بې‌پلاره پاسپورټونه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • استاد حبيب الله رفيع
  • 268

 تېره ورځ مې په يوه ورځپاڼه کې ولوستل چې په افغانستان کې د اماراتو سفارت د افغانانو هغه ګڼ پاسپورټونه چې د وېزې لپاره ورلېږل شوي وو، بې‌له دې چې وېزه پرې ووهي، همداسې سپين بېرته ورکړي او رد کړي يې دي.

د وېزې نه ورکولو دليل يې دا ښوول شوی چې پر نويو الکټرونيکي پاسپورټونو کې د پاسپورټ لرونکيو د پلار نوم نه‌شته، سفارت دا هم ويلي چې خلک پر دې بې‌پلاره پاسپورټونو هلته تللي او جعل يې کړی دی.
زموږ په اداره او عرف کې پلار ډېر محترم او اولاد د پلار په پېژندګلوي پېژندل کېږي، نه يوازې پلار، بلکې زموږ په اسنادو او نورو وثايقو کې د نيکه نوم هم راځي او په جدولونو کې يې داسې راوړي: "نوم/ د پلار نوم/ د نيکه نوم"
له کومه وخته چې زموږ په هېواد کې تذکرې او پاسپورټونه رواج شوي، له هماغه وخته تر ننه پورې د يوه افغان پېژندګلوي په پلار او نيکه ولاړه ده، ټولې رسمي پاڼې د شهرت دا خانې لري او افغانان يې په وياړ ډکوي.
خو دا د شرم او خجالت خبره ده چې اوس زموږ نوي پاسپورټونه بې‌پلاره شوي او هم زموږ تذکرې د افغانيت له وياړه بې‌برخې کېږي.
په پاسپورټ او نورو داسې پاڼو کې د پلار نوم نه ليکل د امريکا او اروپا يو مجبوريت دی؛ ځکه هلته نيم نفوس يوازې مور لري او پلار يې مالوم نه دی، نو په تذکرو او پاڼو کې د پلار نوم نه ليکي، ځکه چې حراميان دي پلار نه لري.
زموږ حکومتونه او واکداران داسې غلام صفته دي چې له هر چا سره چې تړلي وي په پټو سترګو يې اوامر مني او عملي کوي، د پاسپورټ په برخه کې د لوېديځ همدا د بې‌پلارۍ فارموله منل شوې او بې‌پلاره پاسپورټونه پر خلکو وېشي، سره له دې چې وياړمن افغانان ټول د افغاني غيرت او اسلامي اصالت له مخې پلرونه لري او پرې وياړي او احياناً که کوم وخت کوم حرامي پيدا کېږي، هغه معمولاً ژوندی نه پاتې کېږي او د شرم وړ وي.
دا سمه ده چې نړۍ اوس په يوه کلي بدله شوې چې په دې کلي کې افغانستان هم يو کور دی؛ خو څوک په دې کلي کې هم د خپل کور دېوالونه نه نړوي او خپل کور نه بې‌ستره کوي، هر کور خپل تشخص، ځانګړنې او د کور حريم ساتي او موږ به هم په دې کلي کې له خپل تشخص او ځانګړنو سره ژوند کوو.
کلتور منجمد او پښه ‌پر ځای نه وي، زموږ کلتور به هم د وخت له غوښتنو سره سم بدلون کوي او تحول به پکې راځي، نړيوالې تجربې به هم رالېږدوو، نړيوال تمدن به هم را ولو؛ خو د متقابلو اغېزو په رڼا کې، نه د کلتوري يرغل په توګه.
موږ وليدل چې د ثور تر خونړۍ کودتا وروسته خلقيانو او بيا روسانو د کمونيزم تياره ګنډلې درېشي زموږ هېواد ته راوړه، لاس او پښې چې ترې وتلي وو، هغه يې ورته غوڅ کړل او په غاړه کې مو چې تنګه وه، زموږ غاړه يې ورته وتوږله، دا درېشي زموږ په ځان کې جوړه نه وه، هغه هم رتې پتې شوه او په ټوله نړۍ کې يې دوکانونه وتړل شول.
امريکايانو هم د ازاد بازار درېشي راوړې، زموږ له عرف او عادت سره نه جوړېږي، نظام يې ناکام او زموږ هېواد له ژور اقتصادي بحران سره مخامخ شو.
زما له چارواکيو نه هيله ده او ورته وايم چې خپل هېواد وپېژنئ، خپل تشخص او ځانګړنې په نخښه کړئ او بيا له نړۍ سره راشه درشه او راکړه ورکړه وکړئ، بيا د ملي تشخص او تحسس په صورت کې د حراميتوب دا فارمولو له را واردولو څخه هم خلاصېږي او د نورو له فحشا او بې‌بندوبارۍ څخه هم:
په پردي فکر، پردۍ مينه باندې نه جوړېږي
ځوانه وطن ابادېدل د وطن مينه غواړي
سرخط‬ ورځپاڼه