محمد رسول د اختر منصور پر ضد؛ څه به کېږي؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد عیسی مومند
  • 935

 وسله‌وال طالبان په دوو برخو ووېشل شول. د طالبانو د مشر اختر محمد منصور هغه مخالفین چې د ده مشري یې نه منله، بله ډله يې رامنځته کړې.

د نوې ډلې مشر ملا محمد رسول، لومړی مرستیال یې منصور داد الله او دویم مرستیال یې شېر محمد منصور ټاکل شوي دي.
د ډلې نوم د اسلامي امارت عالي شورا ده او اوس وخت کې یې ډېر تمرکز د هېواد پر سوېلي ولایتونو دی.
د ملا عمر د مړینې خبر له خپرېدو وروسته اختر محمد منصور د اسلامي امارت د مشر په توګه وټاکل شو؛ خو پر وړاندې یې جدي مخالفتونه موجود ول.
زیات شمېر لوړپوړیو طالب قوماندانانو یې مخالفت ته راودانګل او د قطر دفتر د مسوول طیب اغا په څېر ځینې طالب مشران په بشپړه توګه د جګړې له لیکو ووتل.
د اختر محمد منصور په اړه د خپرو شویو رپوټونو پر اساس، نوموړی سربېره پر دې چې د طالبانو مشري کوي، په عربو کې کار و بار هم لري او له دې ور ها خوا د مخدره توکيو په قاچاق کې هم پوره لاس لري.
له هغه وروسته چې دی د طالبانو مشر په توګه وټاکل شو، له خپلو ټولو مادي او معنوي امکاناتو څخه په استفادې یې هم په ټول شدت سره وسله‌وال مخالفت ته دوام ورکړ او هم یې د برلاسۍ په موخه د خپلو سیالانو را خپلولو هڅې پیل کړې.
د جګړې په ډګر کې د ده فعالیتونه د دې باعث شول چې تر یوه حده طالب قوماندانان پر ده راټول شي؛ اما د ټولو لګښتونو، د پاکستان استخباراتي ادارې له هڅو او د سلګونو تنو له قرباني کولو سره بیا هم اختر محمد منصور د طالبانو پر یووالي بریالی نه شو.
د طالبانو د نوي مشرۍ او نوې ډلې رامنځته کېدل مشخص نتایج له ځانه سره درلودای شي چې لاندې ترې یادونه کېږي؛
اول؛
د طالبانو جنګي صفوف مخ په کمزوري کېدو دي. په زابل کې منصور داد الله مخکې له مخکې چمتووالی نیولی وو او ان د اختر محمد تر مشرۍ لاندې طالبانو باندی یې بریدونه هم کړي دي.
دغه اختلافات ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي چې ډېر ژر به وسله‌وال مخالفت شدت ومومي. د وسله‌وال مخالفت په شدت موندلو سره هغه طالبان چې درې میاشتې وړاندې د یوې رهبرۍ تر چتر لاندې لاندې را ټول وو، د یوه بل پر وړاندې د توپک له شپېلۍ کار اخلي.
په دې کار سره له یوې خوا طالبان خپل جنګي قوت له لاسه ورکوي او له بلې خوا د دوی ټول تلاشونه چې باید د دولت او بهرنیو پر وړاندې وي، د هغو کسانو پر وړاندې تر سره کېږي چې تر پرونه په یوه صف کې ورسره ولاړ ول.
دویم؛ 
وسله‌وال طالبان عملا د داعش پر وړاندې په جګړه بوخت دي. طالبانو د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د داعش د مقابلې لپاره ځانګړې قطعه جوړه کړې ده. په کنړ کې هم داعش سر را پورته کړی او د طالبانو پر ضد جنګېږي.
طالبان په دې نظر دي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت ډله موجوده ده، نو په دې اساس خلافت ته اړتیا نه شته؛ خو داعشیان بیا وايي، اصل خلافت دی او باید خلافت ته کار وشي، خو طالبان یې ورسره نه مني.
د طالبانو د ټولو ډلو دریځ همدا دی او د همدې لیدلوري او قدرت ترلاسه کولو لپاره د یوه بل پر ضد جنګېږي.
اوس چې طالبان په دوو ډلو تقسیم شول او دواړه ډلې به د سیمو لاندې کولو لپاره زیاتې هڅې کوي، نو دواړه ډلې د داعش له مقابلې سره مخ کېدونکي دي.
د طالبانو لپاره د جنګ د نوې جبهې پرانیستنه نه یوازې دا چې د دوی د کمزوري کېدو لامل کېږي؛ بلکې داعش ته د ودې زمینه هم برابروي، ځکه له یوې خوا طالبان د افغان پوځیانو پر وړاندې جنګېږي، له بلې خوا د داعش او درېیمه جبهه هم خپل منځي اختلافات دي چې په هيڅ صورت سره اخترمحمد منصور نه شي کولای له دریو واړو جبهو بریالی راووځي. په دې اساس د داعش د قوي کېدو احتما لوړ دی.
درېیم؛ 
حکومت پر سولې ټینګار کوي، اما دا هم وايي چې له جنګېدونکيو سره جنګېږو. په دوو برخو د طالبانو تقسیم د سولې په خبرو کې موثر تمامېدای شي؛ ځکه که حکومت د جګړې له لیکې څخه د یوه طالب پر جلا کولو هم بریالی شي، نو لاسته راوړنه بلل کېدای شي.
اوس وخت کې چې طالبان په دوو ډلو وېشل شوي، نو حکومت د جدي هڅو په پایله کې کولای شي، د سولې خبرې پر مخ یوسي. 
دغه خبرې هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې جدي هوډ موجود وي، اما دا لا مالومه نه ده چې په دې برخه کې د محمد رسول د ډلې دریځ څه دی؟
سرخط‬ ورځپاڼه