درحمان بابا په شعروکې طنزي توکي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • پوهنمل محمود نظری
  • 774

رحمان بابا  په هره برخه کې  اخلاقي،  ديني،   تصوفي اوټولنېز شعرونه په ډیره روان او ساده ډول ویلي دي چې نه یوازې په پښتنو کې ان په ټوله نړۍ کې خپل ځانګړی ځای  لري    هغه  په ټولنه  کې ژوند کوی د ټولنې نه یې  ځان  لیری نه دی ګڼلید هغه په  شــعرونو کې ســربيره پر هـــنري ادبي ارزښت د هغه وخت او چاپيريال د ټولنیز بهــير غبرګون هم ليـــدل کــيږي  د هغه په شعرونو کې د طنز ،هجو او ان هزل توکي د وخت د ټولنې د غوښتني سره سم لیدل کیږي.

 د هغه په شعرونو کې   خندا لرونکي توکې چې د(طنز، هزل اوهجو) لاندی راځی لیدل کیږی

طنز په ادبیاتو کې   دټولنیزو او اخلاقیزو خواریو ،عیبونو او فسادونو برملا کولو ته وایي چې په رمز ، کنایه اوناز ویل یا لیکل کیږي یا په بله وینا:

 ویلای شو طنزد زورواکو او اعیانو  باندی نیوکې  دي چې هغوی په ملنډو له پېښو خبروي

 په طنز  یوازی پوه او هوښیارخلک پوهیږی او  خوند ترې اخلي.
د  طنز موخه دا ده:

۱- ملنډې

۲- نیوکه په منفی خلکو او د هغه پایله
 ۳-د خلکو د اخلاقو د سمولو تمه او د ولس د ټولنیز ، کلتوري او سیاسي ربړونه له منځ وړل دي.
۴-خندا جوړول، خوشالۍ او ساتیري
۵- هغو ته په نصیحت  او نیوکه لاره ښوول

مرغه چی د بل غوښی خوری مردار وی
ځان حلال کړه لکه زاڼه شاهین مه شه

هغه مخ چه مادر زاد ښایسته نه وی
مشقت د مشاطی واړه مردار کا

هغه ناوی چی په ځان ښایسته نه وی
څوک يې څه   کوی ښایست د مورونیا

د بلبلو نغمه زاغ کولی نشی
هر سرود آواز په طور د خپل کار.

هزل  بیا د عامو او منځنیو خلکو لپاره دی چې موخه یې یوازې خندا اوساتیري ده.

هزل بیا هغه شعر یا نثر  دی چې پر چا باندی ناروا ووایي یا هغې توکې دي چې د اخلاق او ادب خلاف وي

یادوی په خوله مکه اومدینه
نسکور پروت وی د عورتی په سینه

هغه شونډی چی خوږی دی تر شکرو
له دښکنځلويی عار نه کا عاشقان

ما رستم د زمانی ولید په سترګو
چه د یار له جوره ژاړی لکه کونډه

او هجو بیا زور واکو ته  شلاغه او نیښ  دی

هجو په لغات کې  د چاد عیبونو غندولو، ښکنځلو ، پوچو خبرواو بد ویلو ته وایي وي . د هغه چا عیب او بد ویل دی.

خوشحالااودولتا می غلامان دی
زه رحمان  په پښتو ژبه عالمګیر یم

که يې شعرد رحکمان مهمند تر غوږ شی
غوږبه نه باسی به شعر د خوشحال څوک

ځینې شاعران په دی درو سره توکو ویاړی او هغه ښوونه ګڼي

د رحمان بابا په شعروکې دادرې سره توکې لیدل کیږي.

. په هک هغه په دی هکله خپله داسې وایي:

مدح وهجود حبیب او د رقیب کړم
رحمان نه زده بله هجو نور اوصاف

پر هغه باچا او ګدا توپير نه لری ددواړو په بدو کارو نیوکه کوی هغه غندي  او وایي:

هسی نه چه دا یی وکړه نوربه نه کړی
چه یی زړه شی هغه کاندی بادشاهان 

نه لیوه په ادمیت اموخته کیږی
نه امید د مروت شی له افلاکا

همګی واړه ټګان دی ټګی کاندی
فروشنده او خریدار ددې د نیا

 هغه ولس ته  په طنز وایي زورواکان  د بدو کړوتوبه نه کوی د هغه چي هر څه زړه وغواړي هغه کوي.
ډیر ځله طنزی شعرونه  په  ویلو سره چا ته  د خندا پر ځای ژړا ورځی تمه  یې یو شی وي  او کیږی بل شی
هغه  د نفس په هکله  وایي:
نفس بی شماره عالم پرې یست وکوهی ته

خدای دی نه کا نابینا د چا پیشوا
ده.  طنز ویل  د هنري ژبې د کمال پایله
 طنز  دربړو په وخت کې ديوې ټولنې دوګړو هنري تنده خړوبولای شی  هغوی   دکلتوري، اقتصادي،  سیاسي او...  حالاتو څخه خبروي او پوهوي:

ته په اصل کی سړی يې څاروی نه يې
د چارپایو  چاری مه کوه دوپایه

نیکو کار سړی بهتر وی که خوردسال وی
تر سپین ږیری بدکرداره دیرینه

  طنزښه، ښه بولي او پربدو خاندي اوملنډې پرې وهي

غزا وشوه که ځان ستايی رحمان  ته
بی هنروګاوخر درې واړه یو دی

پورته کوی له ناسمو دودونو څخه پرده   طنز اصلاً  له دهغوی سمون ته يې رابولی

چه نور خلق ملامت درباندی  وایی
لا پخوا تر خلقو خپل ځان ملامت کړه

هر چه کر کا د اوربوشو غنم غواړی
له خاطره دی بیرون  کا دغه خیال څوک

 طنز موضوع په هنري الفاظو کې رانغاړي. د طنز او ټوکې ترمنځ بنسټيز توپير دا دی چې ټوکه کوم تاکلی  پيغام نلري.

چرګ په دوه پیسی حلال شی
باز په سل روپی مردار دی

داچې  طنز لکه یوه مهربانه دایي هزل او هجو په خپل لمن کې روزی نو طنز لیکونکی د وخت او زمان سره سم د خپل موخی په اساس دا وسله د بې عدالتی په مقابل کې کار وي. مختلفو افکارو سره یعنی دپټی خزانې څ

چې ایام پری د کفن دغسل وشی
بی پردی شی پرده دار ددی دنیا

زمانه می له رقیب له لاسه وژنی
چه می سپی ګاڼه هغه راباندی شیر شو

د خلکو د اخلاقو د سمولو تمه او د ولس د ټولنیز ، کلتوري او سیاسي د ربړونه له منځ وړلو په هلکه  وایي:

د عراق آسونه کار به اشارت کا
په وهل په کوټل کاروی د ایلاق

چه خدای پوه کړل د بڼو په څښل پوه شو
چه پوه نه شو نه پوهیږی په شلاق

خپل صورت په اهینه کښی هر څوک ګوری
که څهره د چا صفا ده که ریمنه

که ما ښام تر ستونی ښکته کړی حلوا
سبا خواست کوی له خدایه د ښوروا

ورځ دی تیره په شومی کړه شپه له خوبه
خدای به کله یادوی خانه خرابه

په هیڅ حال کښي دی قرار  وصبر نه شی
لیونی کړی ډیر حرص ډیری هوا

چه په خپله رسوایی دی پروا نشته
نور به څه کړی په جهان د چا پروا

خرخاری ده چه يې یو له بل کاندی
هر خود رای چه له خود رایه محبت کا

هغه د کورنی ژوند په هکله وایي:

مور او پلار خو نیک فرزند له خدایه غواړی
چه بد بخت شی ادی څه کا بابا څه کا

دغه نښی دقیامت نه دی نور څه دی
چه د پلار ویل په زوی څه تاثیر نه کا

 هغه د ریا کار زاهد په هکله وایي:

د ریا له زاهدی زما توبه ده
چه کاندی څوک په رسم او عادت

په  ورځ پیدا و نصحت وایی وبل ته
په شپه ناست وی د مغان په خرابات

دا دنیا په احمقانوده ودانه
دانا نه کا په دنیا باندی غرض

لنملیکونه:
ا خیبر ویب پاڼه- د رحمان بابا شعرونه
۲- بهار ویب پانه – شعرونه
۳- ادبی سوغات- هیواد ویب
۴- پوهنمل محمود نظری ظنز زموږ په ادبیاتو کې، طنزونه ویب پاڼه
۵-محمود نظری طنز څه شی دی،طنزونه ویب پاڼه
۶-پوهنمل محمود نظری دطنز، هزل او هجو تر منځ توپیرونه او ورتوالی، طنزونه ویب پاڼه