پېزوان مې خړو اوبو درووړ


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • اسماعیل غوڼی
  • 232

 په مدرسو، دایرو او حجرو کې چې څوک اوسېدلی وي، دا کیسې ورته عادي برېښي چې پلانی ډېر ښایسته دی، له پلاني سره ډېر ښایسته هلک و، پلانۍ حجرې ته ډېر ښایسته چړي راغلی دی او ... 

ځکه طالبان له یوې خوا د یوې محرومې ټولنې یو محروم قشر دی، بلې خوا ته له دیني پلوه افراطي بندیزونه د دې لامل شوي چې طالبان په ښایسته هلکانو پسې وګرځي، د ښځو غږ اورېدل حرام دی، تعلیم یې حرام دی، تصور یې حرام او د شیطان لاره ده... د ښځو په اړه غږېدل ستر شرم او ګناه ده...
له دې هر څه سره سره، د جنسې غریزي اشباع کول یو طبعې اړتیا ده، مشروعې لارې چارې لري، خو په دې محرومه ټولنه کې په هماغو لارو چارو هم ازاد بحث نه‌شي کېدلای، ځکه په طالب او ملا باندې د جعلي تقدس داسې سپینه او نازکه پرده هواره ده چې په معمولي اشاره باندې هم شکېږي او هم چټلېږي.
په داسې محروم قشر کې طبعې ده چې؛ 
په کتاب پروت یې یادوې شینکې خالونه 
بلې خوا ته د پنج‌ګنج په څېر کتابونه او پر حاشیو باندې یې هغه عشقي لنډۍ، د محمود او ایاز د عشق کیسې هغه هڅونې دي چې سړی د مجازي عشق تر پرده لاندې، د هلکانو مینې ته هڅوي. 
ناځوانانو به سمې عشقي لنډۍ ویلې، خپله جنسې تنده به یې ورباندې ماتوله، خو چې تا به ورڅخه پوښتنه وکړه، بیا به یې په دیني رنګ ورنګوله او تعبیر به یې ورته بدل کړ، زموږ مولوي صاحب به لاندې لنډۍ داسې تعبیروله؛ 
پېزوان مې خړو اوبو درووړ
په غم شریکه یاره نیسه ګودرونه
لنډۍ په ظاهري بڼه د یوې معشوقې له خولې وځي چې پېزوان یې خړو او تېزو اوبو ته لوېدلی دی، د نیولو هڅه یې کړې، خو بریالۍ شوې نه ده. 
دا چې نجونو ته هم پېزوان ډېر ګران وي او مین ته هم خپله معشوقه بې‌پېزوانه ښه نه ښکاري او په غم کې یې لومړی خپل مین شریک دی، نو دا هم تر بل هر چا لومړی خپل مین ته نارې وروهي چې په غم شریکه یاره نیسه ګودرونه، خو زموږ مولوي صاحب به ویل چې نه، داسې نه ده، بلکې له پېزوانه مراد ایمان دی، خړې اوبه شیطان دی او له غم شریک یار څخه مراد رسول الله صلی الله علیه وسلم دی چې د قیامت په ورځ به د خپلو امتیانو شفاعت کوي. 
مانا دا چې له یوه مسلمانه ایمان شیطان وړی دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نارې وروهې چې رانیسه یې. 
مانا د قیامت په ورځ مې شفاعت کوه، کنه نو را څخه یو یې ووړ.
د مولوي صاحب داسې تعبیر به سړی پر خپل تعبیر پښېمانه کړ چې زه خو ډېر ګناه‌کار یم او هر شي ته له چپې خوا ناست یم، په داسې حال کې چې ده مبارک به ښه خوند ورباندې اخیستی و، خو چې جعلي تقدس ته یې زیان و نه رسېږي، تا ته به یې لنډۍ داسې تعبیر کړه لکه کوم صحابي چې ویلې وي او یوازې دی مبارک یې په تعبیر ښه پوهېږي.
دا خو هماغه وخت و چې ملا صاحب او طالب توپک نه درلود، یوازې یې په خپل جعلي تقدس خلک تېر ایستلي وو، څه ناڅه یې د لنډیو تعبیر هم معقول و، خو اوس چې ملا صاحب او طالب ته توپک په لاس ورغلی، د تېر په څېر معقولیت يې لکه د شاليلا پېزوان خړو اوبو وړی. 
اوس يې د هرې لنډۍ له تعبیره وینې څاڅي، اوس دې نو خدای په مخه مه وروله.
سرخط‬ ورځپاڼه