د قانون منګولې


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 228

 د جلال اباد په امیر شهید په باغ کې یو ناڅاپه منډې شوې، څو ځوانانو لکه نوي سنت شوي ماشومان، ګډوډ ګامونه اخیستل؛ ځنګېدلي ځنګېدلي روان وو او بالاخره د قانون منګولې ورورسېدې او ټینګ یې کړل.

دلته د قانون منګولې، همېشه د داسې چا تر ګرېوانه رسېږي چې تڼۍ پکې نه وي پاتې. د ژوند ناخوالو ریښې ریښې کړي وي. 
دلته د قانون منګولې یوازې هغه مړوندونه ټینګولای شي چې له حرکته پاتې وي، دومره کمزوري شوي وي چې که زور کړي، نو ماتېږي او...
دلته هغو ګرېوانونو ته د قانون منګولې نه شي رسېدلای چې غښتلې سینې پکې پټې وي.
دلته هغو مړوندونو ته د قانون منګولې نه شي رسېدلای چې موټي یې له اشرفیو ډک وي.
ځوانانو غوښتل له قانون نافذوونکیو وتښتي، خو چېرته؟ 
د دوی په پښو کې د منډې وهلو توان نه وو. دوی ته د تېښتې هیڅ ځای نه و مالوم. دوی خو له کورنیو تجرید شوي، کورنۍ یې بېرته منلو ته نه دي تیارې.
له پولیسو سره ځولنې وې. د هغوی عملیات بریالي شول. مجرمان (!) یې ونیول او په کمزورو او له حرکته لوېدلو لاسونو کې یې ورته ځولنې واچولې.
هغوی یې لکه د حلالې څاروي، په نه زړه روان کړي وو او کشول یې. 
پولیس خوشحاله وو. دوی ویاړ کاوه چې د اساسي قانون اوومه ماده یې نافذه کړې، خو دوی یوازې د دې مادې یو کوچنی جز په ډېرو لږو او بې‌وسه کسانو عملي کړی و.
نور اجزا ترې هېر وو. په دغه ماده کې خو راغلي چې دولت د نشه‌یي توکو له کر، قاچاق، تولید او کارونې څخه مخنیوي کوي.
خو پولیس یوازې د نشه‌یي توکو په کاروونکیو پسې رااخیستې وه. 
د قانون منګولې یوازې د همدې کمزورو او له ځانه ناخبرو خلکو تر ګرېوانه رسیدلې وې. د نشه‌یي توکو کروندګرو، قاچاق او تولیدونکيو ته یې د نږدې کېدو جرات نه درلود.
څه فکر کوئ، دغه ځوانان چې د ژمي سړې شپې پرته له سر پناه په پارکونو کې تېروي، دغه ځوانان چې له ځان او جهانه ناخبر په خپلو خیالونو کې ورک دي، دغه ځوانان چې د ډېر مزل کولو توان نه لري، دغه ځوانان چې حافظې یې په پوره توګه کار نه کوي او... نو دوی به دغه غیرقانوني مواد له کومه کوي؟
بل هېواد ته ورپسې ځي؟ هغو لېرې پرتو سیمو ته ورپسې ځي چې د دولت له امنیتي قلمروه خارجې دي؟ ایا د دوی په کمزورو پښو کې دومره توان شته؟
نه، دوی له همدې کوچني ښاره پوډر تر لاسه کوي. د پلازمینې په ګډون، د هر ښار پوډریان له خپلو ښارونو پوډر تر لاسه کوي. 
د دې زهري موادو په همدې ښارونو کې دوکانانونه دي. همدې ښارونو کې یې کاروباریان دي. هغوی په ډاډه زړه دغې وژونکې سوداګرۍ ته ادامه ورکوي او د خپلې ناروا ګټې لپاره زموږ د ځوانانو له رګونو وینه زبېښي.
هغوی په دې پوهېږي چې د قانون په منګولو کې لا دومره زور نه‌شته چې د دوی تر ګرېوانونو ورسېږي. 
هغوی پوهېږي چې دوی د پیسو په زور قانون او قانوني مراجع اخیستلای شي. د خپل ځان په ګټه یې څرخولای شي او...
شاید، پوښتنه وشي چې دا هټۍ چېرې دي؟ د دوی کاروباریان چېرې دي؟
خو دا به ډېر شرم وي، دا به په ځان ملنډې وهل وي. دا به له خپل مسلک سره جفا وي چې له ځانه او جهانه ناخبره پوډریان دغه هټۍ پیدا کولای شي، چې هر وخت وغواړي تر هغه ځایه ځانونه رسولای شي، خو زموږ یونیفرم په تن مسلکي پولیس او کشفي ارګانونه یې لا تر اوسه د کشف او موندلو توان نه لري!
د نشه‌یي توکو تولید او قاچاق د افغانستان پر سپېڅلې لمن یو تور داغ دی. شرموونکې ده چې د اسلام په لاره کې د سرښندونکي ولس دغه هېواد (افغانستان) د نړۍ له (۹۰٪) زیات حرام توکي (مخدره مواد) تولیدوي!
شرموونکې ده چې له جوماتونو په ډکو ښارونو کې دغه ناروا کاروباریان ازاد فعالیت کوي، ډېره شرموونکې خو لا دا ده چې له همدې ناروا کښت څخه په ځینو سیمو کې د هغه چا له خوا عُشر اخیستل کیږي چې ځانونه د اسلام رښتیني مدافعان ګڼي. 
عجیبه ولس دی او عجیبه یې مسلماني ده، د اسلام په نوم سر ورکوي، خو کوم کار کې یې چې دنیاوي ګټه وي، بیا ورباندې سترګې ړندې او غوږونه کاڼه کړي.
سرخط‬ ورځپاڼه