افغان مېرمنې او د نړيوالې ټولنې مرسته


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • مريم علي خان
  • 274

 د نړیوالې ټولنې له ۱۵ کلنې مرستې او ټینګارونو سره سره چې د افغانو ښځو په حالت کې د ښه‌والي په تړاو شوي، بیا هم په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله نجونو ته د ژوند کولو شرایط خورا ګران شوي دي. د هېواد په ټولو برخو کې د امنیت نشتوالی، د ښځو د حقوقي مسایلو په اړه په دولتي ادارو کې سيمبولیک چلند، پر مجرمانو د قانون نه پلي کېدل، په لېرې پرتو سیمو کې د نجونو د حقونو په هکله د پوهاوي د کچې ټیټوالی او په کورنیو کې هلک ته تر نجلۍ غوره‌والى ورکول دا هغه لاملونه دي چې د افغانو نجونو د پرمختګونو پر وړاندې یې خنډونه ډېر او استوګنه یې ستونزمنه کړې ده.

تېره اونۍ «د اکټوبر۱۱مه» په کابل کې د نجونو نړیواله ورځ چې ۵ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو له خوا د نجونو حقوقو ته د درناوي او د هغوی په وضعیت کې د مثبت بدلون راوستلو په موخه د نړۍ د پام‌اړونې له‌پاره ټاکل شوې وه، په داسې حال کې ونمانځل شوه چې تر تېر کاله په هېواد کې نجونو ته د ژوند کولو شرایط ګران شوي دي.
د نړۍ په مختلفو برخو کې نجونې د ټولنیزو، کلتوري، مذهبي او داسې نورو عواملو له کبله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دى چې ډېرې نجونې له خپلو لومړنيو او اساسي حقوقو پکې بې‌برخې دي. د ۲۰۰۱ ز کال د طالبانو د رژيم په ړنګېدو او د نړیوالې ټولنې په راتګ سره د هېواد امنیت، اقتصاد او پراختیا تر څنګ د نجونو خپلو اساسي حقوقو ته لاس‌رسی یوه مهمه موضوع وه چې تر ډېره حده یې د نجونو په پرمختګ مثبته اغېزه لرله، خو د وخت په تېرېدو، ورځ په ورځ د امنیتي وضعت خرابوالي او د کورنیو د اقتصاد کمزورېدلو له وجهې د نجونو پرمختګونه په علمي او ټولنیزو برخو کې يوازې تر څو مرکزي ښارونو محدود پاتې شول او بس.
دا چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او په اسلام کې نجلۍ ته د هغې حقوق ښکاره بیان شوي، خو بیا هم په ځینو مسایلو کې کولتور ته لومړیتوب ورکول کېږي، لکه د هېواد په ډېرو برخو کې له کولتور سره سم نجلۍ ته په میراث کې برخه ورکول شرم ګڼل کېږي او که چېرې د چا له خوا غوښتنه وشي، نو ټوله کورنۍ مخ ترې واړوي او خپلې اړیکې ورسره پرې کړي. له همدې کبله که یوه نجلۍ په ډېر سخت مالي حالت کې راګیره وي، بیا هم له خپلې کورنۍ د حق غوښتنې جرات نه کوي.
په امریکا کې مېشتې یوې انټرنیټي پاڼې (International Women’s Travel Center) د د ارزونې له مخې چې په ۲۰۱۵ ز کال کې یې د «په ۲۰۱۵ کې د ښځو له‌پاره ترټولو ۱۰ ناوړه هېوادونه» نامه لاندې ترسره کړې، لیکي؛ «په افغانستان کې تر نیمایي ډېرې نجونې په ۱۶ کلنۍ یا هم تر دې کم عمر کې ودونه کوي چې بیا وروسته د ژوند د چارو سمبالتیا او زیږون په وخت کې د سختو ستونزو سره مخ شي“.
د کم‌عمره نجونو ودول، په بدو کې د هغوى ورکول، د هېواد په ځینو برخو کې د پیسو په بدل د هغوى پلور، تعلیم ته نه لاس‌رسی، د راتلونکي څرنګوالي انتخاب، په خپله خوښه د ژوند د ملګري نه ټاکل، په لارو کوڅو کې ځورونه له هغو ستونزو څخه دي چې افغانې نجونې ورسره لاس و ګرېوان دي.
بله جدي مسله د انساني مافیا او ناقانونه وسله‌والو ډلو له خوا د دندې او ښوونځي له لارو د نجونو تښتول، د جنسي موخو له‌پاره د هېواد دننه او بهر د هغوى پلور، جبري نکاح یا د ډلو د غړیو له لوري جنسي تېری او وروسته د هغوى وژل دي چې په دې وروستیو کې يې د نجونو پر روح او روان دومره ناوړه اغېزه کړې چې ممکن ځينې نجونې خپل د ژوند او عزت د خوندیتوب له‌پاره دندې او ښوونځي پرېږدي او په کورونو کې ځانونه بندیانې کړي، خو باید ووایم دا مساله یوازې د ورونو او دېوالونو تر شا د نجونو په بندېدلو پورې محدوده نه ده، بلکې د افغانستان راتلونکی به له ډېرو خنډونو سره مخ کړي.
دولت باید پر دې وپوهېږي چې یوه نجلۍ راتلونکې مور ده او مور هغه څوک ده چې د هېواد راتلونکی نسل زنګوي، روزي او پیاوړی کوي یې؛ نو ویلای شو چې نجلۍ د یوه هېواد د راتلونکي نسل بنسټ‌ایښودونکې ده او که هغه له روحي او جسمي پلوه ارامه، پیاوړې او د علم په مشال سمباله نه وي، څنګه به وکولای شي خپل اولاد ته ښه روزنه ورکړي او هغه یوې روښانه او له بریالیتوبونو ډکې لارې ته هدایت کړي.
سرخط ورځپاڼه