        خرمهره ،لال وګوهر درېواړه يودي

تر دې اخوا ، پوهاند صاحب ته  هيله وړاندې کېږي چې دچاپه په هر رنګه بېځايه  اوتو بوتو خپل ځيګرژوبل نکړي . ځينې خواران چې ستاسې دليکنو په اړه يوه نيمه کرښه ليکي ، له بده شامته يې نه ليکي . دوی ايله همدومره پوهېږي اوتردې اخوايې په ډېر څه سرنه خلاصېږي .

يوشمېرچې بيا داخلاقواوانساني درناوي بريدونه نړوي ،موږ ټولوته دزړه سوي وړدي . ځکه چې ډېرځله روزنيز چاپېريال دوګړې په رغښت کې غوڅه ونډه لري اوهغه څوک چې له  وړ روزنيز چاپېرياله بې برخې پاتې شوی وي ،دومره به په خپله ګرم نه وي لکه چاپېريال يې چې ګرم دی.

هرمدني انسانان په دې باوردي چې زيار صاحب دنوي پوهنيز پېر يوکارېزماتيک شخصيت دی . داراز وګړې يا شخصيتونه دتاريخ په اوږدوکې څو،څوځله  دشاتګپالوکړيودپرغز بلهاري شوي دي . يوه بېلګه يې سوکرات دی چې دخپلې کارېزماتيکي پوهې په تور ناپوهوتورزړيوکړيو دسڼکيا کټوری پرې وڅښه.

په منځنيو پېړيوکې دپوهانو وژنه  هغه بدمرغه لړۍ وه چې لايې هم اغېز په اوسنيو کنځاوو کې څرګندېږي .

موږ هيله من يو چې افغاني ټولنه به  له منځنيو پېړيوو وځي ؛ رڼا به پرتياره بری  ومومي اوپوهه به دسپکوسپورو له ناوليو کوڅو دعلمي کره کتنې ډګرته راواوړي .

زيارصاحب زموږ داستاد په توګه تربل هرچا ښه پوهېږي چې هره ببولاله دسرخوږي وړ نه ده او دپخوا په څېر به دخپلوپوهنيزو ــ څېړنيزو هڅو بهير بې خنډوځنډه پرمخ بوځي .

په درناوي