د ملايکو اندېښه


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 290

 بېګاه، یو خالي کور له شوره ډک و. بېګاه یو خاموش کور چیغې وهلې. بېګاه د یوه ارام کور له دېوالونو دردونه څڅېدل. بېګاه له یوه تیاره کوره د سوز لمبې پورته کېدې.

او...
په هغه شپه د یوویشتمۍ پېړۍ مهذب انسان خپل وحشت ته ځنګلي ژوي ګوته په غاښ کړل. په هغه شپه انسان، د (انسان) کلمې مانا بدله کړه او...
هلته مور او پلار له خپلو اولادونو سره په وینو ککړ پراته وو. د والدینو سترګې نه پټېدې، هغوی خپلو ویشتل شویو اولادونو ته په حسرت کتل. د هغوی سلګۍ یې شمېرلې. د هغوی له ټپونو راوتونکې وینې ته یې کتل.
والدینو ځانونه ملامت ګڼل، له شرمه یې بدنونه ساړه شوي وو. هغوی خپل اولادونه له قاتله و نه ژغورل. هغوی د خپلو اولادونو تنکي بدنونه له تودو مرمیو خوندي نه شوای کړای. 
والدینو غوښتل، چیغه کړي. خپل اولادونه په غېږ کې ټینګ ونیسي، بخښنه ترې وغواړي، خو له والدینو خپل مرګ هېر و. د هغوی دې ته پام نه و چې دوی هم وژل شوي.
هلته د ځانګو ماشوم په کوچني سر کې لوی ټپ خوړلی و. ځانګو یې له وینو ډکه وه. لکه په غټ کاڼي چې ښیښه وویشتل شي، د تنکي سر هډوکي یې ذره ذره وو. تک سپین بدن یې تک سور اوښتی و.
ماشوم، خپل قاتل ته په مینه کتل. بې واره یې ورته لاسونه خوځول. غوښتل یې غېږ ته یې ورشي، مینه ورسره وکړي، پر اوږه یې ورته سر کېږدي او... خو څو شېبې وروسته د ماشوم لاسونه له حرکته ولوېدل، بدن یې سست شو، لکه د مرغه په مرۍ چې چاړه راکښل شي، هغه ښکلی ماشوم په جسد بدل شو، ځانګو له خوځېدو پاتې شوه. د کورنۍ وروستۍ ډېوه هم ګل شوه او کور له تیارو ډک شو.
خونه له جسدونو ډکه وه. لکه انساني مسلخ، هره خوا په وینو ککړ جسدونه پراته وو او هره خوا د وینو لیکې جوړې وې.
خدای خبر؛ دا کوم نفرت و؟ دا د کینې کوم حد و؟ دا د سخت زړۍ کومه مرتبه وه؟ او دا د پستۍ کومه پوړۍ وه چې د مېلمه په نوم راغلي کسان دې د کوربه نوم او نښان هم له منځه یووسي؟
دا د کربلا له پیښې هم درنده وه. دا د یزیدیت نه هم پورته بې‌رحمي وه، دا تنکي ماشومان خو د قاتل واک ته خطر نه و، د دوی په کوچنیو لاسونو کې د قاتل د مقابلې زور نه و، د دوی په کوچنیو زړونو کې د قاتل پر وړاندې د پاڅون شور نه و.
په هغه شپه مې عجیب حالت درلود. هغه څه مې لیدل چې نورو ته نه ښکارېدل، ما لیدل چې پرښتې لکه د مرغانو سیل راشي، لکه سپینې کوترې دوره شي او د کور پر دېوالونو کښېني. 
په هغه شپه مې یو شور اورېده. په هغه شپه مې یو مترنم خوږ غږ اورېده. په هیبت ورته غوږم وم.
غږ، د همدې پرښتو له خولو راوته.
د دوی له خپل رب سره مکالمه وه. دوی ورته له انسانه سر ټکاوه. د هغه له ظلم او وحشته اندېښمنې وې او ویل یې: 
انسان به فساد وکړي، انسان به وینې تویې کړي....
ما کله د زړه په غوږونو د ملايکو دغه اندېښنې اورېدې او کله مې د زړه په سترګو د همدې انسان په لاس د یوې ټولې کورنۍ وژل شوي غړي لیدل.
نوټ: درې ورځې وړاندې، داسې خبر خپور شو چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې درې وسله‌وال کسان د مېلمنو په بڼه یوه کور ته داخل شوي او بیا یې د شپې ټوله کورنۍ (ښځه، خاوند، د خاوند مور او پنځه ماشومان یې) په شهادت رسولي.
سرخط‬ ورځپاڼه