تدریجي قاتلان


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 476

 د درملو ډکه کڅوړه یې په لاس کې وه. د لاس رګونه یې تک شنه وو. په هر رګ کې یې دومره سوري وو لکه د جګړې په کرښه کې زموږ د ښوونځیو دیوالونه.

په ټوکه مې ورته وویل؛ د دوا کار و بار دې شروع کړی؟ ترخه موسکا یې وکړه او ویل یې؛ دا څوومه کڅوړه ده چې ګېډه کې مې تشېږي، خو ښه ورځ مې نه‌شته.
زموږ ګڼ شمېر ناروغان له عادي ناروغي هم تر ډېره کړېږي. دوی په اوونیو اوونیو همدلته دوا وخوري او چې روغ نه‌شي، نو پاکستان یا هند ته واوړي او خپل جېبونه همالته تش کړي.
هره ورځ په ملیونونو افغانۍ زموږ له هېواده د درملنې په موخه هند او پاکستان ته اوړي. هلته د افغانانو لپاره شفاخانې جوړې شوې او د دوی د زبېښلو لپاره بېلابېل ماشینونه لګېدلي دي.
ممکن زموږ د طبابت معیار هم په تول برابر نه وي، خو دا ستونزه لا تر اوسه دومره عامه او جدي نه ده، جدي ستونزه بله ده او هغه د درملو ټیټ کیفیت دی.
هره ورځ په ټنونو درمل له بندرونو او قاچاقي لارو زموږ وطن ته را انتقالېږي. په بندرونو کې مفسد ماموران پرته له دې چې د درملو کیفیت تثبیت کړي، پیسې اخلي او په ډېره بې‌شرمي د ټیټ کیفیت او حتا تاریخ‌تېري درمل را پرېږدي.
پر قاچاقي لارو راوړل شوي درمل خو ټول بې‌کیفیته او یا تاریخ‌تېري دي. د درملو له دغو کاروباریانو سره چې ظاهري بڼه یې د انسانانو ده، خو په باطن کې وحشي ځناور دي، یوازې د خپلو ګټو فکر دی. دوی دومره د مادیاتو په ګند کې ډوب دي چې د انسانیت او عاطفې په نوم څه نه ویني او نه یې پېژني.
حتا زموږ ځینې بې‌شرمه او دون‌همته سوداګر کمپنیو ته فرمایشونه ورکوي، بې‌کیفیته درمل پرې د اصلي درملو په بڼه په ارزانه بیه جوړوي او بیا دلته پرې له خپلو بېوزلو او فقیرو هېوادوالو لوړه ګټه کوي.
دا ستونزه په لویو ښارونو او حتا پلازمېنه کې هم ښه پراخه ده. په همدې پلازمېنه او لویو ښارونو کې څو ځلې د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو د پلورلو په جرم درملتونونه د لنډ مهال لپاره تړل شوي او بیا بېرته د پیسو او یا سفارش په مقابل کې ورته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده. شاید دغه ستونزه په اطرافونو کې ډېره لوړه وي، ځکه هلته له یوې خوا څارنه نه‌شته او له بلې خوا خلک حتا تاریخ‌تېر درمل هم نه‌شي پېژندلای.
صحت لویه شتمني ده، خو دغه شتمني هم له لوټمارانو په امن نه ده. دا لوټماران دومره بې‌رحمه دي چې د خپل هېواد پر تنکیو ماشومانو یې هم رحم نه راځي. د خپلې ګټې لپاره په بې‌کیفیته درملو د هغوی ناروغي اوږدوي او حتا د مرګ کندې ته یې ټېل وهي.
علماء کرام چې خلک یې خبرو ته ډېر اهمیت ورکوي، باید د منبرونو له لارې د نورو قتلونو تر څنګ دغه تدریجي قتلونه هم تشریح کړي او مرتکبان یې د اسلام د مبارک دین په رڼا کې له لویو عذابونو خبر کړي.
که څه هم له دولته تمه په کار نه ده، ځکه دولت هم له همدې خلکو جوړ دی او هغه خلک چې لوی او غیرقانوني کاروبارونه لري، ریښې یې تر ریاستونو او وزارتونو غځېدلې وي.
خو چاره څه ده؟ دا کار خو پرته له دولته بل څوک نه‌شي کولای، نو دولت باید د خپل ولس پر حال زړه خوږ کړي. د تدریجي قاتلانو له منګولو یې وژغوري. 
ژغورنه اسانه ده او هغه دا چې یا دې دولت د درملو واردېدو انحصار په خپل لاس کې واخلي او یا دې د کنټرول سیسټمونه دومره پیاوړي کړي چې نور څوک د دې وحشت جرات و نه‌شي کولای.
که داسې و نه‌شي، دولت د ولس په تدریجي مرګ کې شریک دی او دا د یوه دولت لپاره ستر شرم دی چې د خپل ولس په مرګ کې برخه اخلي.
سرخط‬ ورځپاڼه