د فراه ماشوم او سزا


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حفیظ الله تراب
  • 992

 دوې ورځې له مخه په ټولنیزو رسنیو کې د نويد په نامه د يوه پنځه کلن ماشوم عکس خپور شو. هسې خو د دې هېواد د فیسبوک منځپانګه ټوله له غمونو او دردونو ډکه ده، د بې‌سره انسانانو انځورونه، بوږنوونکي خبرونه، د انسان په لاس نوي نوي وحشتونه او تر دې بدترې فجایع هغه څه دي چې په فیسبوک کې د خوشالي پر ځای يې د هغه لمن ډکه کړې وي.

خو د نويد انځور د خلکو پر زړونو د غمونو او دردونو زلزلې راوستلې. د نويد په انځور کې د ډېرو بې‌ګناه او معصومو انسانانو تر حلالولو او ټوټې ټوټې کولو هم ډېر وېروونکی او دردوونکی قوت پروت و.
د پنځو کالو د دغه ښکلي ماشوم، په څېره کې داسې وېره او وحشت پروت و چې له هر دردمن زړه يې اه او له خولې يې کړيکه پورته کړه. د دغه پنځه کلن ماشوم انځور په دې د خلکو له سترګو خوب وړی و چې په ماشومو سترګو کې يې د مرستې او له هغه سره د شوي ظلم پر وړاندې د فریاد غوښتنه پرته وه. پر هغه د ليدونکيو زړه ځکه سوری سوری کېده چې لا ژوندی و.
د يویشتمې پېړۍ د مسلمانانو دغو تښونکيو پر هغه داسې ظلمونه کړي وو او داسې وېرې يې پرې تېرې کړې وې چې د ماشوم د څېرې هرې برخې يې لیدونکيو ته پرته له فکره د مظلومیت حالونه ویل.
ماشوم نه و، د خلکو له زړونو يې د ارام او سکون هر څه واخیستل.
د فیسبوک ډېرو کاروونکيو يې له درده شعرونه ولیکل او هر چا له خپلې وسې سره سمې خپلې اوښکې پرې تويې کړې.
د دغه ماشوم په هکله دا پوښتنه چا و نه کړه چې دا څوک دی، د خوار زوی دی، که د بډای، د پښتون زوی دی، که د هزاره؛ خو يوازېنی درد چې له هر ليدونکي سره و، هغه دا و چې بندي او مظلوم ماشوم دی او د فراه افغان دی.
د وړوکي نويد داستان او پر هغه د روان بربریت انځور د خلکو له سترګو خوبونه يووړل، د سلګونو خلکو له خوا يې انځورونه شریک شول چې همدې کار چارواکي خبر او په لږ وخت کې يې وهڅول چې د دغه ښکلي ماشوم د بد حالت او په څاه کې د هغه وېروونکی انځور تر چارواکيو ورسوي. هماغه و چې پوره ورځ لا تېره نه وه چې د فراه ولایت امنیتي چارواکیو يې ځای وموند، وړوکی نويد د هغوی په هڅو، په تېره بيا د فراه د والي په زیار د وحشیانو له پنجو ژوندی وژغورل شو او ښه خبره يې لا دا چې تش په نامه وحشي او د انسان او مسلمان په جامه کې يې لېوان هم ونیول شول. له دې خبر سره يوه ستره خوشالي پیل شوه، د فیسبوک په زرګونو خلکو شکر وایست او د عاملانو د اعدام غوښتنه يې وکړه، خو له بده‌مرغه د دې خوشالي لا لږ وخت تېر شوی نه و چې يو داسې خبر راغی چې ډېری خلک يې هک پک کړل.
حیراني په دې شوه چې څارنوالي هغه څوک هم ونیو چا چې د نوید د بد حالت انځور په لومړي ځل خپور کړ. هغه يې په دې دلیل نیولی دی چې ولې يې په دې کار سره د حکومت حیثیت را ټيټ کړ. ما ته خو خپله دا ډول کړنه عجیبه او غریبه، بلکې سراسر يو حیرانوونکی ظلم ښکاري. زه که چارواکی وای، تر ټولو ستر انعام مې همدې کس ته ورکاوه، ځکه په حقيقت کې همدا ځوان و چې د بې‌ګناه نوید له بد او غیرانساني حالته يې پرده پورته کړه، دولت يې خبر کړ، خلک يې خبر او د وحشت پر وړاندې يې د زرګونو خلکو د فریاد چيغه يې پورته کړه.
په کار خو دا وه چې دغه ځوان ته چارواکیو انعام او حتا مډال ورکړی وای، خو د دې پر ځای يې بندي کړی دی، که د هغه جرم رښتیا هم يوازې همدا وي، دا پرته له دې بله څه مانا لري چې «په خره يې زور نه رسېده، کتې ته يې لرګۍ بند کړی و»
دغه ځوان که له يوې خوا د تښتوونکيو په دښمني اخته شو، دا دی له بل لوري، د مننې او لاسنیوي پر ځای، د حکومت له تهدید سره هم مخ دی. دا نو يوه بله نادوده او ناروا ده، ځکه نو هیله ده چې د څارنوالي پر ځای دغه ځوان ونازول شي، ځکه هر هغه څوک چې له داسې جنایتونو پرده پورته کوي، د ستاینې او درناوي وړ دی، نه دا چې د خدمت‌کرده ګناه لازم په برخلیک اخته شي. د نويد خلاصون د هغه له برکته و او دې کار د زرګونو افغانانو يو سرتاسري غم په خوشالي بدل کړ.
د نوید جان د تښتوونکيو د سختې سزا په هيله او د هغه ځوان د ستاینې په امید!