د طالبانو اخلاقي چاپېریال


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • عارف الله مدقق
  • 371

طالبان ډېر وخت د خپلو توپکې فعالیتونو د جواز لپاره یوه توجیه دا وړاندې کوي چې دوی د اخلاقي سپېڅلتیا استازي دي او د هغو اخلاقي نیمګړتیاوو او ناولتیاوو مخه نیسي چې د یوه اسلامي حکومت د نه شتون په صورت کې یې وجود حتمي دی، مګر راځئ وګورو چې په خپله د دوی اخلاقي چاپېریال څه ډول دی او ایا دوی په خپل شخصي ژوند کې همدومره سپېڅلي دي لکه څرنګه چې یې شعار ورکوي؟

څو کاله وړاندې یوه طالب جنګیالي له خپل بل ملګري سره په خورا خوند د هغه مجلس کیسه کوله چې څو طالب ټوپکیانو په ګډه د خپل موبایل ټلېفون په وسیله یو بربنډ فلم لیدلی وو.
ده خپل ملګري ته هغه صحنې ډېرې په خوند بیانولې چې په دې فلمونو کې یې ده او ملګرو لیدلې وې. دې بل هم پرې ډېر خوند اخیست او ورته خندل به یې، دا په داسې حال کې چې هلته یو کشر هلک هم ناست و.
په حجرو، مدرسو، کلیو او ډلګیو کې له ښکلیو هلکانو سره ناسته- پاسته، د هغوی نازول، پر هغوی ډېره خرچه کول او له هر ډول اسانتیاوو څخه برخمنېدل خو بېخي عامه چاره ده چې ډېر وخت ښکلي هلکان یا نوي ځوانان د یوه نفوذ درلودونکي قومندان خاص ملګري وي چې دوی یې په خپل منځ کې د هلک په نامه یادوي.
دغه ډول هلکان د خپلې ښکلا په قيمت ګڼ امتیازات تر لاسه کوي او د دوی هغه جنسي تنده ماتوي چې ښځینه جنس ته د نه لاس‌رسي له کبله د طالبانو په چاپېریال کې سخته عامه ده.
که څه هم له ښکلیو ماشومانو سره جنسي روابط په هغو ګردو ټولنو کې یوه عامه پدیده ده چې هلته پر ښځو کلک کلتوري او مذهبي بندیزونه لګېدلي وي او د ودونو پر وړاندې مالي، فرهنګي، فکري او مذهبي خنډونه موجود وي. په تېره بیا د طالبانو په چاپېریال کې چې هلته ان د ښځې غږ هم ستر بلل کېږي.
له کلیوالو سیمو خبر کسان پوهېږي چې طالبان ولې تر بل هر ځای د اوبو پر هغو ګودرونو ډېر درېږي چې ښځې ترې اوبه وړي، ولې یې په دلګیو کې لغړ زني هلکان ډېر دي او ولې ښکلي لغړزني تر هغو لغړزنیو د ډېرو امتیازاتو خاوندان دي چې ښکلي نه وي؟
په غزني، زابل، هلمند، کندهار، وردګو او نورو هغو ولایتونو کې چې د طالبانو حضور پکې پراخ دی، بیا- بیا داسې پېښې شوې دي چې طالبانو ان پر کوچنیانو په زور جنسي تېری کړی دی.
څو کاله وړاندې په روزګان کې څو تنو طالبانو د یوه غوړ هلک پر سر نښته وکړه چې دوه تنه پکې ووژل شول، په هلمند کې د طالبانو یو مشهور قومندان ملا نعمت الله د هغه هلک له خوا په خپله تمانچه ووژل شو چې غوښتل یې جنسي تېری پرې وکړي او د زابل په قلات کې د لطف الله اخوندزاده د یوه ملګري له خوا د کوچیانو پر یوه پیغله د اجباري جنسي تېري په کیسه خو د دې سیمې ګڼ کسان خبر دي چې موټر سایکل، کلاشینکوف، بوټان او لنګوټه یې همالته پاتې او ده په منډه ځان راخلاص کړی وو.
د مالي فساد کیسې یې هم تر ناروا جنسي اړیکو کمې نه دي، همدا اوس که هر څوک د طالبانو د منځۍ کچې او لوړ پوړو مشرانو مالي حالت وارزوي، ډېر ژور توپير به یې تر سترګو شي، څو کاله وړاندې هغوی دومره څه نه لرل چې خپله ګوزاره پرې وکړي، مګر نن یې ډېری په کوټه، پېښور، کراچۍ او هېواد کې دننه کورونه لري، ځمکه یې اخیستې دي، موټران ورته ولاړ دي، وروڼه یې په بهرنیو هېوادونو کې سوداګري کوي، ګران‌بیه جامې اغوندي، ملګري یې اول ماډول هنډا موټر سایکل لري، اولادونه یې په ښو زده‌کړو بوخت دي، د مطبوعاتو د برخې ډېری کارکوونکي یې چټک انټرنیټ ته لاس‌رسی لري، پرمخ‌تللي موبایلونه او کمپیوټر کاروي او ان د یوه راپور پر بنسټ د قطر د سیاسي دفتر له لوري د اداره کېدونکې وېب پاڼې، نن ټکي اسیا هر فعال لیکوال ته د میاشتې له څلورو تر شپږو سوو امریکايي ډالر ورکول کېږي. (په دې وېب پاڼه کې ځينې داسې کسان هم بوخت دي چې ظاهرا ځانونه د طالبانو مخالف بولي.) د طالبانو ځایي مشران هر کال د مني په موسم کې له خلګو په زور له زرو افغانیو نیولې، تر لکاوو روپو عیانه غواړي، که یې څوک ور نه کړي، ډبوي یې او ورکول یې داسې لازمي دي لکه د خپل کور مالي لګښت.
دا نو د یوه قومندان یا یوې دلګۍ له خوا نه وي، بلکې په هره سیمه او ولسوالۍ کې د هرې ډلې له لوري ټولېږي او کله چې دولت د کلیو د پراختیا په موخه هلته ځينې پروژې پلې کوي، نو هم د سیمې طالبان لومړی ترې خپله برخه غواړي او پاتې یې کلیوالو ته ورکوي. 
په معارف، عامه روغتیا او دغه ډول نورو برخو کې طالبان هر وخت خپل باج اخلي.
په داسي حال کې چې ګڼ کسان یې صرف په دې تور وژلي او ډبولي چې ولې یې له دولت څخه د ځینو پروژو پر سر تنخوا اخیستې ده؟
دې ټولو ته په پام طالب توپک‌وال د دین ساتونکي او د افغاني اصیل کولتور پالونکي نه دي، بلکې د دین په جامه کې هغه مذهبي مافیا ده چې د سیمې او نړۍ استخبارات یې د خپلو موخو لپاره کاروي.
سرخط‬ ورځپاڼه