د جګړې شدت,اهداف او پایله


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مجیب‌الرحمن لمر
  • 1005

 د طالبانو د مخکېني مشر اختر منصور تر وژل کېدو او د نوي مشر هبت‌الله تر ټاکل کېدو وروسته؛ دغې ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او ډېر تمرکز یې پر دریو ولایتونو (هلمند، فاریاب او کندز) دی. 

وسله‌وال طالبان په‌دې هڅه کې دي چې د جګړې د زیات‌والي او شدت له لارې خپله برلاسي ثابته کړي؛ اما دې ته په کتو چې په وروستیو کې دغه ډله له کمزوریو سره مخ ده، ناشونې اېسي چې ودې توانېږي؛ خپلو لویو اهدافو ته ورسېږي.
په لنډمهال کې کوچني اهداف چې تر ډېره بریده د خلکو ترمنځ د وېرې او ترهې خپرول دي متصور دي؛ خو دغه چاره له طالبانو د کرکې زیات‌والي پرته بله پایله نه‌شي درلودای.
دا چې ولې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، لاندې څو عوامل یې په ګوته شوي دي.
د مشرۍ تضمین
د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د لوړو او منځنیو کچو رهبران، قومندانان او مشران له‌دې امله په نښه کېږي او له‌منځه وړل کېږي چې د یوې ډلې مدیریت کمزوری، مالي سرچینې وچې/ کمې او تصمیم نیولو کې ستونزې رامنځ‌ته کړای شي. 
له همدې امله ده چې دولتونه د دا شان ډلو منځني او لوړپوړي مشران په نښه کوي. د طالبانو مشر اختر منصور هم په همدې هدف ووژل شو؛ خو د توقع برخلاف جګړه تشدید شوه.
باور دا دی چې د د جګړې شدت په مستقیمه توګه د مشرۍ تضمین په هدف ده. د ملاعمر د مړینې د خبر له اعلان وروسته، کله چې اختر منصور د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو، دا تمه نه وه چې دی به وشي کړای د مشرۍ چارې په سمه توګه پر مخ یوسي؛ خو نوموړي خپل ټول مالي، ځاني او ملاتړي امکانات په کار واچول، څو له یوې خوا خپله مشري یقیني کړي او له بلې خوا د طالبانو له تشتت څخه مخنیوی وکړي. د نوموړي له وژنې وروسته هم ورته پېښه تکرارېدونکې ده.
د وسله‌والو طالبانو او د پاکستان څارګرې ادارې ترمنځ قوي اړیکو او له‌دغې ډلې د ای‌ايس‌ای پوره ملاتړ په اړه شک نه‌شته. دا چې هبت‌الله یوازې یو دیني عالم بلل شوی؛ د مشرۍ ټينګښت، اوامرو او نواهیو اجرا کولو او د طالبانو داخلي تشتت او تیت‌والي څخه د مخنیوي په هدف دا اړتیا په‌خپل ځای ده چې نوموړی باید خپله مشري ثابته کړي، خو د نوموړي شخصیتي کمزوریو ته په کتو، ستونزمنه ده چې په یوازې سره دې جګړې رهبري کړي.
باور دا دی چې د نوموړي مرستیال (سراج‌الدین حقاني) له ای‌ايس‌ای سره په نږدې تفاهم د او یادې استخباراتي شبکې په سپارښتنې او لارښوونې جګړو ته زور ورکړی، څو له یوې خوا د هبت‌الله مشري تضمین کړي او له بلې خوا د جګړې په ډګر کې د طالبانو برلاسی ثابت شي، خو ځمکنیو حقایقو ته په کتو، د جګړې شدت به د لنډې مودې لپاره وي.
رغنیزې چارې او دهشت
د ترهګرو ډلو او ګوریلايي جګړو یو اساسي هدف د خلکو او دولت ترمنځ د واټن رامنځ‌ته کول دي. په‌ دا ډول فعالیتونو کې ټوله هڅه دا وي چې د دولت او خلکو ترمنځ د واټن په رامنځ‌ته کولو، له هره اړخه پر حکومت او دولت فشارونه زیات کړي. د واټن او فشار له لارې دوه اساسي اهداف څارل کېږي: لومړی دا چې د حکومت لوری بلې خوا ته واړوي او پر ځان فشارونه کم کړي او دویم هم دا چې د واټن په رامنځ‌ته کولو سره حکمتونه ناکامه وښودل شي، څو دغه ډلې د یوه بدیل په توګه ځان مطرح کړي.
دې ته په کتو چې په وروستیو کې د حکومت اقدامات چټک شوي (د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات پراخ شوي، شپږ تنه طالب بندیان په دار ځړول شوي، د تېر یوه نیم کال واټن ورو ورو مخ په کمېدو دی، درې سترې اقتصادي پروژې عملا پیل شوې او د نورو لپاره کار روان دی) وسله‌وال طالبان غواړي د حکومت له‌دغو فعالیتونو څخه د خلکو پام بل لوري ته واړوي او له‌دې لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي.
د امتیاز ترلاسه کول
وسله‌وال طالبان د جګړې له لارې بری نه‌شي ترلاسه کولای؛ خو دوی کولای شي چې خلک ووژني، وېره او ترهه خپره کړي، خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي او بالاخره ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي. د هلمند یو شمېر سیمو په څېر؛ د طالبانو د کنټرول پراخ‌والی تر ډېره بریده د مخدره توکو قاچاق کې ريښه لري، څومره چې وشي کړای زیاتې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ په هماغه اندازه له کور دننه عواید ترلاسه کولای شي. دغه عواید که د استخباراتي شبکو له مرستو سره جمع کړای شي، نو طالبان دا وړتیا پیدا کوي چې د اوږدې مودې لپاره جنګ ته دوام ورکړي؛ خو له اوږدې مودې وروسته به هم ونه‌توانېږي، د جګړې له لارې واکمن شي.
د پورتني ټکي په پام کې نیولو سره، باور دا دی چې د وسله‌والو طالبانو د جګړې په شدت سربېره، پر دې چې د مشرۍ تضمین او له رغنیزو چارو د خلکو پام پر بله اړولو لپاره دی؛ طالبان او ملاتړي یې غواړي د فعالیتونو زیات‌والي له لارې زیات امتیازات ترلاسه کړي. البته دغه امتیازات د اوس نه‌؛ بلکې د راتلونکې لپاره دي. هغه مهال چې د سولې مخامخ خبرې ممکنې شي.
له‌دې ټولو ورهاخوا د منصور وژل کېدل د دې لامل شوي چې طالبانو او پاکستان ته د جګړې د دوام او شدت ورکولو ښه پلمه په لاس ورشي. طالبانو ته نږدې پاکستاني مذهبي مشران او ای‌ايس‌ای پورې تړلي تحلیلګران او حتا پاکستاني چارواکي له هماغه لومړیو څخه دا نظریه وړاندې کوله چې جګړه به شدت ومومي. یوازې د یوې اوونۍ په تېرېدو د دوی دغه نظریه رښتینې شوه. مانا دا چې هر څه مخکې له مخکې طراحي شوي و او یوازې د عامه ذهنیت کنټرول او لوري ورکولو په هدف د پورتنیو کسانو له‌خوا داشان څرګندونې کېدې.
څه باید وشي؟
د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو زیات‌والی او تشدید حتمي اېسي. له‌دې پرته د طالبانو د جګړو زیات‌والی او پراخ‌والی حتمي دی. ولس باید پوه وي چې د وسله‌والو طالبانو یو اساسي هدف پر حکومت د خلکو بې‌باوري کول، د ولس او دولت ترمنځ د واټن رامنځ‌ته کول او د یوه بدیل په توګه د ځان مطرح کول دي. مهمه ده چې په‌دغسې حالاتو کې ملت د دولت او امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.
سرخط‬ ورځپاڼه