ابل ته د وطن له محکومې برخې د راغلو مشرانو د راتګ په پلمه


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 247

 د رښتيني افغان سياست اړتيا

کله چې مو هم د لوی وطن په اړه د سياسي څېرو له خولې احساساتي خبرې واورېدې؛ نو د باور په نظر ورته مه ګورئ.
د تاريخي لوی افغانستان مسله له سياسي بدرنګيو لېرې د اوږدې فکري مبارزې پيل کېدو ته اړتيا لري چې بايد د تپل شوې کرښې دواړو غاړو ته په پرله‌پسې توګه په ډاګه شي چې د ډېورنډ له منځه وړل سياسي شعاري غږ نه، بلکې د افغان د لوی کاله د ارمتيا او سوکالۍ ضرورت دی.
څرګنده ده چې د دغه ضرورت د پوره کېدو منزل ته به د سياست پر لارو ګامونه اخلو؛ دغه لاره اوږده ده، اغزنه ده او بلا بلا تروږمۍ پکې دي؛ نو په شعوري توګه د فکري مبارزې پر کمرونو ختل غواړي.
خو له بده مرغه د لوی وطن له مسلې څخه هم تېر څوارلس کاله او هم د تاريخ په اوږدو کې د سياست د بزکشۍ د مرغومي کار اخيستل شوی دی.
ډېری داسې بېلګې شته چې په دواړو غاړو کې چې کله کوم پښتون سياستمدار د خپل سياست بازار پيکه ليدلی؛ نو همدا شعاري غږ يې پورته کړی چې لر او بر يو افغان.
له تېرې پنجشنبې د وطن پلازمينې ته د تپل شوې کرښې اخوا د وطن د محکومې برخې-پښتونخوا د ملتپاله ګوندونو مشران راغلي دي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې د افغان وطنپالنې اوږده او رڼه مخينه لري؛ خو داسې څېرې هم پکې دي چې د پنجاب تر سيورې لاندې يې د خپل سياست د ګرمۍ سړولو لپاره اوبه څښلې دي.
دوی نن په کابل کې د محکوم وطن د سوات سيمې د اوسېدونکي مبارز ارواښاد افضل خان لالا په ياد غونډه کې برخه اخيستې وه.
د همدې غونډې په اوږدو کې يو ځل بيا د تپل شوې کرښې د دواړو غاړو افغانانو د يو کېدو غږونه پورته شول، يو ځل بيا ډېورنډ کرښه په نشت حساب شوه او هغه دسيسې ناکامې وبلل شوې چې د پنجابيانو له خوا له تېرو څو کلونو راباندې عملي کېږي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي وويل: 
"پښتانه ټول يو ولس دی، زموږ غم او ښادي سره يو دي، هيڅوک يې هم نه شي بېلولای، که څه هم د ډېرو دسيسو او دردونو ښکار شوي هم دي."
ورپسې له تپل شوې کرښې اخوا د نېشنل عوامي ګوند مشر اسفنديار ولي خان وويل:
"موږ چې افغانان وايو، دا په دې مانا چې هر پښتون افغان دی؛ خو هر افغان پښتون نه دی؛ نو په افغانستان کې تاجکانو، هزاره‌ګانو، ازبکانو او نورو ټولو مېشتو قومونو د سولې لپاره کار کړى او دغه ارمان د ټينګښت لپاره يې سلګونه کسان شهيدان ورکړي دي."
دا يو حقيقت دی چې هر پښتون افغان دی او هر افغان پښتون نه دی او دا ډول خبره کول د دې مانا لري چې تپل شوی ډېورنډ شتون نه لري، خو ارمان دلته دی چې همدې مسلې نه تل د سياسي ارمان په توګه کار اخيستل شوی دی.
د سياست منزل نه، بلکې د سياسي لارې د مزل په توګه ورته کتل شوي دي او د منځمهالي سياستونو لارې پرې لنډې شوې دي او بس.
دا هم يو حقيقت دی چې کله د تاريخي لوی افغانستان د روانې تتې مبارزې د يو لاروي په توګه له تپل شوې ډېورنډ کرښې اخوا افغانانو په اړه فکر کوم، نو هغه مهال راياد شي، کله چې موږ د روس د يرغل پر مهال د همدې تپل شوې کرښې اخوا اوښتي وو، د مردان په جلاله سيمه کې اباد وو.
زما يادېږي، که چېرې مې په ازاده توګه د وطن په اړه مطالعه کړې نه وای او د وطنپالو ملګرو له يوې ډلګۍ سره مخ شوی نه وای؛ نو په جلاله او بيا پېښور کې له اوسېدو اتلس کاله وروسته به مې هم د لوی وطن جغرافيې حدود پېژندلی نه وای.
که څه هم د جهادي ګوندونو په ښوونځيو کې مې لوست کاوه، خو نصاب يې چې د پاکستان د استخباراتو تر سيوري لاندې ليکل کېده؛ داسې کومه کليمه پکې نه پيدا کېده چې افغان بچی دې ترې د وطن د مينې رنګ واخلي او يا دې د خپل تاريخي لوی افغانستان د پېژندنې څرک پکې وګوري.
نو کله چې يو افغان د پاکستان تر ولکې لاندې محکوم وطن کې ژوند کوي؛ نو د هغه مجبوريتونه د تپل شوې کرښې دې‌خوا د لوی وطن د ازادې برخې د اوسېدونکي افغان په پرتله ډېر دی.
هغوی د پاکستان د استخباراتو تر سيوري لاندې د دغه ترهګر زېږونکی چوکاټ په سياسي اورونو کې ژوند کوي، نو د لوی وطن پر لوري به يې سياسي ګامونه هم کمزوري وي.
له دې رازه هم پرده پورته کوم چې د تاريخي لوی افغانستان په دې خوا کې هم داسې سياسي ډلې ټپلې او اشخاص شته چې د تپل شوې ډېورنډ له منځه وړل د خپلو سياستونو د مرګ په مانا بولي؛ دا نو هغه کړۍ دي چې سياست يې د افغانستان لپاره نه، بلکې د خپلو وړو وړو شخصي موخو لپاره ځانګړی کړی وي.
دلته ده چې موږ د شعار پر ځای د تاريخي لوی وطن د ژوندي کېدو لپاره د اوږدې فکري مکتبي سياسي مبارزې اړتيا وينوو.
دغه اړتيا د ولسي مبارزې له رنګه واخله د سياسي ډيپلوماسي په چوکاټ کې په نړيواله کچه د افغان د حق او اړتيا په موخه راپورته کېدو ته ضرورت لري.
که چېرې د لوی وطن له محکومې خوا څخه راغلي سياسي مشران د پنجاب په سياسي اشاره کابل ته راغلي وي؛ نو زه ورته د افغان مشرانو په نامه د درنښت ټکي نه کاروم.
د دوی سياسي مجبوريت په سر سترګو، خو که چېرې يې پر افغان ولسمشر باندې د پنجاب او د پاکستان د ګټو په موخه زور راوړی وي؛ نو بيا يې هم مجبوريت د مجبوريت په توګه د منلو نه دی.
دا منو چې وخت او حالاتو د پاکستان په چوکاټ کې سياست کولو ته مجبور کړي دي؛ خو دا دې نه هېروي چې دوی سياست کوي او د دوی سياست د افغان ملت د هغې برخې د ارزښتونو او حقوقو له ساتنې منشا اخيستې چې له ډېورنډ کرښې اخوا په ژوند کولو مجبور شوي دي.
که دوی چېرې د افغان په ګټه سياست کوي؛ نو دغه مجبوريتونه کمېدای او د وخت په تېرېدو پای مومي؛ کنه همداسې به د پنجاب تر ولکې لاندې ژوند وي او په همدې ناره به د افغان وطن د ازادې او محکومې برخې اوسېدونکي ځان ته ډاډ ورکوي چې لر او بر يو افغان.
افغان حکومت بايد له دښمن سره د سياست لارې رڼې کړي او په ولسي کچه د افغانيت د وېښتابه په لوري د رښيتنيو مدني حرکتونو ملاتړ ته لارې پرانېزي.
د پښتونستان په نامه د تاريخي لوی افغانستان لپاره د سياسي شعار ډول دې له غاړې وباسي چې له کلونو کلونو پرې ولس غلطېږي...
دغې مبارزې ته د نړيوالو نورمونو پر اساس رښتينی رنګ ورکول په کار دی چې د پايلو لپاره يې پر دښمن عملي فشار راشي.
دغه فشار پر اقتصادي، ټولنيزو او سياسي لارو چارو رواستل کېدای شي. دښمن ځان په ډېرې ځيرکتيا د نړۍ په ضرورت بدل کړی دی.
افغان سياستوالو ته بويه چې افغانستان د نړيوالو لپاره په همداسې ضرورت بدل کړي او د همدې مبارزې لارې ونيسي.
خاورې به يې هله ګلان وټوکی
وتړۍ خيبر بېرته کابل پسې
 
‫سرخط‬ ورځپاڼه