فلسفي انسان چېرې دی؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نقيب احمد عزيزي
  • 1033

فلسفي انسان هغه نه دی چې يوازې دعوه يې لري، ځکه په فلسفه کې يوه تيوري تر هغو مجرده او بې‌ګټې ګڼل کېږي چې پراګماټيسټي جنبه نه لري، په عمل کې نه ښوول کېږي.
فلسفه انسان خپلو لويو تشو او بلکې هغو لويو ځوابونو ته متوجه کوي چې د ټولنيزو چارو په لړ کې بېخي له پامه غورځېدلي وي. مثلاً د هېوادونو د دفاعي او هجومي ځواکونو ټول پام دې ته وي چې څنګه جنګي اوزار غښتلي کړي؟ څنګه وکولای شي چې دښمن مات کړي؟ د بل انسان محوه کولو ته څنګه جواز ومومي؟
په نړۍ کې دفاع وزارتونه، نظامي ځواکونه، وسلې او جنګي وسايل سمه ده چې اوس يې قانوني بڼه يې غوره کړې، خو که فلسفي نظر ورته وشي، دغه کار د انسان په جمعي روان کې د هغې وېرې د مخنيوي هڅه او نتېجه ده چې له بل انسانه يې لري. دغه «بل انسان» عمومي نوم لري چې بيا يې ځپنه قانوني بڼه هم خپلوي او بلکې وژل يې وياړ ګڼل کېږي.
دغه بل انسان «دښمن» نومېږي. پر دښمن بری د حماسو مجموعي پانګه تشکيلوي. د «اتل» صفت د همدې «دښمن» د محوه کولو اعزاز او قدرداني ده چې يو چا ته ورکول کېږي.
د انټروپولوژي ځينې تاريخي اسناد ښيي چې انسان په ځنګلونو او غارونو کې د فردي ژوند په لړ کې د ملکيت تر احساس وروسته د دښمن تصور پيدا کړ. معنا دا چې کله انسان يوه ساحه ځمکه لاندې کړه او په دې کې يې د خپلې بقا هڅه شروع کړه، بيا هغه انسان دښمن ورته ښکاره شو چې د ده دغې شتمني ته يې يو نه يو ډول ګواښ پېښولای شوای.
د وخت په تېرېدو دښمن او اتل دوه متقابل قطبونه شوو، د ټولنو او مدنيتونو تر جوړښت وروسته دغه قطبونه غښتلي شول، ځکه انسانان په فردي نه، بلکې په ګروپي کټګوريو کې داخل شوي وو. دلته يوه بله ستونزه هم پېښه شوه، هغه دا چې مخکې به کشمکشونو هم فردي او څو نفري شکل درلود او زيان يې هم نسبتاً کم و، خو کله چې انسان د ټولنې غړی شو، کشمکش ټولنيزې سطحې ته را پراخ شو، بيا د قوم او وروسته د ټولنو او مدنيتونو سحطې ته را پورته شو.
هيچا دغه پوښتنه مطرح نه کړه چې دښمن يعنې څه؟ يعنې څوک؟ ولې دښمن؟ دغه تصور پر انسان لاشعوري واکمن دی چې دښمن لري، تر تهديد لاندې دی، داسې يو څه ور له غاړې دي چې بايد و يې ساتي او ان که په دغه ساتنه کې دی هم له منځه لاړ شي، پروا نه لري.
په ډبرپېر کې دښمن د انسان لوږي زېږولی و. هغه کسان چې نسب، خوراکي مواد، ژبه او ځينې نور ټکي به يې سره ګډ وو، په اساني سره اوسېدل. دا چې علم محدود و، بلکې يوازې ابتدايي معلومات موجود وو؛ نو يې له ځانه پرته نور کسان دښمنان وپېژندل او له دې سره سمدستي يې د مخنيوي پر وسايلو او چلونو غور وکړ.
د دې پر ځای چې پر اقتصادي سرچينو غور شوی وای، پراخې شوې وای، محاسبه شوې وای، برعکس پر دې فکر وشو چې چاړه څنګه جوړه شي؟ څنګه تېره شي؟ توره له څه شي سازه شي؟ ډال څنګه ډيزاين شي؟ او...
پر معاصر انسان لا هم د هماغه مهال ډېر ګردونه پراته دي. اوس هم همدغه پروسه روانه ده، يوازې دومره ده چې بڼې يې پراختيا موندلې او يو ډول عصري مشروعيت يې پيدا کړی دی.
د دښمن تصور او بيا په دې موخه د جنجال او جنګ د وسايلو جوړېدل نورې ډېرې سرچينې هم لري. په دې لړ کې ښه ده چې په دوو عمومي برخو يې ووېشو.
ذهني سرچينې
د کشمکش او تقابل وروستۍ پايله کرکه او کرکه د جنګ د نړۍ دروازه ده. په انسان کې هغه څه چې دی يې ځان په ساتنه مکلف بولي يا پرې وياړي، د جنګ دانه را ټوکوي. په دې کې کابو تر ټولو اساسي پرنسيپونه دوه دي چې کولتور او مذهب يې بولو.
پخوانو فکر کاوه چې انسان له کولتور سره يو ځای زېږي، ژبه پرې را نازلېږي او هغه تشخص چې کورنۍ يې ورکوي يا يې انسان کسبوي، اسماني جلوه لري، خو نننی انسان پوهېدلی چې په انسان کې ارثي خواص تر ډېره په عضوي او طبي برخه کې وي، په ذهني لحاظ انسان مستقل زېږي.
د يو حديث شريف مفهوم هم دی چې وايي، انسان په خپل فطرت زېږي، دا يې بيا د پلار و مور کار دی چې يهودي، مجوسي يا نصراني ترې سازوي.
د کشمکش پر ذهني سرچينو زموږ په ادبياتو کې بېخي لږ خبرې شوې، حال دا چې څېړنه يې موږ ته خپلې ډېرې لويې تشې را په ګوته کولای شي.
د کابو هر کولتور په دننه کې انسان انګېري چې طبيعت تر ټولو غوره کس يوازې دی پيدا کړی، دلته انسان په نارسيزم کې ډوبېږي، ځان د نړۍ محور او نور انسانان وسايل ورته ښکاري. دغه نارسيزم لوی زيان هغه وخت پېښوي چې د يوې ټولنې په مشترک روان ګډ شي، ځګه بيا ټوله ټولنه د يوه لېوني حيثيت خپلوي چې هم پخپله انفلاق ته چمتو کېږي او هم د څنګلوريو ټولنو تر منځ د زخم ډول خپلوي.
په کولتور کې بيا بېلابېلې تمدني او دوديزې ريښې غځېږي چې انسان ځان ته پخپله کريډيټ پکې ورکوي، ځان ته دومره لويه تيږه ږدي چې بيا يې پخپله هم نه‌شي پورته کولای.
په مذهبي لحاظ هم دغه انګېزه لا غښتلې کېږي، ځکه هر څوک د خپل تفوق خانې ټاکي. دلته بيا خبره د مطلق برتريت ده، ټول غواړي ځان د سر په کتار کې ودروي. دلته د سر کتار خپله ټوله انرژي په دې مصرفوي چې ځان حتمي حق او نور باطل ثابت کړي، په دې ډول کولای شي چې خپلې پښې ټينګې او متقابل انسان خاورو ته ټېل وهي.
دغه چاره په هغو مذهبي متونو کې اسانه ده چې تحريف يې سخت نه وي، يا يې ټولنو ته لومړی لاس نصوص نه وي رسېدلي، ځکه خو د تحریف شوي مذهب يا دين په هکله انسان ژر بدبين کېږي، مګر هغه دينونه چې خلک يې د لومړي لاس نصوصو ته رسېدای شي، تحريف يې بد نه‌شي معرفي کولای، بلکې محرفان يې پخپله بدنامېږي. دلته داسې چاره کېږي لکه پر ماين خښوونکي چې خپل ماين ور پټاو شي.
اسلام نن سبا هغه دین دی چې د تحريف هڅې يې تر بل هر دين زياتې کېږي، دا به په خپل ذات کې ډېرې وجهې لري، خو لويه وجه يې دا ده چې د اديانو د لړۍ وروستی هغه دی. تر دې وروسته هيڅوک په هيڅ ډول د بل دين د خپرولو زړه نه‌شي کولای او نه‌شي ښه کولای. اسلام چلينجي دين دی، ځکه خو يې نه تحريف څېره بدله کړه، نه يې محرفان چا په همدې ادرس ومنل چې ساتنه يې وکړي. اسلام چې چا را لېږلی، هغه يې حافظ دی.
د دښمن د تصور او بيا له هغه سره د کمکش او جګړې يوه سرچينه همدا ذهني هغه شوه، څو چې انسان خپلې دغې ځانګړتيا ته ځير نه‌شي، فلسفي سطحي ته لوړېدل يې سخت دي. همدا اوس له ځانه پوښتنه وکړئ چې ايا هغه څه چې د انسانانو هر اړخيز خير پکې نه وي، د ارزښت په توګه منل کېدای شي؟ او که ومنل شي معقوليت به وي؟
مادي سرچينې
د ملکيت تصور او بلکې د ملکيت ملکيت کېدل پخپله هغه دايره ده چې په ور داخلېدو موږ دا ښيو چې که څوک ګام را دې خوا ته کړي، پښه به يې پرې شي. په دې کې ډېرې خواوې شاملې دي، وطن، کور، پيسې، ځمکه، سامان، د ژوند ټول وسايل او لنډه دا چې پر څه د مال او ملکيت اطلاق کېږي، ټول پکې شامل دي.
د ملکيت ساتنې ته نو بيا په پراخه پيمانه ادبيات موجود دي، څوک چې د وطن دفاع کوي قهرمان دی، چې د کور دفاع وکړي غيرتمن دی، چې د خپلو پيسو، موبايل او نورو... ساتنه وکړي پياوړی او هوښيار دی.
دغه شيان موږ نه نفي کوو او نه يې کولای شو، مګر دا ويلای شو چې د انسانانو تر منځ يې درز پېښ کړی دی. زما په نظر ممکن زرګونه کاله وروسته انسانان ترې په تنګ شي، بيا به راولاړ شي پر ټولو مفروضو وياړونو، کرښو او نورو هغو چې ترينګلتيا را ولاړوي، چليپاوې کش کړي. د دښمن، مقابلې، غيرت، قهرمانۍ او اتلولۍ کلمې له همدې مور څخه چې د ملکيت غلامي يې بللای شو، زېږېدلې دي.
په سوسيالسټي اقتصادي سيسټم کې يو ځل هڅه وشوه چې اقتصادي او ګټنۍ منابع شريکې شي، خو په کوم ډول چې دغه اقدام پيل شوی و، په خپل ذات کې يوه ستونزه وه، ځکه خو يې د وړ نتېجې پر ځای اپوټه پايله را ووته.
د کشمکشونو، جګړو او کرکو دغه مادي اړخ هم انساني نړۍ ووېشله، غصب، د ملکيت قهرجن وېش، د مال و شتمني حرص بالاخره انسان د خپل همنوع پر وړاندې ودراوه، ځکه خو اوس په نړۍ کې د وسلو بازارونه همداسې تاوده روان دي.
بالسټيک او اټومي سلاحوې سازول د زور له لارې د ملکيت د ثبات او پخپله د قدرت د خړوب هڅه ده. دغه شي انساني عاطفه دومره ولوټله چې اوس تر دې کړۍ دباندې فکر ډېر لږ او بېخي کم کسان کولای شي.
په نړۍ کې د وسلو بازار درول به د معاصر انسان هغه لاس‌ته‌راوړنه وي چې پېړۍ به ورته وخاندي. د جګړې د ذهني او مادي انګېزو تحليل او په هغو کې د انتخاب پروسه به هم ناتکرار شوی بری وي، که انسان دغه معراج ته لوړ شو، پر نړۍ به رښتينی سهارنی لمر را وخېژي.
د فلسفي انسان لټون د هغه سړي لټون دی چې پر همدې خانو، کړيو او دايرو يې تجديد نظر کړی وي، دلته يې داسې څه موندلي وي چې ځينې يې په "Save"  او ځينې يې په "Delete" ارزي.
هغه فلسفي انسان يادوم چې د همنوعو تر منځ د مشترکاتو پر غلښتلتيا کار کوي، مفروضې کرښې ننګوي او په دې کُره کې د سالمې استوګنې له‌پاره لارې هواروي.
۱۳۹۵/۶/۲۰ کابل