ښځې او اقتصادي ستونزې يې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نعیمه غني
  • 292

 د نوی کال په ویاړ د لومړۍ مېرمنې په رابللې شوې ښځينه مېله کې ولسمشر ښځو ته په خپلو خبرو کې وویل، د ښځو ستونزې له اقتصادي پلوه حل‌لارې ته اړتیا لري.

دا خبره راته د پام وړ وه، ځکه دا ښکاره خبره ده کومې ښځې چې له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کېږي، نو له حقوقي پلوه یې هم ستونزې راکمېږي. 
یو خو دا چې له روحي پلوه ښځه په خپل ځان کې د پر ځان ډاډ او ملکیت شته مړژواندی احساس پالي او وده ورکوي، له بلې خوا شاو خوا خلک لکه کورنۍ او له دې سره په اړیکه کې خلک هغې ته د یو شخصیت یا لږ تر لږه یوه مکمل انسان په سترګه ګوري او په ټولنه کې ورته مناسب ځای ورکوي.
خو زموږ اصلي ستونزه دا ده چې په دې برخه کې د افغان مېرمنو صلاحیت د بل هر صلاحیت په پرتله په نشت حساب دی. 
افغان مېرمنې له زېږون نه تر مرګه، له اقتصادي پلوه فلج او د نورو تر واک لاندې دي.
یوه ښځه له ماشومتوبه د پلار ورور یا هم د کورنۍ د بل نارینه غړي لاسنیوي ته اړه ده او پلار ورور او د کورنۍ ټول غړي او ټولنه دا ګمان کوي چې د پلار شته یا له پلار څخه پاتې شته یوازې د نارینه اولاد حق دی او لور د هغوی حق خوري، نو له همدې امله اړه ده چې تل ځان یو مصرفي او نورو ته اړ موجود وګڼي. 
ډېرې مېرمنې په دې تمه وي چې له واده وروسته به یې دا ستونزه ختمه شي او دوی به د خاوند په کور کې د ملکیت څښتنې شي، خو له بده‌مرغه دا هم هسې یوه خامه خبره ده، ځکه کله چې ښځه د خاوند کور ته لاړه شي، ظاهراً خو د هغې مالي ضروریات د خاوند له خوا پوره کېږي، مګر دا په دې مانا نه ده چې دا به په دې شتو کې بشپړ واک ولري.
څه وخت مخکې د یوه ټلوېزیون د دیني مالوماتو خپرونې ته یوې مېرمنې زنګ وهلی و او پوښتنه یې کوله چې پرته د خاوند له اجازې، د هغه له پيسو د خپل ضرورت وړ پیسې خرڅولای شي؟
هلته خو ورته ځواب ورکړل شو چې هو دا کار کومه ګناه نه ده، مګر په عامو خلکو او کلیوالو سیمو کې خلکو، په تېره بیا ښځو ته داسې ذهنیت ورکول شوی چې د خاوند له اجازې پرته د هغه له شتو څخه ګټه اخیستل د یوې ښځې لپاره حرام دي او ښځه خو په دې اړه خبره هم نه ده چې د هغې د مهر حق او د خاوند په شتو کې نور حقونه څه دي. 
کله چې یوه ښځه کونډه شي، نو د دې پر ځای چې هغې ته د خاوند په مال کې حق ورکړل شي، دا په خپله د خاوند د شتو یوه برخه ګرځي او د هغه د مال په توګه د هغه د وروڼو یا د نورې خسرګنۍ په منځ کې وېشل کېږي.
څوک ورسره د واده کولو دعوا کوي، څوک یې د دويم ځل ودولو او ولور اخیستلو لپاره ډغرې وهي. یا هم که زامنو ته پاتې شي، نو اړه به وي چې د هغوی ګټې ته کښېني، البته دا خبره بیا بېله ده چې موږ وایو چې د مور او پلار ساتل په چا نه غمېږي.
تر دې ځایه خبرې د ښځو د هغو حقونو وې چې د پلار او خاوند په شتو کې یې لري او نه ورکول کېږي چې له امله یې ښځه په یوه محتاجه کس بدلېږي چې د دې او ټولنې په ګمان تل یې باید د نوور له برخې وخوري او ځان اړ او بې‌وسه وګڼي چې ګمان کوم کلونه کلونه وخت به واخلي تر څو په دې اړه زموږ د ټولنې ذهنیت تغیر وکړي.
خو له دې ورهاخوا که وګورو، نو افغان مېرمنې خپله هم د کار کولو او پیسو ګټلو لپاره کومه لار نه لري چې پرته د پلار، ورور، خاوند، له شتمنۍ ځان ته شته پیدا کړي او له دې محتاج حالت څخه ځان راوباسي.
ښايي دلته به پوښتنه پيدا شي چې افغان مېرمنې خو ټولې لوستې نه دي چې کار او ګټه وکړی شي. ځواب دا دی چې یوازې لوستې ښځې نه دي چې په خپل لاس ګټه کولای شي، بلکې هغه ښځې چې نالوستې هم دي، کولای شي د کور دننه او بهر په لویو او وړو کارونو لاس پورې کړي او ځان ته ګټه ولري. 
په دې شرط چې خپله ښځې په ځينې ابتکاراتو لاس پورې کړي، په خپلو وړتیاوو باوري شي او ګټه ترې واخلي.
داسې بېلګې به په نړۍ او زموږ خپل هېواد کې کمې نه وي. یوې هندۍ مېرمنې ویل چې دا او د لېوره ښځه یې د جامو (ساړي) په چین کولو سره ښې پیسې ګټي. 
دلته په کابل کې یوه ښوونکې پېژنم چې ډېر وخت یې د کاغذي پاکټونو په جوړولو او خرڅولو خپله کورنۍ چلولې.
له خپلې یوې کلیوالې مې وپوښتل چې تنها سرې یې د غوا د شیدو مستې کول او ځګ مږل به درته سخت وي. ويې ویل: نه خورې اوس شیدې د ولسوالۍ بازار ته لېږم او خرڅوم یې، ښې پیسې په لاس راځي. 
بلې یې ویل، خامک کوم او د ځان او لورګانو د جامو پیسې مې له همدې لارې لاس ته راوړم. دا او دې ته ورته کوچني کارونه د ښځو د ستونزو د سملاسي حل لارې په توګه ډېر اغېزمن دي.
همدارنګه ښه به وي چې په دې برخه کې د دولت، په تېره بیا ښځو چارو وزارت او مرستندویو ټولنو له خوا منظم پلانونه جوړ شي او ښځې وهڅول شي ترڅو له وړو وړو مالي فرصتونو ګټه پورته کړي.
له بله پلوه د عامه ذهنیت په روښانه کولو، په تېره بیا په دې اړه د ښځو د پوهاوي په برخه کې یو پراخ کمپاین هم کولای شي چې تر ډېره بریده مرسته وکړي، ځکه له دې سره به ښځې پر خپلو پښو ودرېږي او هغه ښځې چې د کورنۍ له شتو، یانې له میراث، مهر او نورو مالي حقونو څخه محرومې دي، وکولای شي چې د یوې سوله‌يیزې حل لارې په خپلولو سره له اقتصادي پلوه خپل ژوند څه ناڅه منظم کړي او ورو ورو په ټولنه کې خپل وړ ځای ته ورسېږي. 
په همدې هیله.
سرخط‬ ورځپاڼه