افغان کرېکټ؛ ګلبدين نايب چېرې و!


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 1014

 که د کرېکټ لوبې نړيوال تاريخ وګورو، د روان کال د مرغومي پر ۱۶مه، په شارجه کې له زمبابوې سره د افغان لوبډلې د پنځو لوبو په وروستۍ لوبه کې د ګلبدين نايب د لوبې بېلګې به ډېرې کمې پيدا کړای شوو. ګلبدين نايب د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لاس ته راوړنه ده، دغه لال همدوی له ايرو پورته کړی دی؛ خو زموږ هيله دا ده چې دغه ډول لالونه نور هم ورسره دي، له خاورو دې يې راپورته کړي.

له کرېکټ سره بلد يم، په کليواله کچه مې دغه لوبه کړې، اوس يې هم کله کله کوم او له تېرو شلو کلونو يې لېونی مينه‌وال يم. د کرېکټ په تاريخ کې ډېرې کمې بېلګې شته چې په شپږم نمبر راوتلی لوبغاړی دې له يو کال ځنډ څخه وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې په خورا سخت حالت کې ګټونکې لوبه وکړي. ګلبدين په ۶۸ بالونو ۸۲ ګټونکې منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د پوره غړيتوب‌لرونکي هېواد پر وړاندې تاريخي بری په نصيب کړ.
د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه بېټسمين يوراج سينګ کال وړاندې په يو هندي چينل کې د پوښتنې په ځواب کې وويل چې تر هغې به په لوبډله کې وي، تر کومې چې يې بېټ تاوېږي، کله چې يې له بېټ څخه منډې نه جوړېدې نو له هغې ورځې وروسته به نه وي... نن همدا هندي لوبغاړی د هندوستان ملي لوبډلې برخه نه دی، چا چې د انګلېډ پر وړاندې په شپږو بالونو شپږ شپږيزې وهلې وې او هندوستان ته يې په خپله ښه لوبه د ۲۰۱۱ کال نړيوال جام هم ګټلی و؛ ځای يې نويو ځوانانو ډک کړی دی. د نړۍ په کرېکټ کې داسې بېلګې ډېرې دي چې بايد موږ هم دغه زړورتيا او زغم پيدا کړو.
نوره نړۍ به د تفريح، سوداګريز ارزښت او يا هم نورو لاملونو له امله لوبو ته پام کوي؛ خو د افغانستان غوندې هېوادونو ملتونه لوبو ته د هېوادنۍ مينې د پاللو په موخه اړتيا لري.
کرېکټ او فوټبال په دې وروستيو کې يوازېني هغه اړخونه دي چې څو شېبې د هېواد ټولې خواوې د افغانستان په ننګه دروي؛ کنه د تېرو څو لسيزو خونړيو مهالونو او بدرنګه سياستونو د دې ستر ملت تر منځ داسې واټن پيدا کړی چې يوازې د ملي ارزښتونو پالنه يې کمولای شي او لوبې د هېوادنۍ مينې د پالنې له لارې په ملتونو کې د ملي ارزښتونو د ساتنې روحيه پياوړې کوي.
خو ملي لوبډلې هغه مهال دغه دندې تر سره کولای شي چې برياوې راوړي. سمه ده چې بايلل د لوبې يو اړخ دی؛ خو پرله‌پسې بايلل ملتونه خپه کوي او افغان ملت د نورو په نسبت لا د خپګان وس نه لري.
د کرېکټ په تاريخ کې په کم وخت کې د افغان ملي لوبډلې وړاندې تګ په افغانانو کې د کرېکټ له لوبې سره لوالتيا او د دوی وړتيا په ګوته کوي؛ له دغه اړخ څخه بايد ناوړه ګټه وا نه خيستل شي. د ګلبدين نايب په څېر ډېر استعدادونه له رسمي کرېکټ څخه لېرې پاتې دي؛ په کرېکټ ملي لوبډله کې پرله‌پسې داسې لوبغاړي لوبول کېږي چې د کرېکټ تخنيکي اړخ ته په پام سره بايد نور تقاعد شي.
په کرېکټ کې داسې ډېر لوبغاړي لرو چې د ډېرو ستونزو په ګاللو يې افغان ملي لوبډله دغه ځای ته رسولی او په ملي او نړيواله کچه يې د افغانانو نوم روښانه کړی دی. دغه ډول لوبغاړي ويښو ملتونو ته د جنګونو له اتلانو څخه ډېر درنښت لري.
خو په لوبډله کې د همداسې لوبغاړو پاتې کېدل په غير شعوري توګه د دوی درنښت ته زيان رسوي. د افغان کرېکټ هغه بنسټ چې دوی په خورا ستونزو په سختو شېبو کې درولی، سستولای شي؛ بلکې د زمبابوې، ويسټ انډيز او پاکستان ملي لوبډلو په څېر يې بېرته نړولای شي. په دغو هېوادونو کې ويسټ انديز او پاکستان يو وخت د کرېکټ لوبې اتل هېوادونه وو، هېڅ هېواد يې پر وړاندې نه شو درېدای؛ خو نن يې د کرېکټ بورډونو د ناسم مديريت له امله د نړۍ په لسو هېوادونو کې اتم او نهم ځای دی. د کرېکټ بورډ شوې خوارۍ او ربړې له چا پټې نه دي، د همدې سختو شېبو د ارزښت ساتنې په پار مو له بورډ څخه غوښتنه همدا ده چې نور بايد وړاندې لاړ شو، پر يو ځای درېدل به مو شاته پرېږدي او زه خپل کرېکټ بورډ کې دغه وړتيا ګورم چې وړاندې تګ کولو ته چمتو دی.
د يو افغان په توګه په افغان کرېکټ بورډ نازېږم، خو هله به پرې وياړ وکړم او زوړورتيا ته به يې سلام وکړم چې افغان لوبډله له ورته ګواښونو څخه د خپل مديريت له لارې وژغوري.
موږ د ګلبدين نايب په څېر لا ډېر لوبغاړي لرو چې له تېرو څو کلونو په وړتيا سربېره د ملي لوبډلې برخه نه جوړېږي. د بېلګې په توګه يې د ځينو نومونه اخلم. د بيټنګ په برخه کې جاويد احمدي، رحمت شاه، عثمان غني، رحمت سهاک او... د بالينګ په برخه کې يامين، فريد ملک، نوين الحق، نواز خان او...
د هغو لوبغاړو نومونه نه اخلم چې افغان کرېکټ يې په خورا سختو حالاتو کې په پښو ودرواه؛ خو نن يې بېټ سم نه تاوېږي. دوی ته په پوره درنښت له زمبابوبې سره شوی د يو ورځنيو لوبو سريز يې ښه بېلګه ده.
زه دغه جرئت نه شم کولای چې د خپل پروني اتل پر وړاندې سپين‌سترګي وکړم؛ خو د کرېکټ بورډ خو دا دنده چې دوی قانع کړي او په نورو برخو کې يې له ځان سره وساتي چې له پخوانيو تجربو يې ګټه واخيستلای شي.
کرېکټ بورډ پسې په تېرو څو مهالونو کې ډېرې ليکنې کېږي چې ځينې په مهمو اړخونو بحث نه کوي، ځينې د شخصي تربګنيو بوی لري؛ خو ما د کرېکټ بورډ د درنښت ساتنې په موخه ليکل وکړل. ځکه چې موږ د افغانستان په خاطر دغه بورډ ته اړتيا لرو، ما ته دا مهمه نه ده چې مشر يې څوک او کوم کسان پکې د چارو مسوولان دي؛ خو د سمو چارو لپاره ورته نغوته کولای شم او و مې کړه.
د ګلبدين نايب لوبې مې دې اړخونو ته پام کړ چې بايد ځينې لوبغاړو ته په پوره درنښت د تقاعد اخيستلو عذر وړاندې شي او هغوی يې بايد د ملي اتلانو په څېر ومني.
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د بالينګ اړخ تر يو ځايه ښه دی خو په بيټينګ برخه کې ډېرو بدلونونو او نويو ځوانانو ته چې په تخنيکي توګه له کرېکټ سره بلد وي، اړتيا ده.
له زمبابوې سره د وروستۍ لوبې اتل ګلبدين نايب دی؛ خو د دغې لوبې په ګټلو کې له نايب سره د راشد خان ملګرتيا او له دوی وړاندې د حشمت الله شاهدي او محمد نبي ملګرتيا د لوبې د ګټلو پر غره لاره جوړه کړه او ګلبدين نايب پرې نر غوندې وخوت. د نايب لوبه هم د کرېکټ بورډ لاس ته راوړنه ده ا و هيله مو همدا ده چې بورډ مو همدغسې وړتياوې په ډاګه کړي.
زموږ ځينې پخواني لوبغاړي اوس هم د ښې لوبې وړتيا لري، بايد د لوبډلې برخه وي او د نويو ځوانانو د لارښونکيو په توګه د دوی د لارې څراغونه شي.
له کرېکټ بورډ څخه هيله کوو چې همداسې وياړونه راوړي او د افغانانو درې رنګې جنډه لا هم په نړيواله کچه ورپوي او د افغانستان ملي سرود تر ډېرو غوږونو ورتېر کړي.
ژوند ژوند کرېکټ بورډ
د افغان کرېکټ د لا پياوړتيا په هيله
سرخط‬ ورځپاڼه