ابراهیم علیه السلام


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شرر ساپی
  • 1146

 آزر ماښامنۍ وخوړه او خپله چپن يې واغوسته، ځوانې او خوږې مېرمن يې مخ وروګرځاوه، ورته يې وویل:

- ته اوس په دې توره شپه چېرته ځي؟
آزر وموسید او ويې ویل:
- او تر هغې بیرته نه راګرځم څو چې د رڼا خدای شماس خپلې پستې وړانګې په سیمه نه وي غوړولې.
 مېرمن يې تندی ترش کړ او په مخ يې د خواشینۍ نښې راڅرګندې شوې، ازر يې خوا ته ورغی او په ډېره نرمه لهجه يې ورته وویل: 
 - ای ایمتالي ته پوهيږي په بابل کې د کاهنانو مشر- روح دی سپیڅلی وي- ماته خبر رالیږلی څو د لوی اختر د مېلې لپاره ورته د خپل خدای مردوخ بت جوړ کړم، او دمګړی زه ناحور ته ځم چې په ستورې مې پال وګوري او سفر لپاره راته ځانګړی وخت وټاکي او راته جوته شي چې تقدیر راته څه زیرمه کړي دي.
بیا يې خپلې سینې ته راجوخته کړه، ښکل يې کړه او ويې ویل:
 - ابو ابرع ستور پوهنه او سحر په اور کې زده کړی، ګومان نه کوم چې په بابل کې دې د ده پوهې ته څوک ورسيږي.
مېرمن يې پسې کلکه ونخښته او په ډېر ناز يې ورته وویل:
- ما هم درسره بابل ته بوځه زه د لوی مولانا مردوخ په عبادتخانه کې رکوع ته سخته تلوسه لرم
آزر وموسید او د هغې پړسېدلې خيټې ته يې وکتل او ويې ویل:
 - ګرانې راتلونکی کال کې به دې ځان سره بوځم خو پام دې وي چې په خيټه دې بیا کوم څه له سفره منع نه کړي
 ایمتالي دواړه لاسونه په ځمکه ولګول راولاړه شوه، لاړه او هغه بت یې په غېږ کې راوخیست چې ميړه يې ما سخوتن له ډوډۍ مخکې جوړ کړی و خپلې مخې ته یې کېښود چې رکوع ورته وکړي خو آزر يې په شونډو د درد نښې وليدلې، په منډه ورغی دواړه لاسونه يې ترې په ډېره مینه تاو کړل او ورته يې وویل:
- اړتیا نشته چې ځان په عذاب کړې ستا ورځې نېږدې دي بیا به دې له ځان سره بوځم
په خواشینۍ يې وویل:
- ما هیله لرله چې د خدایانو خدای ته قرباني وړاندې کړم.
- که دې خوښه وي سبا به معبد ته لاړ شو او د سپوږمۍ خدای نانا ته به خپله قرباني وړاندې کړي.
- ما هیله لرله چې د خدایانو خدای مردوخ ته قرباني وړاندې کړم.
 باوري و چې مردوخ د ټولو خدایانو مشر دی، او نانا د دوی د ښار اور خدای و چې همهاله د سپوږمۍ خدای هم ګڼل کېده، او دوه بچي يې لوی قاضی شماش د لمر خدای او عشتار العطوف د خوندونو خدایګڼه وه، دې خدایانو د مردوخ په وړاندې خپل مقام د لاسه ورکړی و،خو آزرغوښتل چې خپله مېرمن لږه خوشاله کړي نو ويې ویل:
 - خو زموږ په ښار کې نانا د مردوخ ځای ناستی دی، که دې ته قرباني وړاندې کړې، لکه مردوخ ته چې دې وړاندې کړي وي.
په ډېره نرمه لهجه يې وویل:
 - دا کار به وکړم خو زه هیله لرمه که ته بابل ته ورسېدې، نو زما له خوا د خدایانو مشر ته قرباني وړاندې کړه چې زما ګناهونه وبخښي او په عمر کې مې برکت واچوي.
 - زه ډاډه یم چې ستا ژوند ټول ښيګڼه دی، د ګناه ځای په کې نشته، ایمتالي ته ټوله برکت برکت يې، او خدایان به ډېر عمر درکړي.
 په ډېره مینه يې خپلې بسترې ته ورسوله څو په کې څملې، او بیا يې په مخ يوې او بلې خوا ښکل کړه، ایمتالي د اوږدو بڼو د لاندې په غټو او خوږو سترګو په ډېره مینه وروکتل او ويې ویل:
 - پلار دې درسره سخت ظلم کړی چې په تا يې ازر نوم ايښې، څنګه درته د (اور) په نامه غږ کوي او ته له وږمې هم نرم يې، کېدای شي هغه مهال درسره ستوري خیانت کړي وي چې په تا يې دا نوم ايښوده.
د ازر په شونډو خوږه موسکا تیره شو او ويې ویل:
 - زما په اړه د پلار نظر هيڅکله هم ناسم نه و، خوږې زه چې ستا په څنګ کې يم نو بیا لاس تړلی یم، خو که راوپاریږم نو د اور په څېر شم، مخې ته چې مې هر څه راشي سوځوم يې.

دوام لري