زموږ ناروغ سیاست


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • څېړندوی عبدالغفور لېوال
  • 213

 افغانستان ۶۵ میلیونه هکټاره زمکه لري. په دې کې یې ۷،۸ میلیونه هکټاره کرنیزه زمکه ده، ۳۰ میلیونه هکټتاره یې څړځای، ۸ میلیونه هکټاره یې دښتې او ۱،۹ میلیونه هکټاره یې ځنګلونه او ۱۷،۵ میلیونه هکټاره یې هم غرونه او ډبرینه زمکه ده. "دافغانستان زمکو عالي ادراه ـ اراضي"

افغانستان د نړۍ په لومړنیو لسو هېوادونو کې دی چې د خپل جغرافیوي مساحت په تناسب پرېمانه روانې خوږې اوبه لري چې د څښاک، کرنې، سمسورتیا، درملنې، دانرژي تولید، ژوند چاپېریال "ایکولوژي"، حیات وحش او نورو چارو لپاره کارېدلای شي. 
افغانستان له شپېتو څخه تر پنځه شپېته سلنه ځوان نفوس لري چې تر ټولو ستره بشري زېرمه ده. تر هغو چې بشپړه مېکانیزه کرنه دودېږي، همدغه بشري انرژي هم کړای شي زراعتي اقتصاد پر پښو ودروي.
یو داسې دایروي لوی پټی چې زر هکټاره زمکه پرې وکرل شي، دهلمند سیند سلمه برخه اوبو ته اړتیا لري، هلمند سیند ته څېرمې پرتې د بکوا دښتې پر پراخه سینه تر سلو ډېر داسې "زر هکټاریزه پټي" جوړېدلای شي چې ترحاصل ورکولو وروسته په لسم کال افغانستان سیمې ته د غلې او کرنیزو محصولاتو د صدور په لومړنیو هېوادونو کې درولای شي.
د کونړ سیند پر غاړه ګمبیري او کوکچې او امو ته څېرمه پراخې دښتې یې هم همداسې درواخله. 
افغانستان د روانو اوبو، لمر، باد او فوسیلي امکاناتو له نظره د انرژي د دومره تولید تومنه لري چې سیمې ته پرېمانه انرژي صادرولای شي او په خپله هم د درېیمې اقتصادي زریزې په درشل کې د اسیا د صنعتي څرخ د تاوولو کیلي ګڼل کېږي.
افغانستان د دریو ټریلیونو ډالرو په ارزښت مالومه کاني پانګه لري او دامريکا ژیولوژیکي ادارې باور لري چې د پلټنو او دقیقو سروې‌ګانو په پایله کې دا پانګه څو ځلې لوړه شمارېدلای شي.
افغانستان د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ تر منځ د ټرانزیټي وصل داسې زرینه کړۍ ده چې هر کال سل ميلیارډه ډالر انرژي او تر یو سل او شل ميلیارډه ډالرو پورې سوداګریز توکي ټرانزیټ کولای شي. یوازې په همدې سکټور کې یو ميلیون افغانان په مخامخ یا نامخامخ توګه کار موندلای شي.
بله خوا: 
څو ورځې وړاندې افغانستان د نړۍ تر ټولو بې‌وزلی هېواد وشمارل شو. داسې هېواد چې د سیمې تر ټولو ډېر سوالګر لري او د بې‌کاري کچ پکې "نظر نفوس او جغرافیايي پراختیا ته" خورا لوړ دی. 
داسې هېواد چې په تولیدي سکټور کې یې د بوختو افرادو شمېر تر سیاستوالو کم دی، داسې هېواد چې د تولیدي اقتصاد تر نوښتګرو څېرو یې د سیاسي کارپوهانو شمېر ډېر دی او داسې هېواد چې سوالګر یې هم د "غیرت" د عُقدې له مخې حاضر دی یا د ځان یا د بل وینه وبهوي.
داسې هېواد چې پکې د ملکیت یا غیرت په نوم اته تنه ښځې او ماشومان په یوه شپه کې وژل کېدای شي او د دریو میاشتو ماشوم په مرمۍ ویشتل کېدل هم یوه معمولي پېښه ګڼل کېدای شي. 
له مشروطیت غورځنګ او ویښ زلمیان راوروسته، په تېره بیا له ۱۳۴۳ کال را په دې‌خوا چې ګوندونه او سیاسي غورځنګونه رامنځ‌ته شول، څومره چې په نړیوالو "ایزمونو" کې ډوبېدل، هماغومره له افغاني لومړیتوبونو څخه لېرې کېدل او غافلېدل.
په سوسیالیزم، لېبرالیزم، کمونیزم، چپ او ښي افراطیت، کاپيټالیزم او نورو ایزمونو کې د "افغان انسان" د ګېډې، شعور او انساني ژوند د شرایطو د ښه‌والي نښې نه موندل کېدې.
اوس اوس افغانستان تر دوو سوو پورې سیاسي ګوندونه لري چې څو کاله وړاندې، شاو خوا یو سل او شل یې رسماً راجسټر شوي وو، خو د راجسټر کولو تر نویو معیارونو وروسته، له سره د راجسټر شویو ګوندونو شمېر هم تر پنځوسو پورې ورسېده.
د ډېری ګوندونو په کړنلارو اوتګلارو کې د افغانستان د سیاست لومړیتوبونه: 
په سیاسي واک کې عادلانه ګډون، ملي یووالی(!) ، له قدرت څخه د محرومو قومونو حقونه، فډرالي که متمرکز سیاسي نظام، د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې، د خپلواکۍ(!) لپاره مبارزه او د هېواد په لاره کې د سر ورکولو شعارونه ګڼل شوي دي.
په هر محتوايي پاراګراف کې خامخا د قدرت، واک او سیاسي وېش خبره لوستلای شئ؛ دا ښيي چې زموږ سیاسي عقده د (واک) ستونزه ده، نه د خلکو د انساني ژوند د شرایطو مثبت بدلون. 
په تېرو څوارلسو کلونو کې د سیاسي مظاهرو، مجلسونو، غونډو، خوځښتونو، تبصرو، ګردیو مېزونو، مناظرو، نشراتو، کتابونو، مجلو، ورځپاڼو، ایتلافونو او مطبوعاتي خپرونو شمېر سلګونو زرو ته رسېږي چې که دا د اورېدونکیو په ضایع شوي وخت کې ضرب کړئ، لس ميلیونه ساعته کېږي.
چې د هر قوم ، هرې سیمې او هر سیاسي خوځښت مخاطبو بشري ځواکونو په لسو ميلیونو ساعتونو کې ګټور تولیدي کار کړی وای، اوس به هېواد له اوسني وضعیت څخه څومره مخ پر وړاندې وای؟
کورنی کار: 
هر قدرمن لوستونکی چې دغه کرښې لولي، هیله ده یو ځل د ټولو سیاسي جوړښتونو کړنلارې او سیاسي مانوفیسټونه وګوري، د ټولو سیاسي مناظرو او مخاطبو منځپانګه دې و ارزوي، که یې په هر سیاسي نهضت کې د ولس د لوږې، بې‌کاري، محرومیت، فقر او وروسته‌پاتې‌والي د له منځه وړلو لپاره د دې لیکنې په پیل کې له یادو شویو شمېرو، ظرفیتونو او اقتصادي توانمندیو سره سم یوه معقوله، عملي او علمي طرحه وموندله، نو د هېواد د ژغورنې تمه دې په زړه کې وروزي او مخامخ دې له هماغه سیاسي بهیر سره یو ځای شي.
د ښکېلاک یو چل همدا دی چې موږ له خپلو لومړیتوبونو څخه غافل ساتي، هڅوي مو چې په هوا کې تورې ووهو، تحریکوي مو چې یو د بل پر وړاندې سنګر ونیسو او په خپله یې زموږ ټولو اقتصادي ظرفیتونو ته خېټه په اوبو کې ايښې ده. 
راويښېدل زموږ خپل کار دی، بل څوک به مو و نه خوځوي.
سرخط‬ ورځپاڼه