قیمتي ماده د بې قدرو په لاس کې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1019

 اوبه د ژوند اساسي ماده ده. همدا اوبه دي چې د ژوند بقا تضمینوي. د قران‌کریم د انبیا سورت یوه ایت شریف هم د اوبو پر اهمیت ټینګار کړی دی؛ "جَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ کلَّ شَیءٍ حَی." 

زموږ هېواد د خوږو اوبو سرشاره سرچینې لري، داسې سر چینې چې که په سمه توګه یې مدیریت وشي، خلک په ګېډه مړولای شي او ولس د نورو له احتیاجه ژغورلای شي.
همدا ټکی زموږ له حکومتونو، د ګاونډیو هېوادونو حکومتونو ښه درک کړی دی. همدا لامل دی چې په یوه نه یوه پلمه زموږ په هېواد کې جګړه جاري ساتي او زموږ له اوبو څخه په وړیا استفاده کوي.
څېړنې ښيي چې د افغانستان کابو (۷۵) سلنه اوبه، له افغانستان څخه وځي او د ګاونډیو هېوادونو د انرژي ماشینونه په حرکت راولي او د هغوی ځمکې خړوبوي.
موږ له ایران سره د اوبو په سر له پخوا شخړه درلوده، خو هغه وخت افغانستان د نن په څېر کمزوری نه و.
دا خو اوږدې جګړې دي چې دا وطن یې دومره کمزوری کړ چې اوس د خپل حق غوښتنه هم نه‌شي کولای او د خپل ملکیت ساتنه هم نه‌شي کولای.
هغه تړون چې په کال (۱۳۵۱) کال د افغانستان صدراعظم مرحوم موسی شفیق او د هغه د ایراني سیال عباس هویدا تر منځ لاسلیک شو، له مخې یې په یوه ثانیه کې ۲۲ مټره مکعبه اوبه (چې وروسته څلور مټره مکعبه پرې نورې هم اضافه شوې) ایران ته ورکړل شوې.
خو کله چې په افغانستان کې جګړې پیل او بیا یې زور واخیست، د ګاونډیانو څراغونه په اوبو کې روښانه شول، نه یې تړون ته کتل او نه یې د همسایګۍ نزاکت ته؛ څومره چې یې خوښه وه، هومره استفاده یې ترې کوله او دغه بې‌خرته استفادې لا روانې دي.
دغه شان زموږ د اوبو پرېمانه برخه پاکستان ته هم روانه ده. دغه قیمتي ماده په داسې حال کې زموږ له کمزورو منګولو وځي چې په هېواد کې په میلیونونو هکټاره ځمکه د اوبو د نشتوالي له کبله له کرنې پاتې کېږي او موږ د ګاونډیو په غله جاتو شخوند وهو.
څېړنې ښيي چې که موږ خپلې اوبه مهار کړو، دا اوبه تر (۷۰ میلیونه) هکتارو پورې زمکه خړوبولای شي او که موږ دومره ځمکه وکرو، نورو هېوادونو ته هم غله صادرولای شو.
اوس ټول هېوادونه د اوبو په قدر له بل هر وخته زیات پوه شوي. حتی داسې باور دی چې د (۲۱) پېړۍ جګړې به د نفتو د ملکیت پر ځای د اوبو د ملکیت پر سر وي.
خو دا یوازې افغانستان دی چې لا د دغې حیاتي مادې په قدر نه پوهېږي او یا په ګڼو پلمو په داسې وضعیت کې ساتل کېږي چې له دغې قیمتي مادې څخه استفاده و نه شي کړای.
له همدې کبله لکه مخکې چې مې وویل، دلته به په یوه نه یوه پلمه جګړه توده ساتل کېږي، حکومتونه به مجبور وي چې زیاته بودجه جګړې ته ځانګړې کړي، حکومتونه به مجبور وي چې د اوبو د مهار پر ځای د جګړې د مهار کولو په فکر کې شي. 
دغه شان کله چې په یوه هېواد کې جګړه روانه وي، هلته د قانون تطبیق مشکل وي او دغه مشکل اداري فساد ته لاره هواروي چې د دغه فساد په شتون کې د حیاتي پروژو پلي کول ناشوني دي.
اوس د جګړې یوه ستره پلمه د خارجي قوتونو شتون ګڼل کېږي، خو تجربې ښيي چې د دوی په وتلو به هم دا پلمه ختمه نه‌شي او دا ځکه چې که دلته جګړه نه وي افغانستان د خپلو اوبو د مهارولو لپاره فرصت پیدا کوي او دا فرصت د ګاوڼدیانو نامشروع ګټې له خطر سره مخ کوي.
په همدې دلیل د افغانستان په جګړه کې د ګاونډیانو زړه راښکون زیات دی او په هر وخت کې یې د غځونې لپاره پلمې زېږولای شي. 
وګورئ، له ۱۳۶۸ کال څخه تر ۱۳۸۰ کال پورې هیڅ خارجي په افغانستان کې شتون نه درلود، خو ایا یوه ورځ هم په جګړه کې وقفه راغله؟ ایا د جګړې لمبې لا پسې ژبغړاندې نه‌شوې؟
په هر صورت، د افغانستان عزت د هغه له اوبو سره تړل شوی. که مهار نه‌شي دا هېواد به ګاونډیانو ته محتاج او محتاج خلک تل بې‌عزته وي.
رحمان بابا فرمايي؛ 
د للمي سړي په مخکې وي اب چېرې؟
هغه خلک خو بې‌اب دي چې بې‌اب دي
سرخط‬ ورځپاڼه