اراده او بدلون


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • څېړندوی عبدالغفور لېوال
  • 477

 یوه شمېرنه مې ولوستله چې هره اوونۍ اووه سوه افغانان له ترکیې او ایران څخه د یونان او نورو اروپايي هېوادونو سواحلو ته رسېږي. 

دا هم ویل شوي دي چې له ټولو کډوالو څخه کم و زیات دېرش سلنه ډوبېږي او د تل لپاره یې مړی ژوندی ورک شي. دې شمېرې ووېرولم؛ راپه یاد شو چې؛ 
څوک په رضا له ملکه نه ځي...
دا ټول افغانان په دې اراده له هېواده وځي چې خپل محروم ژوند بدل کړي، مانا د ټولو اراده د (بدلون) ده . دا اراده دومره پیاوړې ده چې غواړي (بدلون) ته، که د مرګ په قیمت هم وي، ځان ورسوي.
افغانان دلته وزګار دي، پر خپل فردي او ټولنیز امنیت نه دي باورمن، له جګړې څخه وېره لري، د لوېدیز لېبرالې ازادي‌ګانې یې خوښې دي. غواړي په داسې یوه ټولنه کې ژوند وکړي چې تر څو یې قوانین نه وي مات کړي، څوک ورسره کار و نه لري، غواړي د فکر، وینا، ژوندچارو، کار، زده‌کړې، باورونو، تفکر، سفر او ټاکنې واک یې خپل وي.
ځینې غواړي هلته کار وکړي او خپلو کورنیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیسې راولېږي، ځینې غواړي خپل غوږونه له دې څخه ارام کړي چې نن په پلاني ځای کې ځانمرګی وشو، بیا ماین وچاودېده، نن یې دومره خلک ووژل، هلته یې له ښځو سرونه بېل کړل، سنګسار وشو، جنسي تېری وشو، غلا وشوه او ...
څلوېښت کاله کېږي، په افغانستان کې د خبرونو سرټکي همدا دي، یو نسل پکې رالوی شو او زوړ شو، بالاخره دې نسل فکر وکړ چې جګړه او ناامني د دې هېواد محتوم برخلیک دی، نو چې له دې پېښو څخه د تېښتې په اړه یې فکر وکړ، پایلې ته ورسېده چې باید له هېواده وتښتي، دا له ازله تر ابده ناورین، جنګ و جهل ځپلی هېواد باید پرېږدي او چېرته داسې ځای ته ولاړ شي چې نور نو دا خبرونه وا نه وري.
مجبوریت زیات دی، دوی ملامت نه دي، جګړه اوږده شوه، ناورین ځنډن شو او کړکېچ اوږد، خو یو څه چې خلک یې په محاسبه او لاروچارلټون کې تېروتل دا و چې د (بدلون) لپاره ټولیزه (جمعي) اراده یې و نه شوه کړلای، بلکې ټول د فردي ارادې پر بنسټ یوازې د خپل ژوند د بدلانه په چار پسې راووتل او په دې کې یې تېروتنه وکړه. 
د افغانانو یو تاریخي عادت دا دی چې یوازې د ځان او د خپلې کورنۍ د وضعیت د بدلون لپاره هڅه کوي.
دلته ځان په ځان سودا ده، لکه د قیامت ورځ؛ هر څوک د ځان په فکر کې دي او د ملي ناورین، ټولنیز کړکېچ، د جګړې د اوږدېدو یو لامل هم دا دی چې دلته اصلاحي خوځښتونه ټولیز او ټولنیز نه دي.
هیچا په افغانانو کې دا باور عام نه شو کړای چې فردي هوساینه په ټولنیزه هوساینه کې ده، هیچا افغانانو ته و نه ویل؛ تر څو چې ټولنه نېکمرغه نه شي، فرد یا کورنۍ نه شي هوسا کېدلای.
د همدې لپاره افغانانو له افغاني کړکېچ څخه د ځان ایستلو یا خپلې کورنۍ د ایستلو لاره ورخپله کړه او هيڅکله یې د هېواد د وضعیت د بدلون پر اصل فکر و نه کړای شو.
له کړکېچ څخه خلاصون له کړکېچ څخه د تېښتې په مانا نه دی، بلکې له خپل ژوند چاپېریال څخه د کړکېچ شړل یې بنسټي لاره ده.
هغه میلیونونه افغانان چې له روان کړکېچ څخه لوېدیزو، ګاونډیو او یا هم د نړۍ لېرې پرتو هېوادونو ته تښتېدلي دي، که په یوه اصلاحي سیاسي تشکل کې راټول شوي وای او ګډه اراده یې هماغومره ټینګه وای، لکه د تېښتې اراده چې یې کړې وه، زه باور لرم چې دا هېواد یې له روان کړکېچ څخه ژغورلای شوای.
په هغه صورت کې به یې نه یوازې ځانونه او خپلې کورنۍ، بلکې د هېواد ټول ولس هوساینې ته رسولای وای. هر افغان به ډوډۍ، ښوونځی، روغتون او د انساني ژوند ښه شرایط درلودلای.
د داسې اصلاحي سیاسي تشکل تلفات او قرباني به په هيڅ صورت له هغه شمېر څخه زیات نه وای چې په سیندونو کې ډوب شول او ماهیانو وخوړل، چې په یخچالي کانټینرونو کې یخ ووهل او یا هم په ځنګلونو کې د ځناورو یا سرحدي پولیسو د ګولیو ښکار شول.
که همدغومره افغانانو خپله فردي اراده ټولیزه (جمعي) کړې وای، نو له خپل هېواد څخه یې لوېدیځ جوړولای شوای، همدلته یې ځان‌ته کار، ګټه، فردي خپلواکي، مسوول نظام او ډېموکراټیک شرایط رامنځ‌ته کولای شول.
همدا هېواد یې په ارمان‌ښار (مدینه فاضله Utopia) بدلولای شوای. که هره اوونۍ اووه سوه افغانان، د مرګ تر بریده په ټینګه اراده، د ملي ـ سیاسي ژغورنې په پار د (ملي بدلون) په هوډ سره یو ځای کېدلای، نو اوس به افغانستان د اسیا سویس وای او هیچا به د دې پیاوړي ملت حق نه شوای تروړلای.
که د ټولنیزو اصلاحاتو لپاره مو ټولیزه (جمعي) اراده هماغومره پیاوړې وای لکه له هېواده د وتلو لپاره چې موفردي اراده پیاوړې ده، نو ټول انحصار ګر میلیونران به له نظام څخه شړل شوي وای، نظام به له دننه دومره پیاوړی وای چې بیا به ګاونډیو لاسوهنه نه شوه کولای، ترهګر به له ډاره د هېواد پولو ته نه شوای رانږدې کېدلای، لوېدیځ به دلته د خپلې ګټې په کبانو پسې اوبه نه شوای خړولای او بس دنیا به ګل او ګلزار وای.
زه ضمانت درکوم چې د یوه ویښ، باارادې او فعال څو میلیوني متشکل اصلاحي خوځښت په رامنځ‌ته کولو سره له افغانستان څخه جګړه، فساد، مخدرات، بې‌قانوني، غصب، لوږه، وزګاري او جهل له منځه تللای شي.
ټول هغه افغانان چې غواړي په هر قیمت له افغانستان څخه ووځي، که په یوه فعال، فکري، اصلاحي سیاسي ګوند کې سره راټول شي او د فشار یو لوی ملي ځواک رامنځ‌ته کړي، په حقیقت کې به د دېرشو میلیونو انسانانو ژوند د تل لپاره وژغوري، که داسې و نه شول زه هر ډول تاوان ته ولاړ یم.
یوازې خپله فردي اراده په ټولیزې هغې بدله کړئ. لوېدیځ ته مه ځئ، لوېدیځ دلته راولئ، په ډوډۍ پسې ځان مه ورکوئ، ډوډۍ همدلته تولید کړئ، په کار پسې مه ګرځئ، کار ایجاد کړئ، په خپلواکۍ پسې هېواد مه پرېږدۍ، بلکې خپل هېواد رښتینې خپلواکۍ ته ورسوئ.
د ټولیزې کډوالۍ ځینې تاریخي لاملونه اوږدمهالې وچکالي، له طبیعي پلوه د اقتصادي سرچینو نشت، لوی طبیعي ناورینونه (زلزلې، ناروغۍ، توپانونه او نور) کېدلای شي، عجیبه دا ده چې افغانستان له دې یوه سره هم نه دی مخ، موږ د نړۍ تر ټولو بډای طبیعت، پرېمانه اقتصادي سرچینې، لوی امکانات، ځوان او پياوړی بشري ځواک او طلایي سټراټيژیک موقعیت لرو، خو یوازېنۍ ستونزه مو د اصلاحاتو لپاره د ملي ارادې تشه ده، موږ د ټولیزې ارادې وچکالۍ ځپلي یوو، موږ د اصلاحاتو لپاره د ګډ شعور تشې وژلي یوو، موږ د ځانځانۍ زلزلې ویجاړ کړي یوو او موږ هغو شلو میلیونرانو تېښتې ته اړ کړي یوو چې خپل ظلمونه مقدس ګڼي او که دې دوی ته دومره وویل چې ظلم مه کوه، نو مخامخ دې پر وچویلي د کفر ټاپه وهي او ته هم د دې لپاره چې کافر نه شې، نو باید هېواد ورپرېږدې.
پایله: 
د تېښتې لپاره فردي اراده به دې بې‌وطنه کړي، یا به په اوبو کې ډوب شې او یا به په ډېر ذلت یوه لوېدیځ هېواد ته ورسېږې او هلته به څو کاله د سوسیال ساړه او خوسا شوي کبان خورې چې د تابعیت په ارمان زوړ شوې، نو ایله به یې ښاروند شې، هغه وخت به دې کورنۍ د زړو خلکو هوساینځای ته ورتحویل کړي او همداسې به په نومورکۍ کې مړ شې، بیا دې نو خدای وبښه. 
خو د اصلاحاتو لپاره ټولیزه (جمعي) اراده به دې ملي هوساینې، بشپړې خپلواکۍ، پرمختللي اقتصاد، ملي سیاسي شهرت، هوسا ژوند چاپېریال او د وجدان داسې سرلوړۍ ته ورسوي چې کورنۍ به دې تل ستا په نامه ویاړي. د ټولیزې ارادې په مټ ریښتینی (بدلون) همدې ته وایي، که راپاڅېږې، نو یاهو!!!!
سرخط‬ ورځپاڼه