د ټاکنو ناوخته اعلان، جسارت که حقارت؟


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 198

 نکل دی چې پخوا زمانو کې یو نادار سړی و. هیڅ روزګار یې نه ښه کېده. دی او کورنۍ یې په نس ماړه نه وو. 

سړي ډېر کوښښ کاوه، خو د فقر له ګردابه نه راووت. اخېر مجبور شو، یو ملنګ ته ورغی، خپله غریبي يې ورته وژړله او بیا یې ترې د مالدارۍ دعا وغوښته.
ملنګ لاسونه لپه کړل، اوږده دعا یې وکړه او سړی ترې رخصت شو. لا څو ګامه تللی نه و چې نس خوږی پرې ولګېده. خولې پرې راماتې شوې. په تشه ګېډه شدید نس درد ته حیران و.
منډه یې کړه، له خلکو پناه شو او بیا معذرت ته کښېناست. درد شدید و، خو نس کې د استخراج لپاره څه نه و. د ځوځ بوټی یې کلک نیولی و او زورونه یې وهل چې بیا پرې درد شدیده حمله وکړه، نو ده لا بوټي ته فشار ورکړ. بوټی له بېخه راووت. تر بوټي لاندې یې په توره کټو سترګې ولګېدې. راپورته یې کړه. کټو له سرو زرو ډکه وه!
غریب حیران و، د خپل تندي خولې یې پاکې کړې. په رېږدېدلو لاسونه یې کټو نیولې وه او په اوتر نظر یې د سرو زرو پړکېدونکیو سیکو ته کتل. 
د ملنګ دعا وریاده شوه، مُسک شو او بیا یې ویل؛ ملنګ بابا، مالداره دې کړم، خو له کولمو دې خلاص کړم!
دا نکل راته پرون د ټولټاکنو د (بلا تشبیه) خپلواک کمېسیون د رییس له خوا، د تېرو انتخاباتو د پایلې له اعلان سره سم را یاد شو. رییس صېب هغه نتېجه اعلان کړه چې باید د (۱۳۹۳) کال د وږي په (۳۰مه) یې اعلان کړې وای.
که نتېجه په همدې شکل چې نن اعلان شوه، هغه وخت اعلان شوې وای او د ټاکنو د دويم دور د دوو مخکښو کاندیدانو (ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله) د رایو فیصدي ښودل شوې وای، نو د اساسي قانون (۶۱) ماده به نه نقض کېده. 
په دې ماده کې راغلي چې په دويم دور ټاکنو کې د لومړي پړاو له دوو ډېرو رایو لرونکیو کاندیدانو څخه، هر چا چې زیاتې رایې خپلې کړې، هماغه ولسمشر دی. 
دې ماده کې د پاتې راغلي کاندید لپاره د اجرایه ریاست د څوکۍ او له بریالي ولسمشر سره د واک د وېش ذکر نه دی شوی.
خو بدبختانه هغه وخت د ټولټاکنو رییس صېب پرته له دې چې د رایو فیصدي وښيي، نتېجه يې اعلان کړه. نږدې اته میلیونه رایه اچوونکي یې مشکوک کړل. ناندارۍ راپورته شوې او دې بې‌شرمه ناندریوو دویم ډېورنډ (جان کېري) ته پلمه په لاس ورکړه او هغه د افغانستان سیاسي واک په دوو برخو ووېشه.
د همدې وېش په ټس کې یوه ملي پروسه (ټولټاکنې) بدنامه شوه. خلک پر خپلو رایو، چې د سرونو د خطر په قبلولو یې کارولې وې، بې‌باوره شول.
د اصلاحاتو مخه ډب شوه. د مقرریو په اړه اختلافات اوج ته ورسېدل چې ښکاره بېلګه یې د ملي دفاع وزارت دی چې په دې حساس وخت کې لا هم بې‌وزیره پاتې دی.
کومه فیصدي چې اوس اعلان شوه، دغه فیصدي هغه وخت هم مالومه وه. تاسې کولای شئ د هماغې ورځې د پژواک خبري اژانس راپور وګورئ، خو وساتل شوه او داسې وخت اعلان شوه، لکه یو بې‌تجربې سوداګر چې په ژمي کې ساتلې شړۍ او وړین ټوکران په اوړي کې بازار ته وړاندې کړي.
د هر ځل په څېر دا ځل بیا دا پلمه وشوه چې هغه مهال د رایو د فیصدي اعلان د یوه مصلحت له مخې و نه شو او شاید دغه خبره بیا په بې‌خونده ډول تکرار شي چې اوس دا کار د یوه مصلحت له مخې وشو!
مصلحت هغه وخت وزن لري چې خیر یې خلکو ته ورسېږي، د شر دفع وکړي؛ هغه مصلحت چې له خیره یې شر زیات وي، مصلحت نه، بلکې شرارت دی.
یو مصلحت شاید دا و چې بایللي کاندید شور جوړ کړ، په یوه بازاري انداز کې یې وویل: ((اګر قطعه قطعه شوم، از حق مردم دفاع میکنم!))، خو دومره څوک نه و چې ورته ویلي یې وای؛ 
ډاکټر صېب! د خلکو حق دا دی چې د رایو یې درناوی وشي او د ګټونکي کاندید مطیع شي، نو له همدې دفاع وکړه.
د دې کاندید پلویانو په ډېرې سپین سترګۍ په خپلو تر نفوذ لاندې ځینو سیمو کې د لویو لارو پر سر لوحې ولګولې او د بایلونکي کاندید عکس یې د ولسمشر په توګه نصب کړ.
دا وطن کابو دېرش میلیونه وګړي لري. بدبختي دا ده چې همېشه د دومره سترې کتلې پر ځای د څو کسانو په ګټه له مصلحتونو کار اخیستل کېږي. 
دغه شان مصلحتونه به د لنډ مهال لپاره ستونزه حل کړي، خو د جانبي عوارضو خطر یې تر ګټې ډېر زیات دی.
خطر دا دی چې یو نامشروع دود رامنځ ته شو او هغه دا چې دعوه وکړه، نو نیمه برخه دررسېږي. 
د دې لپاره چې راتلونکيو دورو ته دغه شوم دود سرایت و نه کړي، نو باید د ټاکنو کمېسیون مشر له خلکو بخښنه وغواړي.
اجرایه رییس دې هم له خلکو بخښنه وغواړي او هم دې په ډېر درناوي نور خپلې ناقانونه دندې ته ادامه نه ورکوي. 
نظام ډېر پراخ دی، د ډاکټر عبدالله له پوهې او تجربې دې په داسې ځای کې استفاده وشي چې موثره وي.
سرخط‬ ورځپاڼه