زه په چیغو له خپل کلي نه راستون شوم


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 340

 د تېرې پنج‌شنې ورځې سفر مې د لغمان تر مرکز، مهترلام ښاره و. د خپلوانو کور ته د یوې ناروغې پوښتنې ته تللی وم.

ناروغې تازه د لغمان په صحت عامه کې د اپنډیکس عملیات کړی و. پوښتنه مې ترې وکړه، ښه وه، خو نارامه وه. 
خپل درد ترې هېر و، خو د بل چا درد ځوروله. ویل یې؛ 
عملیات خانې ته یې په وینو ککړه ځوانه نجلۍ راوسته. نجلۍ چیغې وهلې، ټول واټ یې په سر اخیستی و. ورته ویل مې حوصله وکړه، خدای به دې ښه کړي، دومره ټپي نه یې. هغې دا ځل په زوره چیغه وکړه او په ژړا یې ویل، زه مې ځان ته خپه نه یم. زه یې بې‌موره کړم. کلي کې جنګ و. کور کې مو هاوان ولګېده، مور مې ځای پر ځای شوه، وه خدایه بې موره شوم!...
دا نجلۍ د الینګار ولسوالۍ له منګو څخه راغلې وه، منګو سیمه د ولسوالۍ له بازاره شاو خوا پنځه کیلو مټره واټن لري، یو وخت به په کې د اخترونو په ورځ مېلې کېدې، ډله ډله خلک به ور روان وو. د نورو ځایونو مېلې به ختمې شوې، خو دلته به جاري وې. د منګو مېلو نوم درلود، خو اوس ترې جنازې وځي. اوس پکې اورونه بل دي او اوس پکې نجونې بې‌موره کېږي.
د ټپي نجلۍ خیالي څېره مې همداسې په ذهن کې ګرځېده، خپله مور را یاد شوه، خو زما مور په خپل مرګ وفات شوې وه، د دې نجلۍ پر مظلومیت مې اوښکې تویې کړې.
شېبه وروسته بل چا خبره راواخیسته، خبره یې په یوه پوښتنه پیل کړه، خبر شوئ؟ او بیا یې خپله ځواب ته ستونی صاف کړ؛
څه موده وړاندې زموږ کلي کې وسله‌والو یو موټر ودراوه، په موټر کې یو ځوان له خپلې مېرمنې او دوو بچیانو سره ناست و. دا ماشومان په مهترلام ښار کې په کومه دیني مدرسه کې وو. مدرسې ته یې روان کړي وو. وسله‌والو ځوان ښکته کړ. ځوان محلي پولیس و. بې‌وسلې پولیس وډار شو، خپلې مېرمنې او ماشومانو ته یې وکتل. نور یې ښکته کړ. مېرمنې چیغې کړې، ماشومانو چیغې کړې، خو چیغو زړونه نرم نه کړل، چیغو انساني عواطف رابیداره نه‌کړل، چیغو افغاني غیرت راویښ نه‌کړ. ځوان په هوار سړک له وراخطايي منډې کړې، خو مرمۍ پرې ونښتې. مېرمنې لیدل چې خپل دنګ خاوند یې پر ملا راقات شو او ماشومانو لیدل چې خپل پلار یې پړمخې پر سړک ولوېده. وینو د سړک تور مخ سور کړ، شېبه وروسته یو خاوند او یو پلار په جسد بدل شو. وسله‌وال لاړل . ماشومان او مېرمن له همدې جسد سره بېرته کور ته وګرځېدل.
نکلچي ته مې زړه تنګ شو. هغه راته لوی دروغجن ښکاره شو. ما ته خپل کلی مالوم دی. زموږ د کلي خلک داسې نه وو. ښه مې یادېږي؛ 
ماشوم به له چاقو سره چرګ راووایست، تر ډېره به د کلي مخکې ولاړ وو، هر چاته به یې د چرګ د حلالولو ویل، خو ډېری کسانو به ویل، زړه مې رېږدي، نه یې شم حلالولای، بل چا ته ووایه! اخېر به کوم یو پیدا شو، شا به یې واړوله، چاقو به یې تېره کړ او ویل به یې، چاقو باید چرګ و نه ویني، وبال دی!
ښه مې یاد دي، کوم دوښمندار به خپل دښمن ته په کمین کې و، خو ماشې ته به یې ګوته نه ورتله، ویل به یې دوښمن سره یې ښځه وه، دا بزدلي ده، دا زموږ فرهنګ نه دی چې پر داسې چا ګوزار وکړو چې ښځه ورسره وي.
نه، دا زموږ خلک نه دي. زموږ خلک داسې نه وو.
یوه بل کیسه پیل کړه؛ 
معلم صېب یې وویشته، ښونځي ته روان و. لاره کې جګړه و. د جګړې دواړه غاړه مسلمانان وو. دواړه غاړه افغانان وو. د یوې کلمې وروڼه وو، خو چا پکې د دوښمنۍ کرښه راکاږلې وه. یو پر بل یې مرګوني ګوزارونه کول. مرمۍ د معلم په ګېډه کې ننوته ځای پر ځای يې وغورځاوه. اوس سورۍ ګېډه بستر دی. 
هغه معلم چې اولادونه یې په ګېډه ماړه نه وو. هغه معلم چې یوه ورځ ورته کوم شاګرد ویلي و، معلم صېب! تل دې همدا کالي په تن وي. هغه په عاجزۍ ویلي و، بله جوړه نوي کالي نه لرم!
ناستو کسانو کې یو بل کیسې ته راوړاندې شو، خو نور مې سر ګرځېده، نور مې ستونی ډک و. نږدې و ډک مجلس کې لکه ماشوم چیغه کړم. ځان مې کابو کړ همداسې په سرو سترګو را روان شوم.
ټوله لاره وېرېدم. هره نجلۍ چې به مې ولیده، ما ویل که ټپي ده او مور یې چا وژلې.
هر څوک چې به مې د سړک په سر مخې ته راغی، ما ویل که موټر به ودروي او د خپلو ماشومانو مخکې به مې وولي.
هر څوک چې به مې لاره کې ولید، ما ویل که کوم ښوونکی دی او چا ویشتلی او...
سرخط‬ ورځپاڼه