له پردیو څخه زموږ تمې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • څېړندوی عبدالغفور لېوال
  • 289

 زموږ دخلکو یوه ستونزه دا ده چې له ګاونډیو او ټولو پردیو څخه پر عاطفي، اخلاقي او ګروهیزو (عقیدوي) بنسټونو د اړیکو تمې لري. دا څه مانا ؟ 

موږ فکر کوو چې پاکستان خو اسلامي هېواد دی او د اسلامي هېواد لپاره نه ښايي چې د بل اسلامي هېواد په چارو کې لاسوهنه وکړي. موږ فکر کوو چې هندوستان مو تاریخي دوست دی، ځکه خو باید مرسته راسره وکړي. له امریکا مو تمه ده چې دلته دې خلک نه وژني، ځکه د ماشومانو او بې‌ګناه خلکو وژنه خو د انسانیت پر خلاف کار دی. له روسانو څخه مو تمه ده چې پخوا یې لویې پروژې دلته عملي کړې دي، ځکه خو اوس هم باید مرسته وکړي. له ایران څخه مو توقع دا ده چې له موږ سره ګډ فرهنګ او ژبه لري، ځکه خو باید له موږ سره ورورګلوي وپالي.... او داسې نور.
دا په تکرار وایم چې نور نو د نړیوالو اړیکو په سیاست کې دیني باورونه، عاطفه، اخلاق، زړه سوی، ورورګلوي او داسې نورې ژمنې ځای نه لري. سیاست په تېره بیا د نن ورځې سیاسي مناسبات یوازې او یوازې (ګټې) پېژني او بس.
پاکستان حاضر دی د خپلو ګټو لپاره، افغان مسلمانان څه چې د خپل هېواد مسلمانان هم پر امریکا یا اسرایلو وپلوري (د ایمل کاسي بېلګه په یاد ولرئ!) او امریکا او روسیه حاضر دي د خپل امنیت د ساتلو لپاره په لکونو افغانان ووژني، د دې لپاره نه له چا څخه ګیله کولای شئ او نه یې هم زړه سوی راپارولای شئ.
یوازېنی کار چې کولای شئ، دا دی چې په سیمه او نړۍ کې خپلې ګټې وپېژنئ او دې ته ځير شئ چې ستاسې ګټې د کوم هېواد له ګټو سره موازې او پریوه لاره روانې دي. 
په دې وپوهېږئ چې همدا هېواد چې له تاسې سره ګډې ګټې لري، ستاسې دوست دی او هر هغه هېواد چې تاسې د خپلو ګټو لپاره ګواښ ګڼي، هغه مو دوښمن دی.
په دې برخه کې زموږ تاریخي ستونزه چېرته ده؟ 
هر کله چې افغان حکومتونه د یوه محاسبه شوي او سنجول شوي سیاست پر بنسټ دوست او دوښمن تشخیص کړي او د بهرني سیاست تګلوری وټاکي چې په یوه ځانګړي تاریخي دوران کې له چا سره دوستي او له چا سره دوښمني باید وشي، په همدې وخت کې هوښیار دوښمنان د خپلو ګټو لپاره یو شمېر ډلې او اشخاص وروزي او د حکومتونو پر ضد یې راپاڅوي.
دوښمن هېوادونه دغه اشخاص او ډلې د ایډیولوژي، فرهنګ، عاطفي عقدو او نورو (په سیاست کې بې مانا) خو پاروونکیو شعارونو په پوکي پړسوي او د مزاحمت لپاره یې چمتو کوي. د دغو شعارونو تر څنګ پیسې او امتیازات هم ورکوي او په دې توګه د افغانستان ثبات، امنیت او پرمختګ ته مخالفین وتراشي او جګړه پیل کړي.
ستونزه تر همدې بریده هم نه ده، د ستونزې قاعده دا ده چې مخالفین او مزاحمان د خلکو له ټيټ سیاسي شعور او همدا راز عاطفي، عقیدوي او اخلاقي خوشباوریو څخه ګټه اخلي او مزاحمت چاغېږي.
له بلې خوا حکومتونه هم کمزوري وي، نه خو د خلکو سیاسي شعور لوړولای شي او نه هم خلکو ته درښتیني سیاست او سیاسي معیارونو په ورپېژندلو کې سم مېکانیزمونه پېژني، حکومتونه له داخل څخه کمزوري دي په سیاستونو پوه کسان نه شي کولای هغه ځای ته ځان ورسوي چې په دغه برخه کې د خلکو ذهنیتونه رهبري کړي، بس څه ژرنده پڅه او څه هم غنم لانده، ستونزه وپړسېږي او جګړه ښکر ولکۍ پیدا کړي. 
انګرېزانو له همدې تکتیکه کار اخیست، د اماني حکومت پر وړاندې یې ځینې خلک د دیني ولولو په مرسته راوپارول، هغه وخت خلکو دا تشخیص و نه شوای کړای چې انګرېزان د دوی د دین له غمه نه دي مړه.
د خواشینۍ ځای دا دی چې تر انګرېزانو وروسته په معاصرو لسیزو کې هم موږ څو ځله له همدې یوې سوړې چیچل شوي یوو.
هيڅ هېواد رښتینی دوست نه دی او هيڅ هېواد هم رښتینی دوښمن، ټول هېوادونه په خپلو ګټو پسې روان دي، هيڅ مرسته اخلاقي، بشري او عقیدوي نه ده او هيڅ دوښمني هم. هر څه د ګټو لپاره دي.
خلک باید په دې وپوهول شي، خلکو ته باید دا پوهه عامه شي چې ملي او د دوی له خوا ټاکل شوي مشروع حکومتونه پرېږدي چې په بهرني سیاست کې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ دوست او دوښمن هېوادونه وټاکي، خو تر دې مخکې باید دا اصل او قاعده عامه شي چې له حکومت پرته هيڅوک حق نه لري، بهرنۍ اړیکې ولري، نه شخص، نه ګوند، نه سیاسي ډله.
له هيڅ هېواد سره فرهنګي، دیني او نورې اړیکې! پرته له دې چې حکومت یې جواز ورکړي او یا یې حکومت وټاکي، باید اجازه و نه لري چې ډلې او اشخاص یې وټاکي، ځکه هيڅ بهرنی هېواد له ډلو، افرادو او سیاسي ګوندونو سره د خدای (ج) د رضا لپاره مناسبات نه جوړوي. 
په نړیوالو مناسباتو کې (کافر) او (مسلمان) هېوادونه نه‌شته، ځکه هغوی پر دغو معیارونو له تاسو سره مناسبات نه جوړوي، ښايي تاسې به یو هېواد د خپلې عقیدې شریک بولئ او تمه به ورڅخه کوئ، خو هغه درسره پر دې معیار اړیکه نه ساتي، هغه یوازې او یوازې د خپلې ګټې په فکر کې دی.
له بده مرغه په نړۍ کې هيڅ هېواد د اسلامي همدردۍ پر بنسټ له ډلو او ټپلو سره مرسته نه کوي. 
د اسلامي همدردۍ پر بنسټ مرستې په دوو حالاتو کې د باور وړ دي؛ یو دا چې مخامخ له یوه مشروع حکومت سره وشي او یا په یوه غیر مسلمان هېواد کې له مسلمان اقلیت سره د دغه هېواد د حکومت په اجازه او په تعمیري برخه کې تر سره شي. 
حتی د طبیعي پېښو پر مهال ـ هغه څه چې بشري مرستې ګڼل کېږي، هم د سیاسي ګټو پر بنسټ تر سره کېږي.
هغه هېوادونه چې په یوه زلزله ځپلي هېواد کې خپلې ګټې تشخیص نه کړي او یا هم لږ تر لږه د خپل نړیوال پرستېژ فکر ورسره نه وي، هيڅکله به هم د اخلاقي همدردۍ لپاره له یوه زلزله ځپلي هېواد سره مرسته و نه کړي.
دا هڅه مه کوئ چې نور هېوادونه د هغوی اخلاقي او بشري مسوولیتونو ته متوجه کړئ، دا هڅه هم مه کوئ چې د هغوی ترحم، عاطفه او زړه سوی راوپاروئ، ځکه دا ممکنه نه ده.
یوازېنی معقول کار چې تاسې کولای شئ، د خپل هېواد ملي ګټې د سیمې او نړۍ په تناسب وپېژنئ او بیا وګورئ چې ستاسې ګټې له چا سره شریکې دي او له چا سره په ټکر کې دي.
له هغو هېوادونو سره مو چې ګټې شریکې دي، ملګرتیا وکړئ او له هغو هېوادونو سره چې ګټې مو ورسره په ټکر کې دي احتیاط پیل کړئ، ځان ترې وساتئ او که ممکنه وه، پر وړاندې یې ځان پیاوړی کړئ.
ملي خیانت همدا دی چې اشخاص یا ډلې د همداسې سیالو هېوادونو پر وړاندې خپل هېواد له پښو وغورځوي او یو وخت پوه شي چې له دوی څخه د دغو هېوادونو ملاتړ تر همدې وخته و چې هېواد یې له پښو وغورځاوه.
خلک باید د سیاست په دې راز پوه کړو چې د دوو هېوادونو تر منځ اړیکې او راکړه ورکړه د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو تر ښکاره تعریف وروسته د پاللو وړ دي، هر ډول پټې، استخباراتي او ویجاړوونکې اړیکې چې له نادولتي ډلو او اشخاصو سره تر سره کېږي، هر څومره که ایډیولوژیک، فرهنګي او اخلاقي پوښونه ولري او ښه شعارونه ورسره وي، په حقیقت کې زهرجنې او دوښمنانه دي.
که ملت په دې اصل وپوهول شو، نو بیا د هغو ډلو ټپلو، اشخاصو او توپکوالو تر شا نه درېږي چې د سیالو هېوادونو په لمسون یې وراني ته ملاتړلې ده. 
حکومت باید خلک خبر کړي چې (الف)، (ب) او (ج) هېوادونه ځکه دوستان دي، چې په دغو دغو برخو کې یې ګټې له موږ سره شریکې دي او د (د)، (و) او (هــ) هېوادونه ځکه مخالف او سیالان بلل کېږي چې پلانۍ او بستانۍ ګټې یې زموږ له ګټو سره تضاد لري.
تر دې هاخوا د اړیکو بل معیار نه‌شته. 
هېوادونه د کورنۍ د غړیو او دوستانو په څېر زړونه او ځیګرونه نه لري، دوی یوازې جېبونه لري او د مناسباتو لپاره ستاسې جېبونو ته ګوري، نیتونو او احساساتو ته مو اهمیت نه ورکوي. 
که افغانان په دې راز پوه شول، نو په اول سوچ کې خپل دوست و دوښمن پېژندلای شي.
سرخط‬ ورځپاڼه