یو بدن دوه احساسه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 286

 له کابله یو ځل بیا د لر او بر د یووالي غږ پورته شو. د یوه وجود غږ پورته شو او د خواخوږیو غږ پورته شو، خو دا غږونه، لکه غره کې ناره وهل، یوه دوه درې ځلې به ایکو (انعکاس) واخلي او بیا به همداسې ورک شي.

له دې پخوا هم څو ځلې او په مختلفو دورو کې دغه شان جادو ګر غږونه په پوره زور پورته شوي دي، خو وروسته یې بیا پدل (تاثیر) له منځه تللی دی.
وروسته بیا دغه د انګرېز ډېورنډ په چاړه بېل شوی وجود همداسې بېل پاتې شوی دی او وروسته بیا چې پر یوه وجود لمبې بلې شوې دي، نو د وجود بلې برخې یې په پټه خوله ننداره کړې ده.
دغه یوه وجود ګڼل ، د شیخ مصلح الدین سعدي هغه بیت یوازې شاعرانه ادعا ثابته کړې چې ویلي یې وو: (... چو عضوی به درد اورد روزګار – دیګر عضو ها را نماند قرار)
دلته د وجود پر یوه عضوه همېشه درد وي، څړیکې کوي، خو نورې عضوې کرارې وي او د درد احساس نه کوي. 
یا، کېدای شي سعدي صاحب سم ویلي وي او د (یوه وجود) اصطلاح نن سبا هسې شاعرانه تعلې وي او بس.
عوامي نېشنل پارټي په پاکستان کې یوه نسبتاً پخوانۍ او تره ډېره بریده پاکستان شموله پارټي ده. دغه ګوند چې له (۱۹۸۶) کال راهیسې د خدايي خدمتګارانو د سر لښکر خان عبدالغفار خان د زوی ولي خان تر مشرۍ، د پښتنو د حقونو د خوندي کولو لپاره فعالیت پیل کړی، تر اوسه فعال دی.
همدارنګه د محمود خان اڅکزي تر مشرۍ لاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، له مطرح او با نفوذه ملتپاله ګوندونو څخه دی. 
د دغو دواړو ګوندونو مشران له یوه پلاوي سره کابل ته راغلي وو او د جګړې په اور کې سوځېدلی کابل یې کوربه وو.
مېلمنو، ظاهراً د سولې پیغام له ځان سره راوړی دی او یو ځل بیا یې د لر او بر د یوه وجود شعارونه د سټېج له سره پورته کړي دي. 
دوی که څه هم په ښکاره ځانونه د افغانستان او افغانانو خواخوږي او د افغان وجود یوه ګډه برخه ګڼي، خو تر اوسه لا داسې څه په عمل کې نه دي تر سترګو شوي چې د یوه بدن د غړو ګمان پرې وشي او یا کېدای شي د مصنوعي غړو په څېر وي چې درد نه محسوسوي.
د دوی د خواخوږۍ او د یوه بدن شعار یوازې د کلمو په چوکاټ کې محصور پاتې شوی او لا یې فزیکي بدن نه دی لیدل شوی.
له لسیزو راهیسې افغانستان، د نورو لاملونو تر څنګ د پاکستان د افغان ضد پالیسیو په اور کې سوځي. له کلونو راهیسې د دې ټپي ټپي وطن په زخمونو کې چاړه ګرځول کېږي، له کلونو راهیسې دغلته بل شوی اور د افغانانو هډونه سوځوي، کورونه یې نړوي او ...خو له یاد شوي وطن څخه د راغلیو مېلمنو عکس العمل یوازې په رسنیز بیان کې خلاصه شوی دی او بس.
دوی چې د ټاکنو په ورځ د رایو ګټلو لپاره په زرګونو او حتی په لکونو کسان راټولولای شي، له افغانستان سره د خواخوږۍ لپاره هم همدومره کسان راټولولای شي. د هغه چا پر وړاندې هم دومره عظیم لښکر تیارولای شي چې د افغانستان د بربادۍ او افغان وژنې ګوته ورته نیول کېږي.
که دوی رښتیا هم ځان د افغان بدن یوه برخه ګڼي، نو ولې یې د هغې برخې د لا سوځېدنې او خوږ د مخنیوي لپاره خپل وس قرباني نه ده ورکړې؟
ولې تر اوسه د هغه چا پر وړاندې نه دي راپورته شوي چې د دوی د بدن پر یوه برخه یې اور بل ساتلی؟ او ولې...؟؟؟
په هرصورت، شک ښه شی نه وي. لا هم د دې یوه بدن یوه برخه دومره نه ده سوځېدلې چې د بیا رغېدو امکانات یې نه وي. 
په دې برخه کې دومره مقاومت شته چې که اوس هم له اوره وژغورل شي، ټپونه یې رغېدای شي او بېرته د ژوند ساه پکې چلېدلای شي.
هغه ډلې او ولسونه چې ځانونه د افغان بدن یوه برخه ګڼي، باید له خپل ټول قدرته د هغه اور په ګل کېدو کې ونډه واخلي چې د دې بدن یوه لویه برخه پرې له کلونو راهیسې سوځي. که یوازې خبرې وي، نو شاید خلک باور و نه کړي او شاید له دې سوځېدلي بدنه دغه ناره پورته شي:
راغلې خو خالي خالي لاسونه دروغجنه – نه دې سپرلی راوړ نه ګلونه دروغجنه 
تا نه د نغمې د درد کیسه ده هېره شوې – مه چېړه زما د زړه تارونه دروغجنه
‫سرخط‬ ورځپاڼه