چې څه دې وکړه ښه دې وکړه ...


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله ځواب
  • 991

څله  راغلى  وې   په  څه  بانه  واپس  لاړې
چې دسائل د زړه په پورې ور دې څه وليکل

ګلاب ګلاب راغلې لمبه لمبه واپس راغلې
چې د سايل د زړه په پورې ور دې څه وليکل

 فرهاد ٢٥ کاله د خپلې ورکې شېرينې پسې ددې نيمګړې نړۍ هره لرې او نېږدې ګوښه ولټوله ، په غرونو او سمو وګرځېده،څو جوړه  پڼې يې زړې کړې، د پښو په تلويې ډېرې تڼاکې را پيدا او ماتې شوې؛ خو هغه سترګې يې و نه لېدې په کومو سترګو پسې يې، چې يې پرهرونو لکه د غوټيو خولې بېرته کړې وې.

  دې ( فرهاد) خپلې ورکې شېرينې پسې لکه د هغه ( فرهاد) ډانګ په ولي کېنښود؛ خو کټ مټ يې د همغې په شان په غرونو کې کلنګونه و وهل او د کند کچکول پر ځاى يې د درمې يوه داسې خوږه شپېلۍ وغږوله، چې د سوو نغمو انګازې به يې تر عمره عمره په دې دنګو غرونو کې خورې وي :

څه ايرې ايرې کانې ورباندې وشوې
چې ډيوې سره پتنګ خبرې وکړې

بيا د چا شيرېن يادونه ور په ياد شول

چې فرهاد کلنګ کلنګ خبرې وکړې

          زما د ملګري ( ګهيځ ) دخولې خبره ده، چې فرهاد ورته د خپلې يوې څلوريځې په اړه کړې وه ، دى وايې فرهاد راته ويل : (( کله مو، چې کډه باجوړ نه کونړ ته راغله؛ نو په اولو شپو ورځو کې د غميو يو سوداګر سره مزدور شوم او د کونړ په غرونو کې به مو قيمتې کاڼې را ويستل ، يوه ورځ ډېر ستړى شوم، غرمه وه د غره را مات شوي سيوري ته مې ډډه ووهله، سر مې په زنګنونو کېښود فکر مې کاوه، چې لاسونه پرې زموږ تڼاکې شو او غمي به يې خدايزده د کومو وطنونو  پېغلې په غاړکيو کې ږدي، په همدې سوچونو کې ډوب وم، چې دا بيتونه را باندې راغله.))

يو خو مې ګلرنګه  ياره  ته  له  ياده  نه    وځې

زما  له  ياده  وځې؛ خو د  زړه  له  ياده  نه  وځې

چېرته چې فرهاد وي بس غېږه کې يې ونيسي
ښايي  چې  شېرينې لا  د غره  له  ياده  نه  وځې

 

           فرهاد د يو شمېر دلګانو او دوسانو په څېر خپل کلي کې له ميلمه نه پټېده او تل يې د مينې غېږ د ټولو فرهنګيانو په مخ پرانيستې وه، ښه مې په ياد دي ، چې زه او کمالزى په څه کار پسې کونړ ته راغلي وو دوه ورځې راسره غريب ښکته پورته وګرځېده  دومره قدر يې زموږوکړ، چې ځان پورې يې خجالت کړو او بيا چې کله تللو؛ تر هډې يې بدرګه کړو، يو خوا، بل خوا يې وکتل په منډه يې يوه خلته کې انګور راواخيسل ويل دا به په لاره راواخلئ ، يخ يخه به يې کړئ او چې خواړه مو ؛ نو زه به در ياد.

پښتون فرهاد ډېر رازونه د خپل ميئن زړه په ورشو کې وکرل او د ګلونو په څېر شعرونه  يې ملګرو ته  په لاسونوکې د نښې په توګه پرېښول 

 فرهاد ټول ټال ٢٥ کاله ژوند وکړ، په دې کې اوه هغه د ماشومتوب کلونه او پاتې اتلس يې له نيمايي نه زيات په منډو رامنډو اونور يې په خوب تېر شو، مګر په خوب کې يې هم د بخت له ستوري او د خيال له ګربته  همدا غوښتنه کړې، چې لږ په لوړو وګرځي، ځکه که چېرته دى خپله نه وي لکه دا اوس؛ نو د خيال د ګوربت په لوړو الوتونو به ددې جوګه شوى وي، چې څوک يې وستايي او په ساندو کې يې ياد کړي .

هسې خبره مې د خداى بښلي فرهاد د نيمګړي ژوند کوله ، فرهاد ډېر لږ وخت زموږ او ستاسې په منځ کې تېر کړ،  که چېرته  تاسې دنوموړي د کتاب  د لاس د کرښو سريزه په غور لوستي وي؛ نو هغه له ډېرو خلکونه د ژوند د اوبو پوښتنه کړې وه؛ خو چا ورته هم د هغې اوبو چينه نه وه ور ښودلې د کومو اوبو په څښلو، چې ژوند اوږدېږي...

په دې وروستيو کې به مې چې فرهاد ليده يا به مې ورسره په تېليفون خبرې کولې؛ نو لکه د مات سپاهي په څېر له ژونده ناهېلى شوى ښکارېده او زما په اند ټول ارمانونه يې دوخت سپېرو سيليو ريژولي وو، ده تل دا هڅه کوله، چې خپل ياد تازه و ساتي، ګورئ !  چې خداى پاک يې دا ارمان پوره کړ او ياد يې د تل لپاره زموږ د ټولو د لاسونو په کرښو کې پاتې شو.

 ما، چې کله د اروا ښاد فرهاد د کتاب سريزه د هغې له مرګه وروسته ولوسته ؛ نو د خداى بښلي (اسحاق  ننګيال ) صيب هغه غزل يې را په ياد کړه، چې تر  مرګ  لږې شپې وړاندې يې  ليکلې وه  (  ننګيال ) صيب ويلي وو ( يو  باد را لږېدلى ما  له  ځانه  سره  وړي ) کله مې، چې د دواړو خداى بښلو په وړاندوينو فکر وکړ؛ نو باور وکړئ دواړه راته د خداى پاک  نازولي وليان ښکاره شول  .

د دې ټولو خواريو او کوششونو سره سره په ګران فرهاد داسې ترخې شېبې هم راغلي، چې له خولې نه يې ورته  کاواکه  دا الفاظ وويستل :  ( سل ځلې مې زړه وشي، چې د ژوند دا دروند پيټى د مرګ په دمه ځاى کې کېږدم؛ خو څه وکړم وېرېږم، چې هسې نه دا ( دمه ) هم ستړې شي بيا به چېرته څوک  زما په شان له ستړو نه پيټي نه نيسي )  نه پوهېږم، چې څنګه د مرګ د ( دمې ) خبره فرهاد سره يوه شوله  او يو بل ته ورغاړې واته

 په دې ډېر خوښ يم، چې ګران فرهاد نه تش لاس لاړه او نه يې دلته خپل ځاى ناستى تش پرېښوده،(  ستورى ) د اسمان د ستورو په څېر هسک ، فواد لکه د فولادوکلک او پسرلى د ګلاب غوندې  تازه غواړم...

په اخره کې يې ورونو، خپلوانو اوتر ټولو نېږدې ملګرو  ( ټکر او غروال )  ته له خدايه  صبر غواړم او ريښتيا د ګران فرهاد دا ټپه ډېره خوښېده :

چې څه دې وکړه ښه دې وکړه
نور مې پلو په مخ راخور کړه خوب راځينه

 
په مينه

عزت الله ځواب
١٣٨٥ / د چنګاښ ٢٨

دمينې   جونګړه / جلالکوټ