له سرو کرښو دې ساتنه وشي!


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 317

 د پېښور په بخشي کې وو. دلته چېرې د برېښنا ستېشن و. هلکانو خپلو منځو کې کیسې کولې. 

یوه ویل، یره، دا بجلي ډېر خطرناک څیز دی. موږ په ټوور وابډا ته تللي وو. هلته کې سرې نښې وې، د یوه سټوډنټ ور پام نه‌شو، ورغی او بیا هملته لکه څوک چې یې راکاږي، ځای په ځای شو.
سرې نښې د خطر علامه وي، چېرته چې دغه نښې وي، هلته څوک د نږدې ورتګ زړه نه کوي.
تاسې به د ماین پاکۍ ډلې لیدلې وي، کومه ساحه کې چې ماینونه وي، هلته یې سره کاڼي ایښي وي او بیا که چا ته د پیل زړه هم ورکړې، له دې کاڼو نه اوړي.
دغو علامو او نښو تر ډېره د خطر کچه راټيټه کړې ده، که دغه علامې نه وي شاید ډېر کسان د ماین ښکار شي او که دغه علامې وي او څوک یې بابېزه وګڼي، نو انجام به یې د پېښوري سټوډنټ (محصل) شي چې وابډا (برق سټېشن) کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
هر هېواد او ولس سرې کرښې لري، هغو ته څوک نه نږدې کېږي. نږدې کېدل یې خطرناک وي. نږدې کېدل یې انفجار را منځ ته کوي او انفجار له بربادۍ پرته بل څه نه لري.
ملي یا مذهبي شخصیتونه هم د یوه ولس لپاره سرې کرښې وي، پر وطن او ولس مین خلک دغو کرښو ته په بد نیت له نږدې کېدلو او پر هغو له پښو اېښودلو ډډه کوي او همدې ډډه کولو کې د وطن او ولس خیر وي. 
دا د ولسونو د راټولېدو لپاره یوه چورلیزه نکته جوړوي او د ولس راټولېدلو کې حکمت وي.
موږ له کلونو راهیسې سرې کرښې نه لرو، همدا علت دی چې لکه د شلېدلي لړ دانې خواره واره پراته یوو او چې څومره خواره واره یوو، هغومره خوار او کمزوري یوو.
غازي امان الله خان هغه څوک دی چې په تاریخ کې یې ځان‌ته ځانګړی باب پرانیستی. د هغه په ذکاوت، شهامت او حب الوطني تاریخونه ګواه دي. علامه اقبال یې په تعریف او توصیف ژبه پولۍ کړې.
هغه زموږ لپاره سره کرښه ده، هغه ته په بد نیت نږدې کېدل له ټول ولس سره زیاتی 
دی، د هغه له بې‌شمېره مینه‌والو سره زیاتی دی او له هیچا سره زیاتی نه وي په کار. 
امان الله خان انسان و، انسان له تېروتنې خالي نه وي. ده هم تېروتنې کړې، خو د قضاوت پر مهال باید د هغه تېروتنې او ښېګڼې پرتله شي او بیا درنې پلې ته وکتل شي.
دغه شان د نورو ویښو او پر وطن مینو ولسونو مشرانو به هم تېروتنې لرلې، دا تېروتنې به ښې پرېمانه وې، خو چې خلکو ته یې خدمت کړی، وطن ته یې ترقي ورکړې، نو خلک یې له تېروتنو تېر شوي دي.
هغه یې هیڅ نه یادوي او له هغه را تاوې سرې کرښې ورته دومره خطرناکه ښکاري چې هیڅوک ورته د نږدې کېدلو جرات نه کوي. 
محمد علي جناح وګورئ، د خپل وطن د ازادۍ مبارز و. نن په دغه هېواد کې ټولو مېشتو قومونو په یوه واحد رهبر منلی او له ډېرې مینې ورته (قاید اعظم) وايي. 
مړو پسې خبرې ښې نه وي، جناح شاید اسلامي ارزښتونو ته دومره معتقد شخصیت نه و، خو د هغه وطن ټولې مذهبي او غیرمذهبي ډلې ورته پوره درناوی کوي. 
په هر کور او دفتر کې د هغه عکسونه دي او ټول ورته د هغه د زوکړې په ورځ د عقیدت پېرزوینې وړاندې کوي.
خو، زموږ د ازادۍ مبارز بیا دومره طالع نه لري. د هر چا چې څنګه زړه وي، هغسې یې یادوي. هیڅ دې ته نه ګوري چې امان الله خان پر دې وطن او ولس څومره احسانونه کړي.
څو کاله وړاندې د لطیف پدرام په نوم یوه تجزیه طلبي شخص، هغه ته سپکاوی وکړ. ويې ښکانځه او چې کله د ولس له قهر سره مخ شو، نو له خبرو منکر شو. 
دا ځل بیا په یوه عام محضر کې امان الله خان تر بمبار لاندې راغی، داسې بمبار شو لکه یوازې همدی چې د بمبار مستحق و، لکه د دې وطن له ټولو ستر خاین، ظالم او د ولس په وینو ککړ لاسونه چې د همده وو. لکه اوس چې په ژوندیو کې هیڅ ظالم او د بمبار وړ سړی نه وي او لکه...
دې بمبار زړونه وخوځول، دې خوځېدا د خلکو تر منځ واټن پیدا کړ. څوک د امان الله خان او څوک د هغه پر ضد ودرېدل، یو غټ درز رامنځ ته شو او په دې انډوخر کې خبره د یو بل ښکنځلو او توهینولو ته ورسېده. 
چا امان الله خان وښکانځه او چا زموږ ټول علمای کرام.
د دې علت دا دی چې دلته سرې کرښې نه دي مالومې او که مالومې هم وي، څوک نه‌شته چې ساتنه یې وکړي. که داسې وای، نو د پدرام ګوزار به وروستی ګوزار و.
په هر صورت، دلته باید په هره برخه کې سرې کرښې موجودې وي. هیڅوک باید له هغوی د عبور جرات و نه کړي او که چا سترګې پټې کړې، باید قانوني چلند ورسره وشي.
که داسې و نه شي، دا پاشلی ولس به لاپسې وپاشل شي او په دې پاشلو کې یوازې زموږ د وطن او ولس د دښمنانو خیر دی او بس.
سرخط‬ ورځپاڼه