ډاکتر نوابي له ډاکتر غني نه بې مخه ښې رخصت شو


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • لال پاچا ازمون
  • 242

اخ ! نوابي ومړ .
سل دې ومره خو د سلو سر دې مه مره ، دا متل مې نن په ذهن کې څو ځلې ښکته پورته شو ، څه خبر وم چې زه به نن بیا د یو چا د مرګ خبر اورم ، په سوچونو کې ډوب وم ، سر په زنګانه ناست وم ، نا ببره مې د ولسمشریزو ټاکنو د یو کمپاین کوونکي ملګري سلېمان خپلواک شمېرې د ټلیفون ښیښه رڼه کړه ، تڼۍ مې کېکاږله ، له ستړي مه شي خواره مشي وروسته یې راته یو دم کړل : استاد ! له نوابي نه خبر شوې؟ ما نا ببره وویل : یا الله خیر ولې ؟ هغه وویل : نوابي خوارکی خو وفات شو . 
داڅه وایې ، نو نوابي خو رک روغ و ، په هغه څه وشول ؟
ده وویل : د زړه حمله پرې راغلې وه ، همدا نن سهار خوارکی هندوستان ته د درملنې لپاره تلو ، هغه رښتیا دي چې د ګور شپه نه په کور کېږي . 
ډاکتر لیث نوابي په خټه ځیږ پښتون ، په سټه خوستی ، خو د ژوند زیات کلونه یې په ننګرهار کې تېر شوي وو ، طب یې هم په ننګرهار کې لوستی و ، ما ورسره له بهرنیو ځواکونو څخه د واک لېږد په پروسه کې وپېژندل ، دا نو داسې وخت و چې موږ درې للي ( زه ، اجمل سمش او لیث نوابي ) د کوټې په کونج کونج کې ناست وو او د ننني ولسمشر چې هغه مهال د همدې پروسې مشر و د کمپاین په خبرو به بوخت وو ، ایله به مو زړه خوړ ، ځکه موږ غوښته چې دا ځل ډاکتر اشرف غني په ښه درز او لوړو رایو د افغانستان ولسمشر شي ، له ډاکتر غني سره به چې کېناستو د واک د لېږد پر پروسې رسمي خبرو سربېره به مو ورو ورو په ډېر احتیاط او زړه نازړه د کمپاین خبرې هم کولې ، په موږ کې همدا نوابي و چې لږ زړور و او په ډاکتر صاحب نېغ ورتلو ، موږ به خبرې راټولې کړې او نوابي صاحب ته به مو په خوله کې ورکړې ، او ورته به مو وویل چې ستا سترګه سره ده ، ډاکتر صاحب ته خو خبرې کول هم لوی زړه غواړي او ته په دې کار کې ډېر بریالی یې ، دی به له خندا شین شو ، چشمې به یې ښکته پورته کړې ، ویل به یې تاسې لکه چې ما پرې ورکوئ ، خو خیر که ورکېږم هم نو دا خبرې کوم ، ځکه زموږ لوړ هدف همدا دی چې اشرف غني ولسمشر شي ، موږ خو معاش پسې نه یو راغلي ، که د پیسو خبره وای نو ما خو کلینیک لاره ، هغه به مې نه تاړه ، ستونزې به مې په ځان نه قبلولې ، کله به چې ډاکتر صاحب اشرف غني سره مخامخ شو ، نو موږ به یو بل ته وکتل چې اوس به نوابي خبره را اخلي ، ډاکتر صاحب به په ما غږ وکړ : ازمون پاچا وایه ، بیا مو څه دسیسې جوړې کړي دي ؟ موږ به ډاکتر صاحب په خپل مهارت لږ وخنداوه ، ټوکې موکې به مو وکړې ، دی به مو دې ته جوړ کړ چې زموږ خبرې واوري ، نو بیا به نوابي صاحب ستونی تازه کړ او داسې اخوا او دېخوا به راتاو شو ، ایسته خبره به یې را وویسته ، ډاکتر غني به یو دم وویل : تاسې بیا له ماڅه غواړئ ؟ یو ځل خو مې په ټاکنو کې هستي کېښوده او نېستۍ ته یې کېنولم ، اوس مې هم د کور پور پاتې دی ، موږ به غلي شو ، زه او ډاکتر غني سره پوهېدو ، خو دا چې ډاکتر غني ولې موږ ته په زغرده خبره نه کوله ، نو هغه د لغمانیو ورونو خبره په دې کې یې هم چل و ، کله به چې ډاکتر صاحب زموږ مجلس ته د یوڅه لپاره پاڅېده نو نوابي صاحب به وویل : وروره نه یې مني ، صفا یې وایم چې دا سړی اخر څه کوي ؟ ځه اخر به زموږ خبرې ته راشي ، نا امیده کېږو به نه .
زه ډاډه وم ، خو له ډاکتر غني سره مې یوه ژمنه وه ، حال مې نه شو ویلی ، ولې ډاکتر نوابي به د یو مهربان مشر په توګه موږ ډاډه کولو او راته به یې ویل موږ خپل هدف ته رسو ، مابه په ټوکو کې ورته وویل : ډاکتر صاحب ! که ډاکتر غني یې ونه مني ، هغه ډاکتر نه ، ته ډاکتر، ده به په کړس کړس وخندل او وبه یې ویل : په چا مې لکه چې وژنئ ، شمس صاحب مسکی شو او ورته وبه یې ویل : دا ازمون ډېره ښه خبره کوي ، زموږ یو ډاکتر په کار دی ، هغه ډاکتر چې دا هېواد پرې ورغېږي او په زخمونو یې پټۍ کېږدي ، نو هغه ته هم یې ، وبه مو خندل ، په همدې خندا به مو له ډاکتر نه خپه زړه خوشالاوه .
ډاکتر نوابي به همېشه موږ هڅولو ، ډاډ به یې راکاوه ، وخت راغی او ډاکتر غني ټاکنو ته وټوخېد ، نو لومړني مشاورین یې هم همدا موږ درې تنه وو ، شمس صاحب ښه مدیر و ، ښه پروګرامونه یې جوړول او ما خو هسې چوټ انداز خبرې کولې ، ولایتونو ته مو سفرونه وکړل ، ښه مې یاد دي ، هرات ولایت ته چې لاړو نو ډاکتر نوابي د تېر دور د ټاکنو ملګري په ما په وچ زور د کتلو په لیست کې ولیکل ، کله یې چې ملګري راغلل نو د هغوی له خولې راتلونکې ټاکنې ووتې ، ډاکتر صاحب غني یو دم احساساتي شو ، پاڅېده او ویې ویل : زه دلته کمپاین ته نه یم راغلی ، بیا یې زه او ډاکتر نوابي څنډې ته کړو ، خدای حاضر دی په ډاکتر نوابي یې سترګې را وویستې ، خو ډاکتر نوابي د دومره لوړې حوصلې څښتن و چې غږ یې هم ونه کړ ، د ډاکتر احساسات مو ساړه کړل ، بیا هم ډاکتر نوابي زړه ماتی نه و ، ویل یې دا مو مشر دی ، مشر حق لري چې پر خپلو کشرانو پټکې وکړي ، موږ دده اطاعت کړی دی او دا اطاعت به ساتو ، ډېرې خاطرې یې راسره دي ، خو دا وروستۍ خبرې مې دده نه هېرېږي ، ډاکتر نوابي په درېشۍ کې شپه او ورځ کمپاین کاوه ، هغه مهال موږ خلکو لېوني بللو او ویل به یې : دوی ځکه لېوني دي چې له لېوني سره ملګري دي ، ډاکتر نوابي به موږ ته ویل : موږ باید له چا سره د خولې خوند خراب نه کړو ، ما خو یوه ورځ یو مشر چې اوس تر هرچا ډاکتر غني ته زیات نږدې دی ، وویل : بس ته خپل کار کوه ، موږ به خپل کار کوو ، که هرڅه دی ، زموږ مشر دی ، که لېونی دی زما یار دی ، دا وطن چې همدا د کار لېونی جوړ نه کړي تاسې غوندې د رشوت خور نظام بقایا یې نه شي جوړولی ، متاسفانه نن د هماغه رشوت خور نظام خلک ډاکتر مخامخ ډاکتر غني ستايي ، ځکه چې موقف یې وساتل شي ، خو پسې شا بیا هغسې نه وي ، ډاکتر نوابي کور په کور ګرځېده او کارتونه یې راټولول ، دانو داسې وخت و چې ډاکتر غني د کارتونو راټولولو لپاره یوه ټنګه هم نه لرله ، نورو نوماندانو به پیسې شیندلې او موږ به زارۍ کولې ، ډاکتر نوابي به موږ ډاډه کولو ، ویل به یې په زور د خدای څلور لکه کارتونه خو زه راوړم ، ناسته نه ده په کار او څملۍ هم مه ، ګرځو به ، یوه ورځ مې پرې غږ وکړ ، ډاکتر صاحب ! کارتونه څنګه شو ؟ ده وویل : ازمون جانه په ډېرانه ګرځم او پلاستیکونه ټولوم ، دې ته راغلی یم ، دا ولس دې خدای پوه کړي ، ډاکتر نوابي به په شپو دفتر کې و او رښتیا هم نور یې په کارتونو ټولولو پسې خپل هوش له لاسه ورکړی و ، ډاکتر نوابي به د کمپاین په دفتر کې پرته له کوم امتیازه ملا اذان راته او په خپل شخصي مصرف به بېرته نیمه شپه کورته تلو ، په هغه او دغه یې دا ولس ساتلی و ، ګنې منځ کې هیڅ هم نه وو ، که د نننۍ ادارې چارواکو ته مو کمپاین سپارلی وای ، نو له کمپاین نه به یې همداسې یو څه جوړ کړي وو لکه نن یې چې ادارې په ټپه درولي دي او په میاشتو میاشتو یې څوک کتلی نه شي ، دوی به په ځانونو بېلابېل نومونو کېښودل ، تکنوکراتان ، مدني فعالان او ... همدې نومونو ته ناست وو ، له ولس سره یې چلند داسې و چې لا له وړاندې یې پرې خپل ډول خرڅاوه ، خو ډاکتر نوابي یو له هغو کسانو نه و چې د ولس په ژبه پوهېده ، ولسونه یې په ژمنو ساتلي وو ، ما یوه ورځ ورته وویل : ډاکتره ته خو خلکو ته ډېرې وعدې ورکوې ، دابه څنګه شي ؟ ، ده به په کټ کټ وخندل او وبه یې ویل : دا ولس د قدر وړ ولس دی ، دا باید خپه نه کړو ، داباید خپه نه شي ، که رانه خپه شي ، که خپه شي نو دا ټاکنې په تکنوکراتانو او فیسبوکیانو نه ګټل کېږي ، دا څه د فیسبوک مسابقه نه ده ، دا کار دی او صندوق دی ، ازمون جانه له دغو کسانو سره خپله کارت نه شته ، دا چې دلته ناست دي او غرېږي ، نو دوی به څنګه ډاکتر غني کامیاب کړي ؟ ، دا خو څه خبرې نه دي ، له غربه راغلي دي ، کارت نه لري او نه یې اخلي او لګیا دي وايي چې موږ ټاکنې ګټو ، په څه یې ګټې ، خبرې ډېرې دي ، ډاکتر نوابي چې شپه او ورځ پرې یوه په ډاکتر لوګی او ستي و ، ټاکنې وګټل شوې ، ډاکتر نوابي ډاکتر هېر کړ، یوازې او یوازې په یوه اختر او بل اختر کې به یې دنورو په څېر له ورایه وکوت ، خو کله هم ډاکترنوابي ونه ویل چې زه ولې ډاکتر غني له ځان نه لرې کړم ، ویل به یې خدای دې دا زموږ رهبر کامیاب لري ، که دی کامیاب نه شي او په چارو برلاسی نه شي ، نو زموږ د ټولو رنګه بدېږي ، دا هغه نوابي و چې په ډېرانونو ګرځېده ، دروازه په دروازه ګرځېده ، خو له ارګه لرې پاتې شو ، اوس هم له ولسونو سره و ، له هغو کسانو سره یې چې ژمنې کړې وې ، ډله ډله به په نوابي پسې ور روان وو ، او ویل به یې: تا خو ډېرې وعدې کولې ، ستا وعدې څه شوې ؟ ده به ورته همدا ویل لږ صبر وکړئ ، ساړه وخورئ ، انشاء الله دا سړی دا وطن جوړوي . ډاکتر نوابي د خپل مشر غیبت نه کاوه ، بیا یې هم خلک خوښ ساتل خو افسوس دا چې د ډاکتر نوابي دردېدلی زړه ودرېد او په مرګ یې ډاکتر غني یوه اوښکه هم تویه نه کړه ، همداسې رهبر داسې ملګری ، چې په خپلو یې جوړ نه کړې په پردیو نه جوړېږي او بالاخره ډاکتر نوابي له ډاکتر غني نه بې مخه ښې رخصت شو .
مړني دي چې یادېږي په سندرو هم په ویر