قدير تود شو، قدير سوړ شو


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • 407

 تر بنګړيو وروسته پېزوان، که پايل؟

په ګل اغا شېرزي غوندې بې‌نفوذه سړي يې چې وس بر نه شو او د بنګړي اچولو پيغور یې ځان ته پرېښود، نو داعش غوندې پېچلې نړیوالې ترهګرې ډلې ته به څنګه ماتې ورکړي؟
ظاهر چې څو کاله مخکې د ننګرهار له پخواني والي ګل اغا شېرزي سره پر ګټو وران شو، په ټکنده غرمه يې د څو زرو کسانو جوړې شوې غونډې ته خپل بډ وهلي لاسونه نېغ کړل او ګواښ یې وکړ چې یا به شېرزی له ولایته شړي، یا به په لاسونو کې بنګړي واچوي.
په هغه پېشرو څو کاله واوښتل، ظاهر قدير نه پر شېرزي برلاسی شو، نه یې لاسونه په بنګړیو ډک کړل.
له شېرزي سره تر ناکامې ډغرې وروسته یې د کرزي د مالیې له وزیر عمر زاخېلوال سره ټکر راغی، زاخېلوال یې د خپلو وکیلانو ملګرو په مرسته ولسي جرګې ته استیضاح کړ، خو زاخېلوال له غاښ ماتوونکي ځواب سره ظاهر او ملګري یې قاچاقبر، مالیه نه ورکوونکي او غله یاد کړل، سرې سترګې له پارلمانه لاړ، خو دغه ښاغلی وکيل ډېره موده د خپل دویم شکست له ویر سره بوخت پاتې شو.
په درېیم ځل څو میاشتې مخکې چې داعش په ننګرهار کې تازه سر راپورته او په قتل عام يې لاس پورې کړ، ظاهر قدیر د پارلمان له سټېجه د داعش خلاف دړکې ورکړې.
حکومت یې په بې‌تفاوتۍ او کمزورۍ تورن کړ او مهلت یې ورکړ چې که په پنځلسو ورځو کې د داعش ځولې ځمبلې ور ټولې نه کړي، دی به له زرګونو وسله‌والو سره شینوارو ته د داعش ځپلو لپاره لاړ شي.
هغه مهلت پوره شو، داعش د حکومت له اوږدو او شدیدو عملیاتو سره لا په بشپړ ډول نه دی ختم، نه یوازې ختم نه شو؛ بلکې له شل زرو زیاتې کورنۍ یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړې.
ظاهر قدیر ته که څومره په فېسبوک، ولسي حجرو او دېرو کې خلکو ورځې شمارلې او له یوې بلې لارې یې ورکړې وعده وریادوله، خو سړي ځان غلی کړ.
دا یادونې، پيغورونه او تهمتونه دومره زیات شول چې د ظاهر د ننګ چېنجی یې ویښ کړ. 
دی اړ شو چې څو نمايشي وېډيوګانې او تصويرونه چې پکې يې يوازې څو تنه وسله‌وال تر ځان چاپېر کړي وو، د خواله رسنيو له لارې شريک کړي.
د تصویرونو تر خپرېدو وروسته ننګرهاریانو تمه لرله چې ظاهر قدیر به همدا پرون اچین او سپین غر ولسوالیو ته ځي، په لوړو غرونو به له وعدو سره سم خېژي، د داعش هغه پاتې شوني چې د امریکا له بې‌پیلوټه الوتکو او د افغان ملي ځواکونو له زغره والو ټانکونو روغ پاتې دي، یو یو تر تېغ تېروي.
د شینوارو خلک لا هم سترګې په لاره وو چې ظاهر خان یې ګټلو او دښمن ځپلو پسې راځي، خو دې مېړني وکيل پښې راسپکې کړې او د پارلمان له ودانۍ يې چيغې پورته شوې.
ظاهر خان په پارلمان کې د دې پر ځای چې د خپلو لاپو شاپو او ادعاوو د نه عمل او اثبات ځواب ووایي، په اتلانه انداز اعلان وکړ چې له فتحې راستون شوی او په ننګرهار کې یې نړيواله ترهګريزه ډله داعش ځپلې ده.
ظاهر قدیر بیا، بیا دا ویل چې ننګرهار د داعش په لاس سقوط کېده، خو بخت یې ښه و چې ده خپل ټول نور خدمتونه پرېښودل او له بې‌حسابه او بې‌پایانه لښکرونو سره یې ورودانګل.
ده داعش دومره زورور وښود چې د افغانستان د څو ګونو امنیتي ځواکونو د یوه او حتی ټولو وس پرې بر نه شو، یو هم په غرنيو سیمو کې نږدې نه ورغی، خو دی او د ده پولادي لښکرې وې چې دا وحشي ډله يې ماته کړه.
ظاهر قدیر پر حکومت هم خوله ورخلاصه کړه چې داعش نه شي ځپلای او په دې اړه بې‌مسوولیتي کوي.
په ځانکړي ډول د ولسمشر د ملي امنیت په سلاکار حنیف اتمر وروغورځېد چې ولې یې د داعش ځپلو په پلمه د ده د ملېشه جوړونې مخه ډب کړې.
ظاهر قدیر د اوښ په بډه وهلو داسې اکټونه چې په پارلمان کې وکړل، حکومت، امنیتي ځواکونه، ولسي پاڅون او نور ټول هغه اقدامات چې ولس او حکومت په شینوارو کې د داعش خلاف کړي، ده په څو دقیقو خبرو کې یو مخ رد، په نشت حساب او دروغ وګڼل.
ځان یې فاتح، تر ټولو لومړۍ درجه وطن پرست، مدافع او فداکاره وښود، خو لږ ترلږه یې و نه ویل چې شینوارو ته د کوم قانوني حق، مسوولیت او اجازې له مخې تللی؟
هلته یې نور څوک لیدلي، څوک ورسره ول، د چا په مرسته او مالي تمویل لاړ؟
داسې لسګونه پوښتنې یې ناځوابه پرېښودې، داسې وغږېده چې د وطن یوازېنی لوی، اغېزناک، واحد او د ټولو قوتونو کتله قوت یې ځان وښود.
خبرې یې دومره افراطي،احساساتي او بې مسوولیته وې چې خپل پرون، خپله ماضي او د خلکو حافظه یې یو مخ له یاده ووته.
له ښاغلي قدير نه هېر و چې د تنظیمي واکمنۍ د سقوط پر مهال د ننګرهار والي او د ختیز زون تنظیمه ريیس څوک و، هغه ولې په هغه وخت کې چې طالبانو لا کابل نه و نیولی، ننګرهار له ټول قوت سره خوشې کړ او پښې يې ترې سپکې کړې؟
د ښاغلي ظاهر قدير دا مېړانه هم د تېر په څېر حسابېږي، هسې ځان غولوي او تر بوسو لاندې اوبه تېروي.
سرخط‬ ورځپاڼه