سیاسي سقوط؛ له حقیقته تر انحرافه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • میرویس جواد
  • 308

د امریکا د ملي امنیت ادارې ريیس، ۲۰۱۶ کال د افغانستان لپاره خطرناک بللی او ویلي یې دي، په دغه کال کې افغانستان د سیاسي سقوط له خطر سره مخ دی. 
د امریکا د ملي امنیت ريیس جېمز کلپر نه دي ویلي چې سیاسي سقوط په څه مانا دی؟ ایا د افغانستان حکومت به سقوط کوي؟ یا دا چې افغان ځواکونه له ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای له خپل هېواد څخه دفاع وکړي؟ 
که افغان ځواکونه له ستونزو سره مخ وي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا، توان او پایښت په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې د څه شي پر اساس وې/ دي؟ نوموړي دا هم نه دي ویلي چې په دغسې حالاتو کې د امریکا ونډه او دنده څه ده؟
د عامه اذهانو د کنټرول هڅه
افغانستان د جګړې ډګر دی. په طالب، حزب اسلامي، داعش، ازبک جنګیالیو، او یغور بېلتون غوښتونکو او ... سربېره، زیاتې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او هره ډله د خپلو اهدافو ترلاسه کولو په لټه کې ده. 
هره ډله بېل اهداف لري، خو په مجموعي توګه دوی یو ګډ هدف لري: د نظام او دولتي حاکمیت نسکورول.
د همدغه هدف ترلاسه کولو په لړ کې دی چې دغه ډلې افغانستان کې د پښې ځای پیدا کوي او له دې لارې خپلو نورو اهدافو ته رسېږي، خو افغانستان یوازې د تودې جګړې ډګر نه دی، دلته هر بل هېواد تلاش کوي، نیابتي جګړو ته هم دوام ورکړي، ایران د امریکا او داعش پر ضد له طالب څخه ملاتړ کوي، پاکستان او هند په سیالۍ کښېوتي دي، روسیه د داعش پر ضد له طالبه ملاتړ کوي، د چین او امریکا سیالي بیا په اقتصادي او سیاسي برخو کې دوام لري.
د جګړې په ډګر کې بریا، د مقابل لوري د روحیې کمزوري کولو، د خلکو را جلبولو او د سیاسي برلاسۍ لپاره تبلیغاتي او فکري جګړه هم روانه ده او هر لوری دا هڅه کوي چې د مقابل لوري د روحیې کمزوري کولو، د بریاوو ضعیف ښودلو او د خپلو لاسته راوړنو او کامیابیو برجسته کولو په هدف، په پراخو تبلیغاتو لاس پورې کوي. 
د همدغو اهدافو پوره کېدو او د لوبغاړو زیاتوالي له امله نرمه جګړه نوي پړاو ته رسېدلې او هر لوری هڅه کوي چې که د مقابل جانب ماتولو توان و نه لري، نو حداقل خپل پلویان په اوسني شمېر کې وساتي.
لوی هدف بیا دا دی چې د ټولو مخالفینو په ماتولو په تودې او کلکې جګړې سربېره، په نرمې جګړې کې هم میدان وګټي، خو بریا د هغه چا په برخه وي چې امکانات یې زیات وي.
امریکا د دغې جګړې لپاره فکري اساسات رامنځته کړي. دوی له لسیزو را په دې‌خوا د نرمې او فکري جګړې په اړه فکر کړی دی، بنسټونه یې جوړ کړي، رسنۍ په واک کې لري او ټوله هڅه یې دا وي چې څنګه، له کومو لارو او څه ډول عامه اذهان تر خپل کنټرول لاندې راولي.
دا چې امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د خپلو وتلو په پلان کې تغییر راوستی، دا چې دوی په افغانستان کې د داعش پر ضد خپل عملیات شروع کړي، دا چې دوی هلمند ته خپل عسکر لېږلي، دا چې د پنټاګون مشر وايي، د نامالومې مودې لپاره امریکا په افغانستان کې پاتې کېږي او ... دا ټول دې‌ته اړتیا لري چې امریکایان له دغو سیاستونو سره مله وي.
د امریکا مالیه ورکوونکی باید په دې پوه وي چې مالیه یې چېرې او څنګه مصرفېږي، امریکایي وګړی د جګړې په اړه وضاحت غواړي، امریکایي مور او پلار نه غواړي زامن او لوڼې یې په جګړو کې و وژل شي، دوی ته د افغانستان ۱۴ کلنه جګړه تر پوښتنې لاندې ده، دوی پر عراق برید ناسم ګڼي او حتی نه غواړي چې په وروستیو تحولاتو کې دې د امریکا ونډه زیاته وي؛ خو برعکس د امریکا حکومت او سیاستوال دا ټول څه غواړي.
دا چې څنګه به امریکايي سیاستوال، امریکايي وګړي له ځانه سره همغږي کوي، ایا له تبلیغاتو پرته بله لار لري؟ زما ځواب منفي دی او د همدغو مواردو په پام کې نیولو سره، دا خبره بې‌ځایه نه اېسي چې ټول تبلیغات په افغانستان کې د حضور د دوام لپاره دي.
د امریکا مسوولیت
د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه داسې تړونونه لاسلیک شوي چې پر اساس یې، دواړه هېوادونه د یوه بل پر وړاندې وجایب او مکلفیتونه لري. د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سټراټیژيکو همکاریو تړون په چوکاټ کې دواړه هېوادونه پر اوږدمهاله ملګرو بدل شوي او په ترڅ کې یې امریکا ژمنه کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
همدا راز د کابل واشنګټن امنیتي او دفاعي سند پر بنسټ، د افغانستان دښمن پر وړاندې امریکا پر اقدام مجبوره ده او د ګډ دښمن له منځه وړلو په موخه امریکا باید میدان ته راودانګي. 
د دواړو سندونو پر اساس، امریکا په افغان حکومت سربېره، له افغان ځواکونو هم ملاتړ کوي. د دغو ټولو مکلیفتونو په بدل کې، امریکا ته په افغانستان کې پوځي اډې ورکړل شوې دي.
که د یوې شېبې لپاره د جېمز کلپر څرګندونې تبلیغات و نه ګڼل شي او فرض کړو چې افغانستان واقعا له سیاسي سقوط سره مخ دی، دلته د امریکا مسوولیت څه دی؟ ایا یو ځل بیا د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر افغانستان ته شا کوي؟ د امنیتي سند او سټراټیژيکو همکاریو تړون برخلیک بیا څه دی؟ د امریکايي ځواکونو موجودیت د څه لپاره دی؟ ایا افغانستان به یو ځل بیا د نړيوالې ترهګرۍ پر مرکز بدل نه شي؟
واضح ده چې د سیاسي سقوط پر مهال، د هرې کورنۍ، سیمه‌ییزې او نړيوالې بدبختۍ رامنځ‌ته کېدل شونې کېږي او دا دقیقا هغه څه دي چې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي او حتی د امریکا په بدنامۍ منتج کېدای شي. 
په نړيواله کچه د امریکا اوسني موقف، ځای ځایګي، سیمه ییزو او نړيوالو سیالیو او تاریخي میراث ته په کتو، په اوسنیو شرایطو کې قطعا امریکا حاضره نه ده چې د افغانستان د سیاسي سقوط ننداره‌چي و اوسي.
څه باید وشي؟
دا چې د نرمې جګړې په ډګر کې امکانات نه لرو، نو تولید هم نه‌شته. د رسنیو، فکري جنګ، تبلیغاتو او په مجموع کې د نرمې جګړې په برخه کې د تولیداتو نه‌شتوالی د دې لامل کېږي چې د نورو له تولیداتو په استفادې، مخاطب ته قناعت ورکړو او پر خپل لوري یې رامات کړو.
دا چې تولیدات بهرني دي او د یوه خاص قشر لپاره چمتو کړی شوي، نو بلې جغرافیا، سیمې او هېواد ته په وردننه کېدو نوی رنګ خپلوي. 
په دې سربېره چې د امریکا د ملي امنیت رئیس جېمز کلپر څرګندونې د امریکا دننه، کورنی مصرف درلود، افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا له امله هم ورته لمن ووهل شوه او ټولو هڅه وکړه چې په خپل زعم یې تعبیر کړي.
په دې جریان کې هر لوري د خپل ذوق، غوښتنو، اهدافو او لیدلوری پر بنسټ د کلپر څرګندونو ته وکتل او هڅه یې وکړه چې خپل ذهني ترشحاتو سره یو ځای یې خلکو ته وړاندې کړي؛ اما له اصلي پیغام څخه ډېر خلک یا منحرف شول، یا یې هم وغوښتل چې د همدې موضوع له لارې خپل اهداف ترلاسه کړي.
په دغسې حالاتو کې دا مهمه ده چې د موضوع سرچینې ته په دقت سره وکتل شي، اهداف یې راوسپړل شي، د اهدافو او راتلونکو پلانونو په رڼا کې د دوی کړنې وڅېړل شي، غوښتنې یې په ګوته شي او د پردې شاته مواردو ته نظر واچول شي.
له همدې لارې شونې ده چې د پام وړ او مثمرې نتېجې ته ورسېږو. له دې پرته د ترکستان پر لور درومو او له انحراف سره مخ یو.
سرخط‬ ورځپاڼه