قومي معامله‌ګر د نويو ناورينونو تابيا کوي


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • خالد نجيم
  • 215

 وراسته هډونه له خاورو را وايستل شول يوه بشپړه ورځ د کابل ښار په کوڅو کې په اوږو وګرځول شول، تر هغه چې د شپې به تپه توره تياره کې په خاورو ومنډل شول، دا د حبيب الله کلکاني او د هغه د ملګرو جسدونه وو چې د افغانستان د مترقي واکمن امان الله خان واکمني يې نړولې وه او د يوې لنډې مودې له‌پاره يې د انګرېزانو په لمسون او ملاتړ ځان واک ته رسولی وو.

له يوې نيمې مياشتې راپه دې خوا د شمال ټلوالې ځينې غړي او په نوم مدني فعالان د دې له‌پاره لګيا وو چې د دوی د ايډيال حبيب الله کلکاني او ملګرو جنازه په شانداره مراسمو ترسره شي او په کابل کې پر يوه لرغونې غونډۍ خاورو ته وسپارل شي، دوی د دې چارې له‌پاره يو کمېسيون ټاکلی و، له ولسمشر يې غوښتي وو چې د دې کار لپاره فرمان ورکړي.
که څه هم ولسمشر له فشارونو سره سره دا کار و نه کړ، خو اجرايه رييس عبدالله عبدالله چې هر وخت د خپل‌سريو او قانون ماتونې هغه له ځان سره ګرځوي فرمان ورکړ.
په اصل کې دا نه د حبيب الله کلکاني پلويان وو، نه يې لارويان وو او نه هم د هغه غم ور سره وو، بلکې دوی غوښتل، په ارګ او نورو اړخونو فشار راوړي، خپل زور وښيي چې د دوی په اصطلاح مجاهدين لا په قوت کې دي او لا هم د خپل زړه کارونه کولای شي.
کله چې د ورستو هډونو جنازه وشوه او د کابل ښار د شهرارا غونډۍ ته د خښوولو له‌پاره راولېږدېدل، نو يې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دستم له لوري مخالفت وشو، ان خبره تر وسله‌والې نښتې ورسېده او پنځو کسانو ته پکې مرګ ژوبله هم واوښته.
دا حرکت په اصل کې خپلمنځي سياسي نمايش و چې يو بل ته وښوول شو، د شمال ټلوالې ځينو ياغيانو ان د کابل د نيولو خبره کوله او د وينو بهولو ګواښونه يې وکړل، خو اصلي خبره دا وه چې د داسې يوه کار له‌پاره ځينو مغرضو کړيو له وړاندې تابيا کړې وه.
په ولسي جرګه کې د شمال ټلوالې يوه وکيل حفيظ منصور خپلو پلويانو ته ويل، موږ تاسې ته خبر درکړی و چې دا به يو وسله‌وال جشن وي، تاسې ولې تش لاس راوتلي ياست.
دا کومې وړې خبرې نه دي، دا د نظر اختلاف نه دی، لا هم جنګسالاران په ارګ او ادارو حاکم دي، لا هم جنګسالار د وطن وينې ته شين ناست دی، لا هم د جنګ له‌پاره بهانې کتل کېږي. لا هم د وطن تر ملي ګټو خپلې فردي او ماشومانه ګټې ورته لومړيتوب لري.
که دا قومي مساله نه وای، بيا ولې د يوه وتلي شخص غم ورسره نه‌شته چې رهبر ترې ساز کړي او خپلو نسلونو ته يې ور وپېژني. دوی خپل راتلونکي نسلونه تېرباسي او غواړي د دوی په څېر هغوی هم په تيارو کې لوی شي.
دوې مياشتې له مخه د مولانا جلال الدين محمد بلخي د اثر مثنوي معنوي پر سر له ترکيې او ايران سره هيڅ استدلال و نه‌شو، ان ځينو يې هڅه کوله چې په لوی لاس يې هغوی ته ور پرېږدي. همدا ډول په بلخ کې د جلال الدين محمد بلخي د پلار لرغونی کور او خاناقا ډونډ او ويجاړه ولاړ ده، حکومت او نور ورته له ترکيې چنده غواړي چې پرې و يې رغوي، خو سياسي دوکانداران او قومي ټکداران د حبيب الله کلکاني هډونه بيا راباسي، ميليونونه افغانۍ لګښتونه پرې کوي او لانجې ګوري. که داسې نه وي نو بيا ولې داسې يوه هستي مو بل هېواد ته ور پرېښودل کېږي چې د هېواد تاريخ ور پورې تړلی دی.
په داسې ځب ځب او خوږ وطن کې د نورو لانجو کمی دی چې په داسې موضوعاتو باندې سره واوړو او يو بل ته ماشې ونيسو. دا کومه وړه خبره نه وه، بلکې دا د تاريخ خبره ده، ځينې اوس هم لګيا دي د تاريخ د تحريف هڅه کوي. موږ په داسې وطن کې اوسېږو چې تاريخ مو هم د قلم په مرسته نه بلکې د زور او وسلې په مټ ليکل کېږي.
تر هغه چې دا ولس د قومي ټېکدارانو له منګلو را و نه ايستل شي، تر هغه چې ځوان نسل مو د جنګسالارانو له ولکې را و نه ايستل شي، تر هغه به هره ورځ يو د بل پر مرۍ غوړمبېږو.
په داسې مسالو کې د حکومت دريځ خورا کمزوری وي، دوی چې داسې وړې لانجې مهار نه‌شي کړای، مخه يې و نه نيول شي، دوی به څه ډول لوی او خطرناک بحرانونه مهار کړي. له داسې کيسو ستا اصيل دښمن ګټه پورته کوي او هغه د همدې له‌پاره ناست دی.
سرخط ورځپاڼه