وېروونکی سرلیک


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 293

 محصل وم، جلا وطنه وم، خو زه لکه اشرف خان هجري غوندې طالع‌مند نه وم چې له وطنه به راته سلام راته. 

هجري چې کله په هندوستان کې د جلاوطنۍ شپې تېرولې ، نو په ډېر افسوس یې ویلي و؛
"قاصدان له روهه نه راځي مدت شو
سلام باد را رسوي منت یې تم دی"
موږ ته هم له وطنه احوال راته، خو دا د هېوادوالو سلامونه نه وو. دا د هېوادوالو د وژنو خبرونه وو. دا د هېواد د ویجاړونو خبرونه وو او دا د هېواد د سوځېدنې خبرونه وو.
په همدغه شان حالت کې مې د اخبار پر یوه سرلیک سترګې ونښتې، سرلیک لوستلو مې پر ټول بدن زلزله ګډه کړه او سرلیک لیدلو رانه د عمر ارام ولوټه.
سرلیک په کورنیو جګړو کې د یوه ښکېل تنظیم و. دا تنظیم د حزب اسلامي و او اخبار هم د همدې تنظیم د مشر خبره خپل سرلیک ته انتخاب کړې وه.
که سهوه شوی نه یم، نو سرلیک کې د یاد ګوند د رهبر له قوله راغلي و:
"۲۵ کاله نور هم جنګېږم!" سر راباندې وچورلېده، لکه له پښو چې مې ځمکه تښتي، ځای پر ځای کښېناستم او بیا په فکرونو کې غرق شوم؛
ښه، موږ به دوه نیمې لسیزې نور هم د وژنو خبرونو اورو؟ موږ به ۲۵ کاله نور هم د هېواد د ویجاړېدو خبرونه اورو؟ موږ به دوه نیمې لسیزې نور هم د هېواد د سوځونې خبرونه اورو؟ دا خبرونه خو به موږ د زړه په رنځ اخته کړي. دا خبرونه خو به موږ لېوني کړي او دا...
خو زه څه خبر وم چې د هېواد ورانونې او هېوادوالو وژنې لپاره دا یوه لنډه موده وه. 
دا موده نوره په پوره کېدو ده، خو لا د جګړې پای نه تر سترګو کېږي. لا د جګړې لمبې هماغه شان ژبغړاندې دي او لا د وژنو او وطن ورانونې سلسله په ټول شدت جاري ده.
دا دی، پنځه ویشت کاله په پوره کېدو دي. په دغه موده کې په زرګونو هېوادوال شهیدان شول. په زرګونو نور معیوبه شول. افغانستان چې یو وخت له خپلو ګاونډیو سره په ډېرو شیانو کې سیالي کولای شوای، له خپل قوته ولوېده. د ګاونډیانو په منځ کې داسې شو لکه د مستو او غښتلو ځوانانو په منځ کې چې یو معیوب ناست وي او د حسرت اوښکې تویوي.
کاش، هغه وخت دې رهبر د دوه نیمو لسیزو جګړې غځولو فکر نه وای کړی. کاش ټولو سیالانو یې دا فکر نه وای کړی. کاش هماغه وخت ټول سره پر یوه ټغر راټول شوي وای. کاش خپل زورونه یې د خلکو د وژلو او وطن ورانولو پر ځای په وطن ابادولو او خلکو ته په خدمت کولو کې کارولي وای او کاش...! خو داسې و نه شول. 
جګړه پرته له وژنو او تباهي بله پایله نه لري. جګړه که یو ساعت هم مخکې ودرېږي، نو د لسګونو کسانو ژوند ژغورل کېدای شي او د وطن د ویجاړیو مخه نیول کېدای شي.
له جګړې نه لاس اخیستل هیڅ وخت هم ناوخته نه دی.د سولې خبرو ته د یاد شوي تنظیم چمتوالی یو ښه زېری دی. ځکه اوس هم موږ پوره تباه شوي نه یوو، اوس هم شکر دی چې هېواد په بشپړه توګه له منځه تللی نه دی، نو که اوس هم جګړه ودرول شي، ژوند ژغورل کېدای شي او که اوس هم جګړه ختمه شي، پاتې اباد ځایونه خوندي پاتې کېدای شي.
په جګړه کې اوس ډېرې غاړې ښکېلې دي. هغوی چې افغانان دي، باید نور پر دې هردم شهید وطن، پر دې له خوشحالیو محروم ولس او پر دې لمبه لمبه هېواد زړه وسوځوي او نور یې له لمبه کېدو لاس واخلي.
د دوی دا کار به د جګړې بېروني عناصر کمزوري کړي، هغوی به په خپلو شومو موخو کې چې د افغانستان ورانول او کمزوري کول دي، نور پرمختګ و نه کړي. 
ولس او په دولت کې شامل وطنپال اشخاص باید د هر هغه چا په مقابل کې چوپه خوله پاتې نه شي چې د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي او د هغو کسانو پر وړاندې مزاحمتونه ایجادوي چې له جګړې لاس وینځي.
بدبختانه دا ډلې اوس په لوړو موقفونو کې دي او په پوره زور کې دي، د دې ډلو د اقتصاد ماشین د خلکو په وینه چلېږي. همدوی دي چې د سولې حرکت په نطفه کې خنثی کوي او همدوی دي چې د خپلو ګټو لپاره جګړه جاري ساتي.
د جګړې غځېدل که د دغه شان اشخاصو او ډلو په ګټه دي، خو نور ټول ولس د تباهۍ کندې ته ټېل وهي، مخکې له دې چې ولس دې کندې ته ولوېږي باید په ټول قوت دغه شان اشخاص د هلاکت کندې ته ټېله کړي.
سرخط‬ ورځپاڼه