خوشحالوونکې منظرې او اندېښنې


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 228

 جلال‌اباد کوچنی خو ګڼ مېشتی ښار دی. د دې ښار واټونه، نه په ګلانو ښایسته شوي او نه په ډولۍ بوټو. نه ښکلې او فواره لرونکې څلورلارې لري او نه هم داسې نور زینتي شیان چې په لیدلو یې زړه خوشحاله او فکر ارام شي.

ډېری کوڅې او فرعي سړکونه یې خام دي. خو همدغه سړکونه او کوڅې کله دومره ښکلې شي چې روح پرې تسکین شي او زړه پرې تازه شي.
دا معمولاً سهار او غرمه مهال وي. په دې وختونو کې په تورو کالیو او حجابونو کې کتابونه په لاس نجونې د تعلیمي مرکزونو په لور روانې وي.
دا ننداره، له ذهنه د ماضي ستړیا لېرې کوي، د هغې دورې ځوروونکي تصویرونه لېرې کوي چې د دې ښار کوڅې به له دغه شان منظرو خالي وې.
له دې بله خوندوره ننداره د ماشومانو ده. کوڅه له ماشومانو ډکه وي، لکه د رڼا پوځ چې د تیارو شکست خوړونکي لښکر پسې روان وي او په هر ګام اخیستلو یې، د تیارو جنازه پورته کېږي.
وړو سبز پوشو ماشومانو د کتابونو بکسې شا ته اچولې وي، کوچنیو نجونو له تورو کالیو سره سپین پوړني په سر کړي وي او مخ په مکتب او یا له مکتبه مخ په کور روانې وي.
کله چې کور ته ځم او یا راځم نو په لاره کې د ښوونځيو له ماشومانو سره مخ کېږم، دا هغه ماشومان وي چې ښوونځي پورې کابو نیم ساعت پیاده مزل کوي. د ځینو یې پاپوشونه هم زاړه او حتی شلېدلي وي.
ورته ودرېږم، موټر ته یې را پورته کړم. ځان ورسره هوسا او خوشحاله محسوسوم؛ خو خوشحالي مې ژر په اندېښنو بدله شي.
زه له دوی د ټولګي پوښتنه وکړم، ډېری د ابتدایه ښوونځي زده‌کوونکي وي. د څلورم او پنځم ټولګي وي.
د ضرب پوښتنه ترې وکړم ورته وایم: پنځه په پنځو کې څو کېږي؟ ډېری ځل ترې د (۲۵) پر ځای لس واورم. بیا ورته وایم: جمع نه ده، پنځه ضرب پنځه څو کېږي؟ بیا هم هماغه ځواب وي.
بیا ترې د املا پوښتنه وکړم، هغه کې هم ناکام شي او دا ناکامي راته د ټول ولس ناکامي ښکاره شي، د ټول هېواد ناکامي ښکاره شي، د راتلونکي ناکامي ښکاره شي او...
ځکه دا مې یوازې د جلال اباد تصویر نه دی، شاید د ډېرو ولایتونو او یا حتی د ټولو ولایتونو همدا حال وي.
شاید، په دې کې د کورنیو هم قصور وي او حتی ښه پوره قصور، خو د ښوونکيو قصور ځکه زیات دی چې همدغه شاګردان بیا ازموینه کې بریالي شوي هم وي او همداسې بریالي ترې فارغېږي.
زموږ تعلیمي سیسټم له کلونو راهیسې او که دقیق ووایم له شومې کمونیسټي کودتاه راهیسې ګډوډ شوی دی، معیار یې ټیټ شوی دی او همداسې په ټیټېدو دی.
هیچا یې د سمون لپاره سمه پاملرنه نه ده کړې او لا مخ په ګډوډۍ روان دی.
دلته له نصابونو څخه د افغانستان د ښېرازه راتلونکي پر ځای، د ګوندي ګټو او شخصي سلیقو لپاره استفاده شوې ده.
دلته په تعلیمي مرکزونو کې د مقرریو پر مهال هم د مهارت او پوهې د معیار پر ځای ګوندي او سلیقوي ګټې پالل شوې دي.
دلته له تعلیم او تعلیمي نظام سره داسې چلند شوی، لکه یو غیرضروري او فرعي شی چې وي.
نه نصاب ته سمه توجه شوې، نه د ښوونکي په انتخاب کې غور شوی او نه د نورو اړوندو مقاماتو په ټاکنه کې.
دلته هم له سلیقو، ګوندي اړیکو او... له مخې کار شوی دی.
پخواني ولسمشر په خپله دوره کې یوازې د تعلیمي کال د پیل په ورځ د ښوونځي له زنګ څخه څو کړنګه پورته کړي او په فاتحانه انداز یې د شاګردانو شمېره اعلان کړې او همدا یې خپل مسوولیت ګڼلی. 
وزیر صاحبانو هم د سټېج له سره څو شعارونه ورکړي او ابن الوقت سامعینو ورته لاسونه پړکولي.
نوي ولسمشر او د پوهنې وزیر یې هم تر اوسه داسې کوم ګام نه دی پورته کړی چې تغییر یې محسوس کړای شو.
په ناامنو سیمو کې مو ښوونځي د وسله‌والو مخالفانو او یا جګړې له وېرې تړل شوي وي او په ښارونو یا خوندي سیمو کې چې پرانیستي وي، هلته یې د ډېرو کیفیت ځورونکی دی.
موږ له خپلو ګاونډیو سره د تعلیم په برخه کې هیڅ د سیالۍ نه یوو. تر ټولو وروسته پاتې یوو. ځینې تازه شمېرنې ښيي چې زموږ له ګاونډیو څخه د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د سواد فیصدي له (۹۹) لوړه ده.
په چین کې دغه کچه نږدې (۹۷٪) ده. ایران نږدې (۸۷) فیصده ده، پاکستان (۵۸٪) ده او زموږ بیا (۳۸٪) اټکل شوې ده.
ځینې به د دې وروسته پاتې‌والي لامل جګړه وګڼي، دا به یو لامل وي، خو ټول لاملونه په همدې کې نه شي خلاصه کېدای.
وګورئ د فلسطین جګړه له موږ څخه زړه ده، هلته یې عمر نږدې اویا کلونو ته رسېږي، خو د سواد کچه یې نږدې (۹۷٪) ښودل شوې ده.
د ولسونو او هېوادونو د پرمختګ راز په تعلیم کې دی، څومره چې د ولسونو دغه کچه معیاري وي، هومره یې د پرمختګ او نېکمرغي ګراف لوړ وي.
حکومت، په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت باید په جدي توګه له تعلیمي مرکزونو څخه ټینګه څارنه وکړي، لکه څنګه چې پوځ او قضايي ارګان له سیاسته لېرې ساتل کېږي، همدغه شان دې تعلیمي مرکزونه هم د ګوندونو او شخصي سلیقو له شوم سیوري وژغورل شي.
دا کنډر کنډر هېواد رغول غواړي، د دې معماران لوستی نسل دی، له دوی سره بې‌پروايي له ټول وطن او ولس سره ستر او نه بخښل کېدونکی خیانت دی.
‫‏سرخط‬ ورځپاڼه