نیمګړی ارمان


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شاکر مموزی
  • 1026

 دردونکې او رښتونې کیسه /

زوړ او ټوټه ټوټه پیوند شوی پړونی به یې په سر و زړو کلوښو ته به یې د ربړه پینې لګولې وې ځیږه لاسونه یې وه ځکه چې د بې وزلي او بې کسي ډېره پرې زور وه ،خو د کلي پر ټولو ښځو او کلیوالو ګرانه وه ځکه فاطمه ابۍ مشره او مهربانه ښځه وه چې د کلي ښځو او ماشومانو به (پاتخمه ترور) بلله ، کله به هم چې د کلي ښځو دودیز مناسبتونه جوړول لکه د پښه ارتي ډوډۍ ، د ماشوم دپیدا کېدو ډوډۍ ، ماشومانې په لمونځونو درول ، د ورږو او سرواره مړۍ نو فاطمه ترور به یې هرومرو ورغوښته ځکه د یوې مشرې انا حیثیت یې ټولو ته درلود ، د کلي هر مناسبت او هر ګډ دود به د نوموړې له نه شتون څڅه بې خونده وه او هرې مېرمنې به د فاطمې ترور پوښتنه کوله چې ولې نه ده راغلې ؟؟
فاطمه ترور چې یوه کونډه وه او ډېر د کړاونو ژوند یې را تېر کړی و، دې یواځې یو زوی درلود چې ټوله ورځ به د لاس په درنه او سخته مزدوري پسې ورک و
یواځې دومره اباده ځمکه یې در لوده چې د مور او زوی دکال غنم او د یوې غوا رشقه به یې پرې کېدله نوره ځمکه یې هم درلوده خو د بې کسي او بې وزلي له امله یې نه شوای ابادولی .
د زړې مور یې هم د ژوند یواځینی او ستر ارمان دا و چې خپل زوی ته واده وکړي او یوه ورځ وویني چې خېرن زړوکې یې پخپله نه بلکې انږور ورته ووینځي دکور هغه رنګارنګ ستونځمن کارونه چې دې به په کړوپه ملا او عمر خوړلي بدن یواځې سر ته رسول له نن څخه وروسته یوه مرسته کونکې ورسره پیدا شي او داسې یوه روښانه ورځ ورته راشي چې د سهار وختي له لمانځه وروسته دغوا د را لوشلو او خپل زوی ته کارته له روانېدو مخکې د ناشتې د تیارولو پر ځای په خپل جای نماز خپلې تسپې (تسبیح) ووایي او نومړي کارونه یې نږور سرته ورسوي یوه ورځ د خپل انګړ د توت ترسیورې لاندې په کراره کیني او د کلي له نورو ښځو سره په بې غمي روغبړ او خواله وکړي یوه ورځ یې کمیس د لمسي پر متیازو لوند شي او له خولې یې په خوږه ژبه د (انا) غږ واوري!!
هر وخت به زوی ته ویل زویه! دا مې ارمان دی چې له مرګ څخه مخکې تاته واده وکړم او ښکلی اولاد دې ووینم ، په نیمګړې نړۍ کې نور هیڅ ارمان نه ارم!!
ددې ارامان د پوره کېدو لپاره یې نور هیڅ مدرک نه وه یواځې د کلي کوز پلو د راده پر غاړه یو څو پټی یې چې درلودل هغه یې په یوچا وپلورل او زوی ته یې له ډېرو پلټنو او ګرزېدلو وروسته کوزده او واده وکړل چې په دې سره یې د ژوند نیم ارمان پوره شو ، له خوشحالي به په جامو کې نه ځایېده د کلي ښځې به چې مبارکي ته ورته راغلې نوله ډېرې خوښي څخه به دې مبارکي ورته ویله او ورته ویل به یې شکر دی چې زما د یوځري زوی د عمر په خوشحالي کې مو ګډون راسره وکړ ، ټول کلیوال د د فاطمې ترور د زوی په واده خوشحال و ، ورځې او شپې یې شمارلې او په دې هیله وه چې الله (ج) یې زوی ته نر اولاد ورکړي او مېله یې اباده شي
دشپې به یې نفلونه کول او ډېرې نذرانه روژې یې هم ونیولې چې الله (ج) لمسی ور کړي ، دا دی وخت را نږدې شو دفاطمې ترور نیم پاتې ارمان هم پوره کېدونکی دی ، فاطمه ترور چې په دې هم ډارېده چې خدایه مه کړه نږور یې په کور کې د ښه کېدو پر ځای روح ورنه کړي او روغتون دوړلو او دروغتون د ډاکټرانو د فیسونو او خرڅو توان یې هم نه درلود ، هکه حیرانه وه
اخر یې د شاه محمد اکا د کور پر لور هیله وروړه چې یو څو روپۍ قرض ورکړي کله یې چې ناروغي ښه شوه د میاشتې په اخر کې یې د زوی د کاریزه د کیندلو پاتې پیسې کلیوال ورکړي نو بیرته به یې ورکړي شاه محمد اکا هم روپۍ ورکړې ، دکلي موټر یې کرایه کړ او په ولایت کې د ښځینه ډاکټرې کلنیک ته ورغله ، فاطمې ترور په ډېره وارخطایي او بیړه ډاکټرې ته وویل : وازویه ! وا ډانکترې !
دا زما بې کسه او بې وسه نږور سره ډېر پام کوه او سمه یې وګوره چې نه بل زوی لرم او نه د بلې نږور د راوړلو توان لرم !!
ډاکټرې ورته وویل : خپل مریض دې هلته کېنوه دا ټول دغسې مریضان دي ، فاطمه ترورله ډېره غمه او وارخطایي کله له نږور سره کینې کله بیا زوی ته ور ووزي خو الله خیر کړو ، فاطمې نرورې زېری مې در باندې لمسی د پیدا شو
ــ له تا مې کوربان کړې ډانکترې زویه خدای د ښه درسره وکړي ، شکر دی خدایه چې دا ارمان مې دې هم پوره کړ !!
ډاکټرې ورته وویل : ښه خدای راسره کړي دي ژر کوه شاباس زما شېریني او فیس راکوه که نه ماشوم دې نه شې ایستلی !!
فاطمې ترور د زاړه ټکري په پیڅه پورې یو څو افغانۍ غوټه کړې وې او په رېږدېدلو لاسو نو یې غوټې خلاصولې ورته ویې ویل کوربان شه شیرینې له تا کوربان شه خو چې نږور مې خدای راته ښه کړي ،واخله زویه دا روپۍ دې شیرني او ډاکتري واخله!
ډاکټرې چې روپۍ ددې له غوښتنې او تقاضا څڅه کمې وې ور غبرګه کړه د چوک مزدوره خو نه یم چې دا څو روپۍ دې په ګوتو کې راته ونیوې ، دغه روپۍ دې ځان ته کېږده زه پوره ۸۰۰۰ اته زره افغانۍ غواړم که نه ماشوم به مو هلته پروت وي نه یې درکوم.
ــ وا زویه زوی مې غریبکار دی دلاس مزدوري کوي دا روپۍ مې هم له شامحمد اکا څخه راپور کړې کوران که نورې راسره وي ، هن دا واخله او دعا به درته کوم .
ــ ټول غریبکاران دي ، دعا د ځان ته وکړه ، زه مې خپل فیس او شیریني غواړم .
فاطمه ترور چې نیمګړې خوښي یې له ګواښ سره مخامخ شوه ناچاره شوه او له کلینک څخه د باندې زوی ته ورغله چې ډانکتره دا روپۍ نه غواړي ډېرې غواړي ، زوی یې هم په جېب ګوتې ووهلې خو له بده مرغه هیڅ نه و ورسره او مور ته یې وویل ډاکټرې ته زارۍ وکړه چې نشته راسره خو ډاکټرې هیڅ نه منل چې ناهیلې بیا د خپل زوی لوري ته ور روانه شوه ، د نورو ښځینه مریضانو په ګڼه ګوڼه کې ډاکټره د فاطمې ترور نږور ته په ډونګېدا شوه چې خاوند یې ولې ددې د خوښې فیس او شیریني نه ورکوې دا چې ډاکټرې سترګې برګې کړې وې او دسمییزو کليو نالوستې او ساده ښځې غلې ورته ناستې وې ، ډاکټره له غصې سره او شنه تاوېده او خپل ځیرک موبایل یېې په لاسونو کې اړاوه را اړاوه غاښونه یې چیچل ،ناببره (خدای یادونکې) ډاکټرې د بې وزله مزدور په مېرمن ،د فاطمې په نږور ګوذار وکړ او په موبایل یې په دې مغزو وویشته چې د ډاکټرې له ګذار سره بې ساه ورکړه او په څنګ کې یې ماشوم ژړاند پاتې شو !!