پوهاند ډاکټر صاحب زيار ته څو کرښې وړاندې کوم


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ميرويس وياړ
  • 1511

 که څه هم د پوهاند ډاکر صېب زيار غرونه غرونه هاندو هڅې او خدمتونه په څو محد ودو خبرو او تنګو کرښو کې نه شم ستايلای،خو لږ تر لږه بايد دا ووايم چې ښا غلی زيار صېب  له ژبپوهنې سره سم،د ساينټيفيکو آرونوپه رڼا کې  له نورو ژبو سره د پښتو د سيالولو زيار او هڅې مو بېخی  پرځای،د قدر اولمانځنې وړ دي.که څه هم زه ليکوال ياشاعر نه يم چې يوڅو ښه ښايسته ادبی ټوټې د نثر او يا نظم په ډول يې پو هاند صاحب ته ور ډالۍ کړم خو بيا هم په دې څو کرښو يې لمانځم او په دې ډول  ور سره خپله همغږی اعلانوم.په دې چټکه بدلېدونکې نړۍ او پېر کې د پښتو د سيالو لو او د نويو اړتیاوو د جوگه کېدوپه موخه ستاسو نه هیرېدونکو هاندو هڅو ته سلام او پوره ملاتړ  کوم.د دې تل بدلونکې تخنيک،ساينس،ټېکنالوجۍ اوپېر کې ټولې ژبې اړې دي چې په ځان کې يوڅه بدلون،پرمختک اوبډاينه ومني،همداسې پښتنو ته هم اړينه ده چې يو څه بهرنی تخنيکی وييونه،سوچه پښتو وييونونه او همد ارنگه  دژبپوهنې د ساينټېفيکو آرونوپه رڼا کې د ژبې د سيالولوپه موخه نوې جوړ شوي پښتو نومونې (اصطلاحات) هم ومني، چې  له دې واقعيت څخه څوک سترگې نه شې پټولای او چې څوک يی نه مني، نو بيا دې خپلې زړې ببولالې وايي. د پښتو ژبې د رغنده سيالۍ او همدا رنگه په رښتينې مانا د پښتو د رسمي او ملي کولو لپاره به خپلې هاندو هڅې روانې ساتو.

 پوهاند زيار صېب!
د يو وړانديز په ډول له تاسې  هيله کوم ،که چېرې کولای شئ، په لندن کې د خپلې ژبې مينه وال افغان زده کړيالان او زده کوونکي وروزئ  چې ستاسو په دې نېک کارکې درسره لاس نيوی او مرسته وکړي،په دې ډول به دا لړۍ دوام مومي او مخ پروړاندې به درومي.له خدای تعالی څخه مو د روغتيا،ښه ژوند او برياوو تل غوښتونکی يم. 
 
څه که گرځوي چپه مېچنې نن پر تا باندې
دا نړۍ به ړنگه وي، خو زياره ته به پاتې يې!
 په درنښت
 ميرويس وياړ