تاریخي او انقلابي بری


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • پیرمحمد کاروان
  • 305

 پرون د ۱۳۹۴ هجري شمسي کال د عقرب شپږمه د 2015 میلادي د دسمبر ۲۸ د افغان کرکټ ملي لوبډلي د زرین او طلایي بري شېبې وې . افغان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ته یوه هیجاني او ولوله انګېزه ماتې ورکړه . لوبه شل اوریزه وه . د لوبې میدان د اولینې توپ وهنې له پاره ښه او برابر ؤ . پچه زمبابوې وګټله . لومړۍ وېکټه یې فکر کوم په صفر کې و غورځيده . خو نورو لوبغاړو یرغلیزه او د خرپ لوبه پیل کړه . زمبابوي لوبغاړي لکه یرغه آسان مخ په وړاندې روان وو . که به یو نیم لوبغاړی په نیمایي کې د لوبې له آسه و غورځېده دنورو یې پې چورت هم نه ؤ خراب . همداسې د بري پر لور مستانه او جانانه مخ په بره خوځېدل . په شلو اورونو کې یې یو سلو نوي منډې وکړې چې افغان لوبډلې ته یې یو سلو یو نوي هدف و ټاکه . وار د افغان بازانو راغی . شهزاد محمدي او عثمان غني میدان ته را ووتل . عثمان غني په لیوني خرپ او شهزاد په نیمه خرپ د بېټ په لرګیو غونډوسکي وهل . زمبابوي لوبغاړي پر خپل دنګ هدف پوره ډاډه وو . کله یې چې د عثمان غني بې خاره او بې ډاره توپ وهنه ولیده یو څه وارخطا غوند ې شول . دې وارخطایئ هله زور واخیست چې عثمان غني خبره نیمه سلیزې ته ور نږدې کړه . د کرکټ مبصرین د افغان لوبډلې د پیل لوبغاړو ډاډمن ودرېدل او د غني له خوا په ډېرې استغنا او رندانه انداز د غونډوسکې د میدان هرې خواته وهلو حیران کړي وو . هیجاني وو او دا خبرې یې بار بار د سکرین له پاسه راتلې : 

ـــ افغان لوبډله جارحانه او خطرناکه لوبه کوي . زمبابوي لوبډلې داسې انګېرله چې دنګ او لوړ هدف ته به چېرې هم افغان لوبډله ونه رسیږي خو نه نه داسې نه ده . عثمان غني او شهزاد چې کوم قوي بنیاد کېښود لرې نه ده چې نور لوبغاړي به پرې د بري قوي او دنګه ماڼۍ جوړه کړي . 
همداسې وشول . کله چې عثمان غني او شهزاد د بري په لاره کې د لوبې له توندو او طوفاني آسونو و غورځېدل وار د یوه بل غورځنګي او طوفاني شاه زلمي ګلبَ الدین نایب راغی . د رحمان بابا له دې بیت سره یې تناسب درلود : چې مجنون تر دنیا تېر شو = زه یې پرېښودم نایب 
لوستونکو او اوریدونکو ، ما د رحمن بابا د پاس بیت په سیوري کې داسې وویل : 
چې عثمان وېکټه بایله = ګلبَ الدین یې شو نایب 
د طوفان پر نیلي سپور شو =ږدي ګامونه عجایب 
ګلبَ الدین په رښتیا هم د عثمان غني پیاوړی نایب ثابت شو . لوبه یې تر بري ورسوله . هیجاني بری ؤ. لیونی او سرشاره بری . افغان لوبډلې څو ورځې وړاندې لومړنۍ شل اوریزه لوبه هم ګټلې وه . خو ددې وروستۍ شل اوریزې ګټل څه داسې غورځنګي او ولوله انګېز وو چې د نورو قوي قوي لوبډلو په زړونو کې به یې هم د وهم او وېرې سیوری پروت اوسیږي . عجبه یې لا داده چې افغان کرکټ لوبډلې د پنځوس اوریزو سیریز هم له زمبابوې و ګاټه . اوس نو افغان لوبډله د کرکټ په نړۍ کې د هیجان او مستانه انداز پر لارو داسې په شرنګ روانه ده چې که خدای کول په ټوله نړۍ به ځان و مني . تاسې به ددې لوبډلې له زمبابوې سره لومړنۍ لوبه لیدلې وي . ډېره سخته یې و بایلله . که به بله لوبډله وای نو حوصله او زغم به یې هم بایللی وو . خو نه له خپلو ناکامیو یې کامیابې تجربې واخیستې . افغان لوبډلې دویمه پنځوس اوریزه لوبه په سخت مهارت او ډېر اطمینان وکړه .نورعلي ځدران شهزاد محمدي له بدو سترګو دې سره له ټولو لوبغاړو په امان وي د پیل لوبې ته یې ښه ځانونه جوړ کړي دي .ښاغلی نورعلي ځدران ډېره ارامه ، مطمینه او تخینکي لوبه کوي . بس دعا ورته کوئ چې نور هم په لوبه حاکم شي . په دې دویمه لوبه کې نو نبي به منئ بس داسې اووه رنګی غمی وو چې د زمبابوې د بالرانو سترګې یې برېښولې . ماشالله نام خدای دې وي یو سلو شپاړس منډې یې وکړې . په برکت یې لوبه هم و ګټل شوه . دریمه پنځوس اوریزه لوبه هم ښه په دې وه چې افغان درې لوبغاړي سر په سر وسوځېدل خو بیا هم نورو لوبغاړو لاسونه او پښې و نه بایلل هدف یې تر دوو سوو نه بیخي ور واړاوه . دا ځل ماته بس نو د چانس او بخت خبره وه . څلورمه لوبه افغان لوبډلې وګټله . خبره نو فاینل ته پاتې شوه . د پنځوس اوریزې د سیریز فاینل افغان لوبډلې په برم او پرتم و ګاټه . د کرکټ د تبصیره کوونکو تبصیرې داوې چې افغان کرکټ لوبډلې یو نړیوال رېکارډ جوړ کړ . هغه داسې چې یو د دوه یمې درجې کرکټ ټیم یوه د لومړۍ درجې همیشیني غړي ټیم ته ماتې ورکړه . عجیبه خو رنګینه خو یې لا داده چې مېلمه افغان ټیم کوربه زمبابوې ټیم ته په خپل کور کې ماتې ورکړه .مبصرینو د افغان لوبډلې دا بری یو تاریخي او انقلابي بری و باله . نام خدای دې وي دا ځل افغان کرکټ لوبډله د ښکلیو غمیو یو لړ او امېل ته پاتې کیږي . خدای دې دا امېل چېرې هم دانې دانې نه کړي . رشید خان واه ماشالله هم د غونډوسکي غورځول یې طوفان کوي او هم یې توپ وهنه . دولت ځدران واه واه هم په خرپ توپ ویشتونکی او هم په خرپ توپ وهونکی . نجیب ځدران ، شفق او میرویس اشرف هم ګلالي وو . دا ځل په شل اوریزو کې کریم صادق هم خوند وکړ . د حمزه توپ وهل هم څه بېل انداز لري . د ښاغلي نوروز منګل په زړه کې به بړاس پاتې وي . خو نه دې مایوسه کیږي ، بیا به جوړ شي . د کرکټ لوبه ده خرپ او ترپ ورسره شته . بخت او بې بختي ورسره تړلې ده . بیا نوروز منګل د همدې لوبې د بري له پاره ډېره څه کړي د ي . د دنیا لوی لوی لوبغاړی کله کله داسې حالت ته راشي چې کله کله یې یوه منډه له بېټه نه ووځي . هههه ماته خو دا کرکټ هم لکه شاعري داسې ښکاري . ها زمونږ یو دوست به ویل : کله کله په شاعرۍ کې سړی داسې کوړک شي چې یو حرف شعر هم نه شي ویلی . خو بیا کله کله لفظونه لکه د پسرلي د شړکنده باران په شان را اوري او را اوري . نوروز منګل دې خدای بیا په جوش او خروش راولي .سمیع د بخت سپښتۍ ، اصغر ستانکزی د حوصلې او ښو اخلاقو مجسمه دې تل ښکلي او کامیاب وي .بې حمید زمري او بې شاپوره باتوره دې چېرې نه شو . افغان کرکټ لوبډله دې خدای نوره هم بختوره کړي چې د استرالیا ، هند ، پاکستان ، او جنوبي افریقا میدانونه هم وګټي دا واړه خو یې لا پر ځای پرېږده .