نوې پیلېدونکې جګړه


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمد عیسی مومند
  • 257

 له طالبانو سره د روسیې د همکاري په اړه د افغانستان په چارو کې د پوتین د استازي ضمیر کابلوف له څرګندونو وروسته، د طالبانو له‌خوا دغه همکاري رد شوه؛ خو یوه ورځ وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یو ځل بیا پر دغې همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د طالبانو او روسیې ترمنځ مالوماتي او استخباراتي همکاري موجوده ده. په دې اړه دوو مواردو ته اشاره ضروري ده:

لومړی، 
وسله‌وال طالبان په دریو برخو وېشل شوي. د ملارسول ډله د منصور له ډلې سره په جګړه بوخته ده او د عبدالقیوم ذاکر ډله چې شمېر یې شاو خوا ۵زره تنه بلل شوی له جګړې لاس په سر شوې ده. په دې اساس د اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو وسله‌واله ډله د اسلامي امارت وارث ځان ګڼي او تر همدې نامه لاندې فعالیت لري چې روسیه هم د منصور له ډلې سره همکاري لري.
اسلامي امارت د افغانستان اسلامي جمهوریت پر وړاندې یو موازې حرکت دی چې موخه یې د خپلې خوښې او برداشت پر اساس، د اسلامي اساساتو عملي کول دي. 
دغه ډله چې په وروستیو کې یې فعالیت زیات شوی، د افغان حکومت اصلي وارث ځان بولي او پر همدې اساس د کاغذ پر مخ د یوه حکومت بشپړ تشکیلات لري. د همدغو تشکیلاتو پر بنسټ نومول شوي قوماندانان، ولسوالان، والیان او رهبري لري. سربېره پر دې چې د اسلامي امارت، چې د افغانستان پر ۹۵ فیصده خاوره یې حاکمیت درلود یوازې دریو ترهګرپالو هېوادونو، پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو له خوا په رسمیت پېژندل شوی و، اما د نورو هېوادونو له خوا په رسمیت نه و پېژندل شوی، اوس وخت کې په دې لټه کې دي چې د خپل مشروعیت لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې ټینګې او له دې لارې په رسمیت وپېژندل شي.
د طالبانو لومړنۍ دغه هڅه د قطر دفتر د پرانیستې پر مهال وه چې د اسلامي امارت توغ پکې ورپول شو او پر لوحه یې اسلامي امارت لیکل شوي؛ خو د افغان حکومت له خوا د دوی هڅې خنثی کړای شوې.
له روسیې سره د طالبانو اړیکې د دغو هڅو دوام دی. طالبان په دې لټه کې دي چې له رسمیت پېژندلو سره د جګړې د دوام په موخه منابعو ته هم لاسرسی ولري. 
د روسیې سیمه‌ییز او نړيوال ځواک او د وسلو او پوځي تجهیزاتو په برخه کې د دغه هېواد تاریخي شالید ته په کتو سره، دغه هېواد کولای شي په نظامي او سیاسي برخو کې د طالبانو لپاره ښه منبع و اوسي؛ خو په دې لړ کې ځینې پوښتنې شته چې لا بې‌ځوابه پاتې دي.
طالبانو د افغان حکومت پر وړاندې ځکه پر وسله‌وال مخالفت لاس پورې کړ چې د دوی په باور، بهرنیان یې پر ملک مسلط کړل، اوس مهال چې بهرنیانو خپل جنګي ماموریت پای ته رسولی، له یوه بل بهرني او نامسلمان هېواد څخه د مرستو ترلاسه کول په څه مانا دي؟
روسیې ته دا سوال متوجه دی چې د یوه مشروع او قانوني نظام په موجودیت کې له وسله‌والې یاغي ډلې سره اړیکې او مرسته په څه مانا ده؟
ایا روسیه د افغانستان د نظام ړنګولو په هڅه کې ده او غواړي د داعش پر وړاندې مبارزې په نامه د افغان دولت له دښمن سره مرسته وکړي؟
روسیه په داسې حال کې له طالبانو سره اړیکې لري چې په اوفا ښار کې د شانګهای غونډې په څنډه کې افغان ولسمشر د داعش خطر ته په زغرده اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د مرستې غوښتنه وکړه.
دغه مسله باید د کابل مسکو په دوخه اړخیزو خبرو کې حل شي. له دې پرته دا ضرورت دی چې افغان حکومت خپلو نړيوالو متحدینو، ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې او امنیت شورا ته خپل غږ پورته کړي.
دویم، 
په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له پاشل کېدو سره جوخت د شوروي او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ سیالي او سړه جګړه پای ته ورسېده او امریکا د نړۍ د یوازېني زبرځواک په توګه راڅرګنده شوه، خو د کابو ۲۵ کلونو په تېرېدو سره دغه پخواني سیالان یو ځل بیا د تقابل په حال کې دي.
د دواړو ډلو تقابل له لېبیا پیل شو چې روسیه له ماتې سره مخ شوه، په سوریې او اوکراین کې یې دوام وموند او اوس دا دی افغانستان ته هم رسېدلې ده. 
روسیه په دې باور ده چې د امریکا له خوا د کلابندۍ په حال کې ده، ځکه په سوریه کې امریکا مستقیمه لاسوهنه لري، په اوکراین کې د روسیې د مخالفینو ملاتړ کوي او په افغانستان کې حضور لري.
امریکايي سرتېري د دیارلسو کلونو په اوږدو کې د طالبانو پر ضد جنګېدلي او شاو خوا ۳زره سرتېرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 
له بلې خوا که څه هم په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو جنګي ماموریت پای ته رسېدلی، اما لا هم د دغه سازمان پوځیان په افغانستان کې حضور لري. 
له طالبانو سره د روسیې همکاري په دې مانا ده چې روسیه، طالبان د امریکا پر وړاندې هم کاروي.
پر دې اساس د دواړو هېوادونو تر منځ ټکر حتمي ایسي. اما دغه ټکر به مستقیم نه وي، بلکې هڅه به دا وي چې امریکا هم له هغو ډلو ملاتړ وکړي چې د روسيې ګټې ګواښي.
په دې اساس نوې لوبه پیلېدونکې ده؛ اما د دغې لوبې ډګر افغانستان دی.
له دغې لوبې د مخنیوي لارې دوه دي: 
د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانانو درېدل او نړيوالو ارګانونو ته مراجعه.
سرخط‬ ورځپاڼه