ملکي وګړي د جنګ اصلي قربانیان دي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • خوشال خلیل
  • 901

  تر وسه وسه ټینګار شوی دی چې باید ژوند یې وژغورل شي. خو د افغانستان په جنګ کې دغه قواعد ډېر کم یا هیڅ نه رعایت کېږي. موږ وینو چې د طالبانو له خوا په ښارونو او عامه ځایونو کې انتحاري حملې کېږي، د برق مزې پرې کېږي، ښوونځي سوځول کېږي، عام وګړي بې له محکمې وژل کېږي او اسیران په صحرايي محکمو کې وژل کېږي.

بله خوا په حکومتي امنیتي ارګانونو کې هم داسې خلک شته چې دغه قواعد نه رعایتوي، که له یو کلي پرې برید وشي ټول کلی تر برید لاندې نیسي، له عامو وګړيو سره لکه د دښمن داسې چلند کوي، په ځینو سیمو کې موږ داسې راپورونه هم لرو چې له عامو خلکو سره تبعیضي چلند کېږي او د خلکو یوې لویې کتلې ته د دښمن په سترګه ګوري.
که طالبان یا نور وسله‌وال مخالفان دغه قواعد نه رعایتوي، هغوی هسې هم د جنګ په اړه نړيوالو قوانینو او اسلامي احکامو ته ژمن نه دي؛ خو حکومتي ځواکونه چې د وسلې مشروع انحصار له دوی سره دی، مسوولیت لري چې خپله وسله او قدرت سم استعمال کړي چې د عامو وګړيو له پاره سرخوږی جوړ نه کړي. ځکه دوی د افغانستان وسله‌وال پوځ برخه ده، د افغانستان دولت ځان د جنګ نړيوالو قوانینو او کنوانسیونونو ته ژمن بولي؛ نو تر مخالفانو د دوی قانوني او اخلاقي مسوولیت ډېر دی چې باید د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.
درېیم، که وسله‌وال مخالفان له جنګه لاس نه اخلي او زموږ دولتي امنیتي مسوولان هم په خپلو لیکو کې د بې‌نظمي پړه په جنګ اچوي، د قانون پلي کوونکي ارګانونه لکه پولیس هغوی هم د جنګ په پلمه خپلې لیکې نه اصلاح کوي او له ولسونو سره سالمې اړیکې نه شي جوړولای، له خپلو لیکو جنایت‌کاره او په جرم او جنایت تورن کسان نه شي ایستلای، خلکو ته د خدمت پر ځای د هغوی د ازار او اذیت سبب ګرځي، دا ډول چارې که دوام وکړي، پر خپلو امنیتي ادارو د خلکو باور صفر ته راښکته کېږي. لکه د بښنې د نړيوال سازمان په راپور کې چې ورته اشاره شوې ده چې پولیس په اکثره سیمو کې له خلکو سره سم چلند نه کوي، حتا له خپلې وسلې او قدرته چې د قانون د پلي کولو لپاره ورکول شوی دی، د قانون خلاف کار اخلي، کله چې قانون پلي کوونکي ادارې د قانون خلاف عمل وکړي بیا نو ګیله سړی له چا وکړي.
څلورم، د جنګ او بشري سرغړونو په مقابل کې دلته ولسي حساسیت او غبرګون هم ډېر کمزوری دی، که خلک په خپلو خولو کې ډوب دي او خپل غږ نه شي پورته کولای، دلته په سلګونو د مدني او بشري حقونو بنسټونه شته، دوی هم نه دي توانېدلي چې د جنګ ضد داسې تحریک وچلوي چې خلک له خپلو حقونو خبر او د زور زیاتي په وخت کې غږ اوچت کړي. دا چې ګورو هر کال د جنګ لمن پراخېږي، هر کال د ملکیانو وژل تر پخوا څو چنده ډېرېږي، د قانون پلي‌کوونکيو ادارو له خوا بشري سرغړونې کېږي، خو زموږ مدني بنسټونه او فعالان په دې کې پاتې راغلي دي چې د یوې قضیې په اړه منظم غږ پورته کړي او د متضررو خلکو لپاره عدالت وغواړي، که غږ هم پورته کړي یوازې په رسنیو کې دا خبره یو څو ورځې ښکته پورته شي، بیا تعقیبېږي نه چې عاملان یې تر مجازاتو ورسېږي او تر اخېره هغه قضیه تعقیب کړي. بل دلته د مدني بشري حقونو د فعالانو پر کارونو هم شک کول په کار دي، دوی یوازې پر هغو موضوعاتو او تاوتریخوالي باندې غږ پورته کوي چې د دوی له سیاسي، سمتي، یا هم ژبنيو تمایلاتو سره نږدې وي او بیا ورنه یوه سیاسي استفاده کولای شي، له دې پرته دوی عموماً په افغانستان کې د جنګ او بشري سرغړونو په ضد منظم تحریک نه دی چلولی.
په اخېر کې دولت ته په کار دي چې د افغانستان د بشري ناورین په اړه چې نړیوالې او ملي ادارې کوم تحقیقي راپورونه خپروي هغه جدي ونیسي؛ ځکه په دغه ډول راپورونو کې معمولاً ټولې اساسي ستونزې ټکي په ټکي ښوول کېږي، لازم وړاندیزونه ورسره مله وي، که په حکومت کې د خلکو د ژوند لپاره سیاسي اراده موجوده وي، باید د داسې راپورونو له خپرېدو سره سم غبرګون وښيي او د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر ونیسي. که جنګ روان وي، نړيوال به مو د وژنو شمېرې نیسي او حکومت د دې هر څه ننداره کوي، زموږ حال به ورځ تر بلې خرابېږي او د مرګ‌ژوبلې او بشري سرغړونو شمېر به کال په کال همداسې مخ په بره روان وي.
سرخط‬ ورځپاڼه