د سولې راتلو ته څومره هیله‌مندي شته؟


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • خوشال خلیل
  • 221

 افغانان ملامت نه دي چې د سولې په روانو خبرو باور نه کوي، دلته دوی له لسیزو راهیسې دوه ټکي ډېر اوري چې یو جنګ دی او بل سوله او هغه چې جنګ کوي هم منطق یې دا دی چې خپل مخالفان به له مخې لېرې کوي او بیا به دلته یو ارماني نظام او حکومت راولي، تر دې مهاله دغه ډول ټولې وعدې او ژمنې سرچپه ختلې دي. 

اوس که د سولې په اړه واقعي ګام اخیستل کېږي، د سولې مخالف جهتونه د خلکو له همدغه باوره په استفادې چې ګنې پخوا دې شیانو نتېجه نه ده ورکړې، اوس یې هم نه ورکوي، دسولې پر ضد خپل تبلیغات کوي چې له بده مرغه ښه مارکېټ هم لري او خلک یې هم ورسره بدرګه کوي.
په دغه سولې‌ضد تبلیغاتو کې موږ وینو چې ځینې یې په پوهېدلي ډول او ځینې په ناپوهېدلي ډول له دغه تبلیغاتي بهیر سره یو ځای شوي دي او وايي سوله ناممکنه ده. خو چې ولې ناممکنه ده د دې لپاره معمولا پخوانیو ناکامو هلو ځلو ته اشاره کېږي، یا هم د سولې لپاره چې کومه نوې شورا جوړه شوې ده د هغې ترکیب او یا هم د طالبانو په صفوفو کې روان اختلاف او دلته د حکومت په منځ کې د ځینو کړیو ترمنځ روانو کشالو باندې استناد کېږي.
دا ټولې خبرې به ومنو، خو راځئ د سولې په اړه اوسنیو شرایطو ته په کتو چې په ملي او بین المللي کچه کوم سیاست روان دی هغې ته په پام که دغو روانو هلو ځلو ته تم شو، د پخوانیو دې ته ورته خبرو سره یې خورا زیات توپير لیدل کېږي.
اول؛ تر دې مهاله چې کوم توپير د پخوا په پرتله لیدل کېږي هغه دا دی چې اوسني حکومت خپله ټوله انرژي د سولې اړوند خبرو باندې راټوله کړې ده، په تېر یو نیم کال کې د خورا بد اقتصادي حالت او رنګارنګ فشارونو باوجود هم حکومت بیا هم په سولې ټینګار کوي او فکر کوي چې که سوله نه وي هیڅ پرمختیايي کار امکان نه لري چې مخ ته یووړل شي. سره له دې چې د ملي وحدت حکومت له بېلابېلو ډلو ټپلو جوړ شوی دی او په خپلو کې یې د قدرت په وېش هره ورځ لانجې روانې وي او دغه کار د هېواد چارې له خنډ سره مخ کړې دي؛ خو د سولې په اړه د حکومت دننه داسې جدي مخالفت نه دی راپورته شوی، یانې په پرنسیپ کې ټول غواړي سوله راشي، خو دا چې په جزییاتو سره مخالفت لري دا یوه طبیعي خبره ده. د سولې د رواستو په اړه دومره قاطعیت او جدیت چې اوس لیدل کېږي پخوا زموږ په سیاستوالو کې دا ډول تمایل نه لیدل کېده، ځکه هلته فکر کېده چې د جنګ له لارې کولای شي طالبان او نور مخالفان مات کړي او دوی همداسې د امریکا په ناز او نعمت کې پاتې شي.
دویم؛ په نړيواله کچه هم د افغان سولې په اړه کوم جدي اقدام نه و شوی، پخوا چې د سولې کومه عالي شورا د سولې د راوستو په مقصد جوړه شوې وه، سره له دې چې جاپان، امریکا او بریتانیې ورسره میلونونه ډالره مرسته وکړه؛ خو دا چاره یې بیا هم افغانانو ته پرې‌ايښې وه او دوی ورسره غرض نه کاوه، حتا د هغو پیسو پوښتنه یې هم نه کوله چې دوی به د سولې په مقصد ورکړې وې، دغه شورا تر اخېره و نه توانېده چې حتا د طالبانو یوه وړه ډله هم قانع کړي چې له دوی سره یو ځای شي. دا هغه وخت و چې حکومت او نړيوالو داسې ذهنیت رامنځ ته کړی و چې ګنې د افغانستان جنګ یو داخلي جنګ دی او که افغانان په خپلو کې سره جوړ شي، هر څه به سم شي.
کله چې نوی حکومت راغی د افغانستان د جنګ له ماهیته چې کوم تعریف کېده هغه یې بدل کړ، دا جګړه یې د افغانانو د خپل‌منځي جګړې پر ځای یوه بین المللي جګړه وبلله چې د سیمې او نړۍ ډېر هېوادونه پکې ښکېل دي چې یو اصلي طرف یې پاکستان دی. هغه پخوانی تصور يې چې ګنې دا یوه بین‌الافغاني کشاله ده، بدل کړ او دا یې د سیمې او نړۍ کشاله وبلله، د دې جنګ په اړه نوی تصور چې ایجاد شوی دی هغه دا دی چې د دې جنګ بندول د افغانانو له وسې بهر خبره ده، چا چې پيل کړی او کوم هېوادونه چې پکې ښکېل دي، د هغوی له مرستې پرته دا امکان نه لري چې جګړه بنده شي. له همدې امله نوي حکومت هڅه وکړه چې د چین، امریکا، پاکستان له سیاستوالو او د قدرت له مراجعو سره په تماس کې شي او هلته لابي وکړي چې د سولې راوستو لپاره یې همکارۍ ته راوبولي. روانې څلوراړخیزې ناستې او بیا د سولې لپاره د یوې لارې و نقشې جوړول د همدغه هلو ځلو او د جنګ په اړه د نوي تصور زېږنده ګڼلای شو.
درېیم؛ بل فرق دا دی چې پخواني حکومت د سولې د راوستو لپاره کومه منظمه او تدوین شوې سټراټېژي نه درلوده، سټراټېژي هغه وخت جوړېږي چې ته اول دښمن وپېژنې چې له چا سره جنګېږي، پخواني حکومت فکر کاوه چې کوم کسان د حکومت په ضد جنګېږي دا ټول ناراضه خلک دي چې د امریکا د ظلمونو له لاسه تښتېدلي دي او طالبان شوي دي، که چېرې د دوی خبرو ته غوږ ونیول شي او سیمه‌یز مشکلات یې حل شي نو له جنګه به لاس واخلي، دوی میلیارډونه ډالره د دغو خلکو د رضایت د ترلاسه‌کولو په پلمه ولګول خو اخېر هم هیڅ. دا خبره یې په داخلي برخه کې سمه وه، خو دا چې څوک د دغه نارضیانو ترشا ولاړ دي او که دوی راضي شي بیا به د نورو نارضیانو تر شا درېږي هغې ته یې توجه نه کوله. اوس چې کله موږ د وسله‌والو مخالفانو په اړه د حکومتي مشرانو خبرې اورو، داسې ښکاري چې دوی غوڅ دریځ لري. دوی د سولې په خبرو د ټینګار تر څنګ دا هم وايي چې موږ به د نظام لاس‌ته‌راوړنې ساتو، د هغه کسانو پر ضد به جدي اقدام کېږي چې د خلکو ژوند تهدیدوي، د ملي وسله‌وال پوځ تشویقېږي او تر وسه وسه کوښښ کوي چې دوی ته روحیه ورکړي.
څلورم؛ د کابل په وروستۍ څلور اړخیزه ناسته کې یوه خبره چې بېخی نوې وه، دا ده چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه به هڅه کوي چې دیني مراجع او دیني علماء تشویق کړي چې د ټروریزم او هغو کسانو پر ضد چې شر جوړوي فتواوې ورکړي. دا چې اوسنۍ جګړه د مخالفانو له خوا په دیني توجهیاتو روانه ده او پلمه یې دا ده چې دوی د خدای د رضا لپاره جنګېږي، که چېرې دیني علماء د دې جګړې پر ضد ودرېږي دا د وسله‌والو مخالفانو دیني منطق کمزوری کوي. په تېر یو کال کې چې د افغانستان په دننه کې دیني علماوو د ملي اردو پر ملاتړ او د مخالفانو پر غندنه څومره څرګندونې کړي دي، په تېرو دیارلسو کالو کې دومره کار نه و شوی.
موږ په تېرو دیارلسو کالو کې له هیڅ دیني مرجع حتا د افغانستان له علماوو شورا چې د حکومت معاش خوري، د انتحار، وژنو او نورو جنګونو په غندنه کې کوم بیان نه دی اورېدلی، اوس په اکثره ځایونو کې ګورو چې دیني علماء د خپلو سرتېرو په غاړه کې ګلونه اچوي او بیا د هغوی مبارزه او له وطنه دفاع ستايي. په دغه څلور اړخیزه ناسته کې پر دې ټکي ټینګار چې دیني مراکزو ته باید مراجعه وشي د مخالفانو د دیني منطق د کمزوري کولو لپاره یو مهم ګام دی.
پنځم؛ اوس چې د کابل له ناستې وروسته پرېکړه شوې ده چې بله ناسته به مخامخ له طالبانو سره په پاکستان کې کېږي، پوښتنه پیدا کېږي چې ایا طالبان به هلته برخه واخلي او که نه؟ یا پاکستان د خبرو لپاره ښه انتخاب دی او که نه؟ په داسې حال کې چې تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، د قطر دفتر د کابل له خبرو او په پاکستان کې په بله ناسته کې له مخامخ خبرو بې‌خبري ښوولې ده.
خو لکه د ملاعمر د مړینې تر خبر مخکې چې په مري کې کومې خبرې وشوې هلته د پاکستان حکومت په وساطت د طالبانو مشرانو برخه اخیستې وه، دا ښيي چې پاکستان که وغواړي دوی د مذاکراتو مېز ته را کاږلای شي، دا چې طالبان ټول د پاکستان په خاوره کې امن دفترونه، کورونه او مرکزونه لري؛ نو پاکستان د خبرو لپاره مناسب ځای دی، لکه د مري په غونډه کې يې چې طالبان هلته حاضر کړای شول، که پاکستان د بین المللي فشارونو له امله او د خپل کورني سیاست او جنجالونو له امله دې ته حاضر شوی وي چې له افغان حکومت سره غاړه یوسي؛ نو دا کار هم کولای شي چې طالبان هلته د خبرو مېز ته راکش کړي.
په اخېر کې دومره ویلای شم چې د سولې په اړه د څلور اړخیزو خبرو او ناستو په اړه موږ یو عمومي تصویر په ذهن کې لرو، یا هغه څه چې رسنیو ته راوځي پر هغې قضاوت کوو، خو معمولاً په داسې ناستو کې اصلي خبري او سیاسي چنه‌بازۍ د پردو شاته وهل کېږي او بیا هغه څه مخې ته راځي چې دوی یې دباندې ایستل غواړي. تر دې مهاله یې یو لوی توپير چې لیدل کېږي هغه دا دی چې دا ځل د جنګ تعریف، د دښمن تعریف او د سولې د راوستو لپاره چې څوک څه کولای شي او نه شي کولای او بیا سوله تر کوم میکانیزم لاندې راځي دا اړخونه خورا روښانه مالوم دي، چې همدغه ټکي سړی هیله‌من کولای شي که خبرې په همدغسې منظمه توګه دوام پیدا کړي، ګوندې یو څه ترې جوړ شي.
سرخط‬ ورځپاڼه