دا کابل دى


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • علم ګل سحر
  • 1152

دوى څلور پنځه تنه وو، په مازې خبره يې زما د كېگلو كراچۍ چپه كړه. زه هم پوه نه شوم هغه يو مې چېگ كونډۍ ږيره يې لرله پر پوزه په سوك وواهه، له پوزې يې وينو داره وكړه، د وينو په ليدلو سره يې نورو ملګرو له هرې خوا پر ما حمله وكړه، نور زه هم نه يم پوهېدلى، خو د دوى د مشر خبرې مې واورېدې:
_ پرې يې ږدئ مړى څوك په لغته نه وهي، دا نورو هم وليد ښه دى د ټولو لپاره چې په پردي وطن كې كلانكاري كوي، د عبرت سبق شو.
تر مازيګره همغلته پروت وم، خدايزده خپلوان به مې له كومه خبر شوي وي راغلل او روغتون ته يې ولېږدولم، لكه چې ډاكټرانو هم زما مړينه تاييد كړې وه، ځكه د ټولو خپلوانو سترګې سرې وې، د پېښور د ګرمۍ له وېرې يې وطن ته زما د جنازې د لېږدولو عاجله پرېكړه وكړه، په همغه شپه يې د فلاينكوچ موټر ته زما جنازه پورته كړه او موټر د وطن پر لوري حركت وكړ.
په لومړي پاټك كې پوليس موټر ودراوه.
_ مړه ماجره بيا دې څه شي رابار كړي دي؟
_ صيب دغه مړى دى چې خراب نه شي، وطن ته يې وړو.
_ هوم.
_ هو، صيب ګرمي ډېره ده، چې هسې يې ژر وطن ته ورسوو او خاورو ته يې وسپارو.
پوليس نور هم را نژدې شو، د ګل وزير سترګو ته ځير شو، بيا يې لاسي څراغ ولګاوه او سترګې يې د هغه په سترګو كې ښخې كړې.
_ ښه ښه پوډري داسې ووايه چې خپله مې وواژه او اوس يې مړى له سترګو الونيا كوم.
_ نه صيب داسې مه وايه دا مې...
_ نو پرې دې ږدم چې همداسې يې يوسې؟ ها.
_ دا مې د تره زوى دى، په دې وطن كې نور څوك نه لري د خوارۍ غريبۍ لپاره راغلى و.
او په ژړغوني غږ يې پسې زياته كړه:
_ غريب يې په مسافرۍ كې وواژه.
پوليس وخندل، په مسخرو يې وويل:
_ مړه دا خبرې بل چا له وكړه، ما نه شې دوكه كولى.
ګل وزير يې پښو ته ورولوېده په زاريو يې پيل وكړ، صيب په موږ ناوخته كېږي اجازه راكه چې لاړ شو.
_ وه وه، سړي وژني او بيا اجازه هم غواړي چې لاړ شي.
ګل وزير ډېرې زارۍ ورته وكړې خو د پوليس زړه يې نرم نه كړ، ما چې د پوليس قهر او ټينګار او د ګل وزير زارۍ وليدې خداى شته، زه هم پر ګل وزير شكي شوم، هسې نه چې همده وژلى يم، كېگداى شي زما قاتل ګل وزير وي، كېگداى شي هغه څلور، پنځه تنه د ګل وزير سړي وي او د ده په دستور يې وژلى يم، په غوږونو كې مې دې خبرو انګازې كولې چې ګل وزير له پوليس سره د موټر شا ته ولاړ دى، په دې خپلو ګناهګارو سترګو مې وليد چې سره سره لوټونه يې وروشمېرل، شك مې لا پسې زيات شو زړه مې و چې پوليس ته نارې كړم د خداى لپاره مه پرېږده همدغه زما قاتل دى، زه ده وژلى يم، زما ځمكو ته يې سترګې پټې كړې دي.
پوليس پخپله مخه ولاړ او موټر هم خپله لار ونيوله لږ وړاندې يو بل افسر د سړك پر منځ ولاړ او اوږده لرګي يې د موټر درولو په اشاره ښوراوه، موټر ودرېده. پوليس د موټر دروازه خلاصه كړه، د كوزېدو امر يې وكړ په موټر كې يې تابوت ته اشاره وكړه، بيا يې ګل وزير ته مخ ور واړاوه.
_ دا قاچاق دې چېگرته بار كړى دى؟
_ قاچاق نه دى، دا مړى دى وطن ته يې وړم.
_ وطن ته؟
_ هو صيب.
_ كوم وطن ته؟
_ بس خپل وطن ته يې وړم.
پوليس په غوسه وويل:
_ ته هم وطن لرې؟ هله ژر يې كوز كړه.
د موټر ډرېور منځګړتوب وكړ.
_ واخله صيب دا پنځه سوه ګون واخله چې په موږ ناوخته كېږي.
_ نه نه دا د پنځو سوو خبره نه ده، د پنځو لكو خبره ده ته قاتل رانه په پنځه سوه خلاصوې؟
د ګل وزير حوصله هم لكه چې نوره ختمه شوې وه.
_ څه قتل خو مې نه دى كړى، خداى ناترسو ولې مې په عذابوئ، پرې مې ږدئ چې په خپل غم وژاړم.
دې خبرې د پوليس قار نور هم پسې زيات كړ، ګل وزير يې تر سوكانو لاندې كړ، له خولې يې وينې روانې شوې، خو ډريور په دې چلونو ښه پوه و، د پوليسو افسر يې د پېښې له ځايه لږ ليرې بوت، خدايزده څه به يې ورته ويلي وي، له هغې خوا ډرېور يوازې راغى،ګل وزير ته يې لږگ په غوسه وويل:
_ راځه سپرېږه خداى دې خوار كه، نژدې خو يې وژلى وې ته په دې هم نه پوهېږې د پوليس په خوله كې څه زار مار وڅڅوه، بيا كه سړى وژنې كه قاچاق وړې سرې سترګې ګرځه.
پر لاره درې څلور ځايه نور هم پوليسو موټر ودراوه، ډرېور په ژبه ورسره پوهېده، موټر به يې نور ډېر نه ځنډاوه.
غرمه مهال موټر پر پوله واوښت، د وطن ساړه شمال په ګل وزير او ډرېور كې هم ساوې وچلولې، پوليسو ته يې په كنځلو او ښېرو پيل وكړ، دوى په همدغو شكايتونو او ښېراوو لګيا وو، چې موټر پاټك ته ورسېده، يوه تن موټر په ربړينه تازيانه وواهه، ډرېور وركښته شو، وسلوال په غوسه ورته وويل:
_ د خان زويه دا سر دې ولې لوڅ دى؟
_ دا خو صيب هلته ډېره ګرمې وه او بيا يې ژر ژر له سر څخه دسمال راتاو كړ.
وسلوال ګل وزير تر ږيرې ټينګ ونيو:
_ دا څه شى دى؟
_ ږيره ده صيب.
_ ږيره داسې وي، لږ شرم وحيا ښه وي، په موټر كې دې څه شى بار كړي دي؟
_ شهيد دى وطن ته يې وړو.
وسلوال په تعجب وويل:
_ شهيد؟ شهيد خو له دې خوا خلك وړي، له هغې خوا شهيد له كومه شي؟
_ هلته يې جنګ كړى و، مساپرو، د پانتون (پوهنتون) وستاز و، بې ګناه يې شهيد كړ.
_ هر لوګه بوګه ته شهيد مه وايه، چې ګناهګارېږې داسې ووايه چې. . .
ګل وزير په تروه ټنده ورته وويل:
_ هر څه يې چې بولې، اوس په موږ ناوخته كېږي، اجازه راكه چې لاړ شو.
_ ښه دا ووايه چې د مړي ږيره سمه وه او كه ستا غوندې يې كونډۍ مونډۍ كړې وه.
_ نه صيب د هغه ډېره لويه ده.
ما ور غږ كړ.
_ درواغ وايي، درواغ وايي، د هغه خبره مه منه.
ګل وزير په نا اميدۍ د ډرېور خوا ته كتل، لكه چې د ډرېور هم څه په وس كې پوره نه وو،د موټر خوا ته ودرېده او د بوټ په څوكه يې ځمكه ګروله، ګل وزير په زاريو پيل وكړ، د وسلوال هم لكه چې زړه پرې وسو:
_ ښه چې داسې ده، نو ته دواى كنوت ووايه، زياتي خلاص يې، په مخه دې ښه.
ګل وزير لكه چې د عاى قنوت په مانا پوه نه شو، غلى ولاړ و.
وسلوال ورباندې په غوسه شو.
_ ژر كوه الاووميينه ووايه، ولې برګ برګ راته ګورې؟
ګل وزير په داسې حال كې چې ساه يې لنډه- لنډه كېگده، ژر- ژر دعاى قنوت ولوستله، څو ځايه ترې غلط شوه،خو وسلوال ورته وويل:
_ شابس اپرين ځه اوس دې وګټله، لږ وړاندې يې پسې راغږ كړ:
_ دوا (دعا) كوه.
_ خداى مو كاكا كامياب كه، خداى مو.. . .
له دې ځايه چې را تېر شوو، زموږ موټر يوې بلې ړنګې بنګې كوډلې ته ودرېده، چې پرې ليكل شوي وو: تالاشي.
دوى دواړه يې پوستې ته بوتلل، دا چې څه پرې تېر شول زه پرې پوه نه شوم،چې موټر بېرته روان شو، ډرېور ګل وزير ته مخ واړاوه:
_ اوس هم د خداى شكر كوه، چې په همدې پيسو خلاص شوې دا د تالاشۍ پوسته ده د تالاشۍ.
زه پوه شوم چې رښتيا هم تالا شوي يو، موټر لا دوه ګيرونه نه وو بدل كړي، چې بل پاټك راورسېده، له ګل وزير څخه يې تذكره وغوښتله، وسلوال تذكره يو بل تن وښودله. هغه واړوله را واړوله، شونډې يې وښورېدې وروسته يې دا بل ته وويل:
راښكته يې كه، نه پوهېږي چې راښكته يې كه، د دوى تر منځ شفگر و،كه څه؟ دا بل وسلوال د كلاشينكوف په كنداغونو د ګل وزير په وهلو پيل وكړ، په وهلو وهلو يې د سړك پر غاړه كوټې ته ورساوه، ډرېور په جېبونو لاسونه ووهل، خپلې پيسې يې وشمېرلې او كوټې ته پسې ورغى، څو شېبې وروسته دواړه له يو بل وسلوال سره راغلل، چې موټر ته پورته كېگدل وسلوال ورته وويل:
_ خپه نه شئ زموږ قوماندان امر كړى دى چې ستاسې د سيمې خلك ځاى پر ځاى ووژنو، ستا بخت بيدار و، چې وستاذ درسره و.
ډرېور بلد و ځكه ښار ته تر رسېدو دمخه يې هم خپلې پېسې او هم د ګل وزير پېسې د موټر د څوكيو تر پوښ لاندې پټې كړې، په پاټك كې وسلوال تالاشي كړل، يوازې پنځوس زره افغانۍ يې ورسره پيدا كړې او پخپله مخه لاړ.
موټر په ورانو كنډوالو سر شو، ډرېو ګل وزير ته مخ راواړاوه.
_ دا يې كابل.
ګل وزير په تعجب ورته وويل:
_ دا كابل دى؟
_ چې كابل نه دى نو لندن دى، لكه چې زړه دې دى چې لندن ته دې بوزم ها.
ګل وزير بيا ور غبرګه كړه.
_ دا نو كابل دى؟
_ خود كابل دى.
_ ګوره ښه پوهېږې، چې غمجن يم او په لاره كې هم پاټك والو تالا كړم، ټوكې مه راسره كوه.
ډرېور په بې حوصلګۍ ورته وويل:
_ چې نه يې منې مه يې منه، بيا يې ترې پوښتنه وكړه.
_ لكه چې ډېر وخت كېگږي له كابله تللى يې؟
_ دومره ډېر وخت هم نه كېږي په هغو لومړيو جګړو كې لاړم، خو هېڅ باور نه كوم چې دا دې كابل وي، سمه خبره راته وكه.
ډرېور لږ په غوسه ورته وويل:
_ ستا ډېرې زده دي، دا ووايه چې اوس دې چېگرته ورسوم، وخت مه زايه (ضايع) كوه، اوس به بيا جګړه شروع شي.
ګل وزير سر په دواړو لاسونو ونيو، بيا يې سوكه ورته وويل:
_ كه دا رښتيا كابل وي، نو ما خوشال مېنې ته ورسوه.
په لاره كې ګل وزير نور څه ونه ويل، د ښار ړنګو او ويجاړو ماڼيو ته يې كتل يوازې به يې سر وښوراوه، لكه چې اوس ده، هم منلې وه چې دا كابل دى.
په خوشال مېنه كې هېڅوك هم نه وو، څوك څه چې جوړ كور هم پاتې نه و، په خيرخانه مېنه كې يې زموږ د ترورزي د كور مخې ته موټر ودراوه، ژر ژر يې خلك را خبر كړل، د جنازې لمونځ په بيړه ادا شو، ملا صاحب په وعظ پيل وكړ، په دې وخت كې له هرې خوا د ګوليو باران پيل شو، د ملا صاحب غږ د توغنديو په غږ كې ورك شو، ټولو يوې- بلې خوا ته منډې كړې، دا معلومه نه وه، چې ګولۍ له كومې خوا راځي، د توغندي يوه ګولۍ زموږ خوا ته ولګېده، په يوه شېبه كې وينې روانې شوې، ټوله سيمه دودونو ونيوله.
سر مې په ډېره سختۍ د موټر له هندارې سره ولګېد چې سترګې مې وغړولې شا و خوا كانتينرونه وو، خپلې خولې مې په دسمال وچې كړې، ذهن ته مې د كابل هغه كانتينرونه ودرېدل، چې خلك به يې په كې بنديانول او ترې لاندې به يې اور بل كړ، يو ځل بيا مې خولې وچې كړې، ډرېور د اډې منشي ته ورغږ كړ.
_ منشي! وه منشي! زما لمبر د تورخم په پيره كې وليكه، تورخم و، په سپين دسمال كې نغښتې جامې مې لاندې د نورو تر پښو لاندې پرتې وې، د پېښور په افغان كالوني كې مې خپله د كېلو كراچۍ را په ياد شوه.
اوه خدايه. اوس به بيا پرديو افسرانو ته زارۍ كوو، چې هغې خوا ته مو ور پرېږدې.
پېښور، د بي بي سي دفتر
27/3/1378