پل دې بختور شه،سياست ته د ورګرځېدا فرصت


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • 192

 د حکمتيار صاحب جګړه له نظار شورا او طالبانو سره وه. د امريکا جنګ له القاعده او طالبانو سره غځېدلی و، څرګنده نه ده حکمتيار صاحب له کومه پر دغه جګړه ورګډ يا په دغه جنګ کې ښکېل کړای شو؟

خو د دغه جنګ په اوږدو کې د خبرو او اواري لپاره د حکمتيار صاحب له خوا د طرحو او پلاوو لېږد را لېږد دوام درلود.
د سولې دغسې طرحې ډېری د عريضو او غوښتنليکونو په بڼه پخواني او اوسني ولسمشر ته رسېدلې، خو ډېری بلکې ټول پلاوي له ډاکټر غيرت بهير پرته د ارګ په خټو کې خښېدل. تر دې چې د حکمتيار صاحب له اصلي او جعلي ليکونو ارګ پزې ته راغلی و.
که څه هم ليک نيم ديدن دی، خو جانبي عوارض يې کله کله ګواښنده را خېژي.
وايي يو چا خپلې معشوقې ته ورځ تر منځ د ډاک له لارې ليکونه استول، کال نيم وروسته چې ستون شو، يو دنګ ځوان يې د معشوقې څنګ ته ناست دی. پوښتنه يې وکړه، دا څوک دی؟
معشوقې ورته کړه؛ ډاکي دی، ستا ليکونه دومره وو چې په راوړو مې ورسره اړيکي ټينګ او په زړه کې مينه را وټوکېده. درې مياشتې مو له واده تېرېږي.
له ارګ سره د حکمتيار د بې‌وفا ډاکيانو د نکاح يو لامل ښايي همدغه اصلي او جعلي ليکونو را منځ ته کړی وي.
د سرچينو په خبره، تر ولسمشريزه ټاکنو وړاندې حکمتيار او غني په خپلو کې د وړو او غټو ريبارانو په خوله د پيغامونو لړۍ غځولې وه، تر دې چې جمعه خان همدرد د دواړو له خوا توی‌وړی واک تر لاسه کړی و.
خو بوسه به پيغام نه ميشه، ځکه خو دغه انتظار تر دوو کالو زيات وغځېد.
ويل کېږي د حکمتيار تر دښمني، دوستي ګرانه ده. تر دې چې موسکا يې د خطر زنګ پېژندل شوې ده.
ولسمشر غني له حکمتيار سره د پوهاوي له تاريخ او تجربې ناخبره دی، له همدې ځايه له ۲۵ تر ۲۳ غوښتنو له منل کېدو سره بيا هم د حکمتيار د پلاوي له زړه د شک دوړې لېرې شوې نه دي.
که څه هم راتلونکې اوونۍ کابل ته د حکمتيار د راتلو خبرونه تاوده دي، خو دا د پټي سر دی، د پټي د وروستني سور کچه د دواړو لوريو ګام، منزل او مزل ټاکلای شي.
دا نه ده څرګنده چې حکمتيار له کوم هېواده، کومې پولې هېواد ته را اوړي، د ځمکې که د هوا له لارې به خپل سفر لنډ کړي، په حکومت کې يې د ونډې کومه کچه ټاکل شوې ده؟
د راز په سل و زر پردو کې دغه جوړجاړی لا هم د ابهام په تيارو کې ورک دی.
رسنۍ خپلې اندازې لګوي، يا د سرچينو د رښتيا و درواغو خولو ته ګوري چې د چارواکيو ايمان وار له مخه پر شفافيت زيانېدلی دی.
که داسې نه وای د حکومت او حزب پلاوو بايد له مياشتو مياشتو په غځېدلو خبرو کې د ځنډ او خنډ لاملونه را برسېره کړي وای.
په ټوله کې خپلې خاورې ته د هر افغان، سياستوال، جنګيالي او ګډوال را ګرځېدل د هېواد، خلکو او سولې لپاره غوره فرصت او ښه زېری دی. له همدې ځايه د زړه له تله ښايي له خپلو خلکو او خاورې سره د حکمتيار صاحب د پيوستون هرکلی وشي.
د سولې عالي شورا د يوه چارواکي په خبره د حزب له ۲۵ غوښتنو درې هغه لکه د زرګونو بنديانو خلاصون، له تور لېسټه د حکمتيار صاحب ايستل، د بنديزونو لېرې کول او د شمشتو له پنډغالي د را لېږدېدونکيو حزبيانو لپاره د ځانګړي ښارګوټي په پام کې نيول لا په بشپړه توګه نه دي ځواب شوي.
که حکمتيار صاحب د تړون د لاسليک لپاره کابل ته راځي، طبيعي ده چې له تور لېسټه د ده نوم ايستل شوی دی.
څو کاله وړاندې که مو د ده يوه مرکه ياده وي چې د امريکا په تور لېسټ کې يې خپل نوم وياړ بللی و.
ولسمشر غني او حکومت يې ښايي دومره کاواکه او بې‌واکه نه اوسي چې امريکايان دې کابل ته د حکمتيار په را ستنېدو لاس پورته کړي.
تر اوسه چې کابل ته د حزب کوم لوړپوړی چارواکی راغلی، خوندېينه يې باوري، ګټې او چوکۍ يې کره ده.
تر دې چې شهادت هم د حزب د خپرنيز ارګان په توګه له کلونو راهيسې په کابل کې خپرېږي.
د حزب په نامه دومره شوراګانې را ټوکېدلې چې قاضي امين وقاد يې د شوراګانو پر اتحاد اړ کړی دی.
د زندانيانو خلاصون د دقت او تامل وړ دی چې د افغانستان په زندانونو کې ډېری جنايي بنديان هم لګيا دي له حزب سره د پېيلتيا اسناد او مدارک تر لاسه کوي، ځکه خو د حزب د زندانيانو شمېر ورځ تر بلې غځېږي.
د بنديزونو لېرې‌کېدل هم طبيعي پرمختيا ده چې له طالبانو په را اوښتو دغسې بنديزونه لېرې کړای شوي دي.
د ښاګوټي غوښتنه ځکه مسخره ده چې تر اوسه کوم حزبيان هېواد ته دننه شوي، په خپلو سيمو کې ځای پر ځای شوي دي، که داسې وي ښايي په هر ولايت و ولسوالي کې را ستنو شويو حزبيانو ته يو پنډغالی په پام کې ونيول شي چې دا خپله له ټولنې، خلکو او ولسه د حزب تجريد را منځ ته کولای شي.
د حکمتيار صاحب راتګ دومره ګران نه دی لکه د ده پالل او ساتل چې ګران ګڼل کېږي، ده له نظار شورا او جمعيت سره په حکومت او دولت کې د ګډون ګڼ تړونونه لاسليک او د صدراعظم په توګه يې خپل مقام او موقعيت کره کړی، خو ډېر ژر دغسې تړونونو خپل سر خوړلی دی.
حکمتيار صاحب ښايي دا ځل بدلون له خپل ځانه، شخصيت او افکارو پيل کړي، د نورو د بدلانه پر ځای خپل بدلون پام‌وړ وګڼي.
حکمتيار صاحب د جنګ د ډګر او جهاد جنګيالی پاتې شوی، ده هر څه له جګړې موندلي او تر لاسه کړي دي، له همدې ځايه جنګيالی شخصيت پر ده دومره غوړېدلی چې د اواري لپاره يې د جګړې له بري پرته بل څه پر زړه نه شوای اوارېدای.
له همدې ځايه حکمتيار صاحب د سياست وخت نه دی موندلی، دغسې فرصتونه يې د خپلې «ملايي» په منلو او غوړولو ضايع کړي دي.
څنګه چې جهادي مشرانو ملايي شاليد درلود، حکمتيار صاحب ته د دغسې يوه شاليد نه لرل د خپل زعامت تشه او کمزوري ښکارېده، ځکه خو يې د منلي او ملي سياست ډېری فرصتونه د ملايي په ګټلو ضايع کړل.
ده پر خلکو ډېر څه وتپلای شول، خو خپله ملايي يې پرې و نه شوای منلای، له بده‌بخته چې تر اوسه يې له دغې ناکامې هڅې لاس نه دي اخيستي.
ده تر ډېرو ښه تفسير وکيښ، خو د مولوي خالص د څو پاڼو پاڼو کتابچه به چې پسې راووتله، ټوله خواري به يې په سيند لاهو وه.
ملايي شاليد نه لرل په حقيقت کې د حکمتيار صاحب ځواک و چې دی يې ملا نه، بلکې د سياسي لارښود په توګه ځلولای شوای.
مرحوم مولوي خالص چې د «إذ» او «إذا» د توپير خبره د حکمتيار صاحب پر وړاندې را پورته کړه، له ټول فصاحت سره يې غلی کړ.
په افغانستان کې «ملايي» علم نه دی، دا يو ځانګړی جسماني او ذهني حالت دی، دا له ځان سره د حکمتيار صاحب زياتی و چې خپل شخصيت او استعداد يې دغسې يوه حالت ته استخدام کړی و.
حکمتيار تر اوسه د سياست مخه نه ده موندلې، سياست يې نه دی کړی.
مولانا مودودي علمي مزاج درلود، د لټون او څېړنو په ډګر کې د ده منډه سړي ته مافوق الفطرة ښکاري. ده پر ځان خلک پر علمي څېړنو يا ليټريچر را ټول کړي وو، پر سياست نه، د ده پر سياسي طبيعت علمي مزاج غالب و.
کله چې د ده پوهنيزې څېړنې تتې شوې، د جماعت‌اسلامي مخ په ځوړ شو.
استاد سېرت علمي شخصيت و، پر سياست چې ور ونښت، ځان او پخوانی پاچا يې دواړه برباد کړل، تر دې چې په ولسمشريزه ټاکنو کې يې له جنرال دوستمه هم کمې رايې واخيستې.
د مولانا فضل الرحمن مزاج سياسي دی، که ږيره پټکی ترې لېرې کړې له خبرو او کرکټره يې د ملايي څرک نه شي لګولای.
که ده سياست پرې‌ايښی وای ايله به د کومې مدرسې مهتمم و.
استاد رباني ته به وګورو، دی نه جنګيالی او مجاهد و، نه سياستوال، بلکې تر اخېره د خپل علمي مزاج مجبور و. همدا مجبوريت د ده پر شخصيت حاوي او د احمدشاه مسعود يرغمل شو.
تر ټولو ښه بېلګه طيب اردوغان ده، پر نيټ به لوستونکيو هغه تصوير ليدلی وي چې اردوغان د حکمتيار صاحب پښو ته ناست دی.
اردوغان له سياسته تر لاسه کړه، ده چې څه وګټل له جګړې پرته يې په سياست خپل کړل.
حکمتيار صاحب ښايي کابل ته په راتلو په ټوله مانا سياست ته ور وګرځي، سياست جامد او ډبرين نه شي پاتېدای. سياست لکه ربړ کږېدای شي، خو ماتېدای نه شي.
سرخط‬ ورځپاڼه