سلما، د نېکمرغیو پیلامه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 336

 د شنبې ټکنده غرمه ده. د لمر هره وړانګه مستقیماً پر ځمکه لکه د تېرې نېزې څوکه لګېږي، خو خلک راټول دي، لکه زغرې چې یې په تن وي، هیڅ کړاو نه محسوسوي او د وطن مینه یې په ګرمه وینه کې چلېږي.

چې څنګه ساعت دوولس نیمې بجې شوې، دوه غبرګ لاسونه یوې تڼۍ ته نږدې شول. 
یو ناڅاپه ووېرېدم، نو زه څه ملامت یم؟ دلته چې کله هم تڼۍ "بټنې" ته لاس نږدې شوی، نو چاودنه شوې، لمبې بلې شوې، روحونه هوا ته پورته شوي او شاو خوا ځمکه له پرې شوو هډونو ډکه شوې ده، خو دا ځل داسې و نه‌شول، دا ځل له بټنې کېکاږلو سره جوخت د لاسونو پړکا شوه، خنداګانې شوې او سپینې اوبه په حرکت راغلې.
دا لاسونه د دوستۍ وو او هر چېرته چې د دوستۍ لاسونه وغځېږي، هلته خوښي او نېمکرغي شنه کېږي.
دا لاسونه د هند د لومړي وزیر نريندرا مودي او زموږ د ولسمشر محمد اشرف غني وو. دواړو په ګډه د سلما بند د پرانیستې بټنه کېکاږله. اوبه چې له کلونو راهیسې د خپلې تږې خاورې ساقيتوب ته په تمه وې، د خپل وطن رڼا کېدو ته په تمه وې، لکه د خوشحالۍ اوښکې په چټکۍ راخوشې شوې.
د سلما بند د "۴۲ مېګاواټه بریښنا" د تولید ظرفیت لري، دا به شاو خوا "۲۵۰ زره" کورونه رڼا کړي. په لسګونو فابریکې به په حرکت راولي او شاوخوا "۸۰ زره" هکټاره تږې ځمکه به دومره خړوب کړي چې هم به خپله د ژوند په خوند پوه شي او هم به په خپلو حاصلاتو خلک د ژوند په خوند پوه کړي.
د دې بند طرحه، د وطن په پرمختګ د مین ولسمشر سردار محمد داوود خان په وخت کې رامنځ ته شوې وه، هماغه وخت یې په جوړولو بحث شوی و، خو د ثور خونړۍ کودتا او بیا ورپسې کورنیو جګړو، لکه د نورو لسګونو حیاتي پرژو په څېر دغه پروژه هم کابو څلوېښت کاله فلج وساتله.
که هغه وخت کودتا نه وای شوې، که هغه وخت سره پوځ یرغل نه وای کړی او که هغه وخت کورنۍ جګړه نه وای پیل شوې، زرګونه جریبه ځمکو به له څلورو لسیزو راهیسې خلکو ته خواړه ورکول او په لسګونو فابریکو به له همدې مودې راهیسې تولیدات لرل او خلک به یې په ګېډه ماړه ساتل.
جګړه تحمیل شوه او د جګړې اور د مغرضو ګاونډیانو او بې‌احساسه پرديپالو مشرانو له‌خوا دوامداره بل پاتې شو. همدې دوام زموږ ولس د بلا خولې ته ورکړی او همدې دوام زموږ ګل غوندې وطن له پرمختګه پاتې کړی او د هلاکت کندې ته یې ټېل وهلی دی.
په هر صورت، لا هم سر وخت دی اوس هم که د تېرو جګړو له ویجاړوونکیو پایلو عبرت واخلو، نو د نورو سترو پروژو د پرانیستو شاهدان به اوسو او د محتاجۍ د بلا له سپېرو منګولو به د وخت په تېرېدو د خلاصون فرصت پیدا کړو.
د سلما بند پرانيسته د خوشحالیو یوه ستره او بې‌نظیره موقع وه، دلته که له یوې خوا یوه ملي او لویه پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شوه، له بلې خوا ځینې داسې خبرې هم وشوې چې که د عمل ډګر ته راووځي، زموږ په ژوند کې تغیر راوړلای شي او پر راتلونکي مو باور پیدا کولای شي.
ولسمشر اشرف غني ژمنه وکړه او ویې ویل چې د وطن اوبه به د نړیوالو قوانینو له مخې مهاروي. 
دا ژمنه یو خوږ زیری دی. د ابادۍ زېری دی او له بدبختیو څخه د خلاصون زېری دی. همدا اوس زموږ د هېواد شاو خوا "۷۵سلنه" اوبه ضایع کېږي. پاکستان او ایران ته ځي، د هغوی تولیدي ماشینونه په حرکت راولي او د هغوی ښارونه چراغان کوي. 
که زموږ دغه ملي او بې‌بدیله شتمني مهار شي، موږ په ګېډه مړېدلای شو او چې کله په ګېډه ماړه شو، نو حیا او عزت مو خوندي کېږي. 
موږ جګړو له پښو غورځولي یوو او لا هم جګړه په ټول شدت روانه ده. موږ د هر چا مینې او لاسنیوي ته اړتیا لرو.
د سلما بند په پرانیسته کې د هند لومړي وزیر د مینې نارې وکړې او دې نارو د ټولو وطن مینو افغانانو زړونو ته لاره وکړه. 
هغه وویل؛ دا بند یوازې برېښنا نه تولیدوي، د افغانستان پر اینده ډاډ او خوشحالي هم تولیدوي. هغه دا هم وویل چې دا بند یوازې له خښتو او سمټو نه دی جوړ، بلکې له مینې جوړ دی.
خو دا بله خبره یې لاپسې خوږه او خوندوره وه؛ زموږ همکاري به د افغانستان هر ګوټ ته ورسېږي، زموږ روابط موقت نه دي.
افغانستان بې‌رحمه جګړې دومره کمزوری کړی چې په یوازې ځان د بیا جوړېدو جوګه نه دی. دا وطن به په خپله اراده او د نورو دوستو هېوادونو په همکارۍ جوړېږي. د مودي وروستۍ خبره د همکاري لپاره یو ښه زېری دی.
د یوه ودان افغانستان ګټه که له یوې خوا خپلو افغانانو ته ده، نو له بلې خوا د دې هېواد په ارامۍ به شاوخوا سیمه هم ارامه وي. 
زموږ ګران وطن دې ارام شي چې سیمه او نړۍ هم ارامه شي.
سرخط‬ ورځپاڼه