د ګردو کروندو اندېښنه


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • څېړندوی عبدالغفور لېوال
  • 293

 څه موده مخکې مې د افغانستان د زمکو په اړه په یوه علمي‌ـ تخنیکي غونډه کې ګډون وکړ، ډېر څه د زده‌کولو پکې وو، خو د زمکو د (غلا) او د زمکو د ناقانونه لاندې کولو اندېښنې پکې ډېرې وې.

ګڼې ښاري او سرکاري زمکې د زورورو ميلیونرانو له خوا لاندې شوې او د هستوګنې ښارګوټي پکې جوړ شوي دي. 
بې‌کوره خلکو ته ښارګوټي د یوې اړتیا په توګه په کارېږي، ځینې خلک کړای شي تیار جوړ شوي کورنه پکې واخلي او ځان د بې‌کورۍ له شره خلاص کړي، خو په ملي اقتصاد کې دومره ډېر ارزښت نه لري.
په زور لاندې شوي ښارګوټي د ښاري ماسټرپلانونو لپاره مزاحمت کوي او د (غصب) تور نوم هم ورپورې وي. 
د ښاري نفوس د بې‌ځایه پاړسوب او تراکم لامل ګرځي، ګڼ شمېر یې د ودانیو له سټنډرډو معیارونو سره سم نه وي جوړ شوي او له بشري پلوه د پانګې ټولنیز انډول هم په ظالمانه بڼه بدلوي.
د دې پر ځای کاشکې همدغو ميلیونرانو پر همدې پانګې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې لویې ګردې کروندې جوړ کړې وای چې په ملي اقتصاد کې د تولیدي ارزښت خاونده پانګه‌ونه ده، ګټه یې دوامداره او دوراني ده او د هېواد په ودانۍ کې خورا لویه ونډه لري.
ګردې کروندې څه دي؟ 
په هغو سیمو کې چې پراخه هواره زمکه پرته وي او چېرته لنډ ورته د سیندونو روانې اوبه بهېږي، پر څو زره هکټاره زمکه یو ګرد (دایروي) زراعتي کامپليکس (کرنیزه ټولګه) جوړېږي. [په انځورونو کې یې لیدلای شئ]:
کېدای شي دا کروندې له لس زره جریبه نیولې، تر شل یا دېرش زره جریبه زمکې څخه جوړې شوې وي. 
له تر ټولو نږدې روان سیند څخه ورته کانال غځول کېږي او دغې کروندې ته نږدې د کارکوونکیو د اوسېدو لپاره یو کوچنی ښارګوټی، د پټي د ادارې ودانۍ، کرنیز لابراتوار، د تخنیکي ماشینونو پارکینګ او د ترمیم کار ځای د محصولاتو لپاره ګدامونه او داسې نور د اړتیا وړ ځایونه جوړېږي.
په دې کروندو کې له دوو څخه تر لسو زرو کسانو پورې کار کوي او په لکونو ټنه غله تولیدوي. 
کانال د دغې سترې کروندې بېلابېلو برخو ته دوراني اوبه ورکوي او دا اوبه په دوامداره توګه بهېږي.
د کروندو له مخامخ اقتصادي ارزښت پرته چې تر ټولو ستر تولیدي ارزښت لري، د ایکولوژي (چاپېریال)، سمسورتیا، ټولنیز سمون، د لګښت د توان رامنځ‌ته کېدل او یوازې په ښاري ژوند پورې د محدودیت د ستونزې په له منځه وړلو کې هم خورا لوی اغېز لري.
داسې کروندې که په افغانستان کې د ناقانونه ښارګوټیو په شمېر جوړې شي، هېواد د غلې او کرنیز تولید له اړخه پر ځان بسیا کوي. 
ګټه یې ډېره او مشروع ده، مالیات يې د دولت مالي بنسټ پیاوړی کوي. داسې پټي امنیتي ګواښ (ريسک) نه لري، زرګونه افغانان پکې بوختېدای شي او دهېواد د روانو اوبو د له لاسه تللو مخه نیسي.
پر هر ښارګوټي څو سوه ميلیونه ډالره لګښت راځي، خو همدا چې کورونه یې وپلورل شول، د ښارګوټي د خاوند ګټه هم پای ته رسېږي، خو د ګردو کروندو ګټه دوامداره او اوږدمهاله ده.
هغه زورور ميلیونران چې په ښارونو کې عامه زمکې لاندې کوي، کړای شي له حکومت سره د یوه مشروع او قانوني قرارداد له لارې لېرې پرتې دښتي، زمکې چې دهېواد یوه لوی سیند ته څېرمه پرتې وي، په همداسې سترو کروندو بدلې کړي، دا کار د دنیا ګټه او د اخېرت اجر لري او د خلکو په زړونو کې د نېک نوم لامل ګرځي. 
د ګردوکروندو لوی لګښتونه؛ د کانال ایستل، د زمکې چمتو کول، بشري ځواک ګومارنه (چې په افغانستان کې ډېره زیاته او ارزانه ده)، د تخنیکي وسایلو اخیستل، سره او نور د اړتیا وړ لوازم دي چې د یوه ښارګوټي له لګښتونو سره به برابر وي.
زه د کرنې یا اقتصاد متخصص نه یم، خو داسې کروندې مې په امریکا، اروپا او څه ناڅه روسیه او چین کې له نږدې لیدلې دي، پکې ګرځېدلی یم، د کروندو له اداري ټیمونو سره مې خبرې کړې دي او را ته مالومه شوې ده چې دا کار موږ تر ټولو ښه کړای شو.
په یادو هېوادونو کې یا بشري ځواک کم وي چې له نېکه مرغه موږ یې ښه پرېمانه لرو، یا د روانو اوبو د نشت ستونزه لري چې دا هم موږ پرېمانه لرو او یا هم د زراعتي محصولاتو د مارکېټ ستونزه وي چې موږ دا کمی هم نه لرو، ځکه لا هم خواړه له بهره راوړو، مانا په خپله افغاني مارکېټ پر ځان بسیاینې ته اړتیا لري.
زه چې په افغانستان کې ګرځېدلی یم، هېلمند سیند ته څېرمه د مارګو (مارغو) دښته، د فراه سیند (فراه رود) ته څېرمه د بکوا دښته، کونړ سیند ته څېرمه ګمبیري دښته، په شمال کې د کوکچي او امو غاړو ته پرتې زمکې د داسې کروندو لپاره خورا غوره سیمې دي. (ښايي نورې داسې سیمې هم وي، خو زه به ترې نه یم خبر.)
که زورور ميلیونران په داسې کروندو کې پانګه‌ونه وکړي، ژر به میلیارډران شي، هېواد به هم پر ځان بسیا شي، ځکه د داسې کروندو د محصولاتو ګڼ اړخیز صنعتي دوران هم د ملي ګټې یوه لویه برخه جوړولای شي.
که ځوان نفوس په داسې لویو کروندو کې بوخت شو او ډوډۍ یې ورپورې وتړل شوه، جګړه په خپله له منځه ځي، هله به بیا له پردیو هېوادونو څخه د څو روپیو د تر لاسه کولو په پار، خپل هېوادوال نه وژني.
سرخط‬ ورځپاڼه