څه لیکلي څه لوستلي؟


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمد ابراهيم سپېڅلی
  • 263

اوس دا دی ستړی هلاک په پښو دغه ځای ته راورسېدم. 
دغه ځای د کندهار ښار مهم څلور لاری دی چي (سردار مدد خان چوک) نومېږي. 
زه داسې ولاړ یم چې ښی لاس مې لوېدیزې خوا ته، کیڼ لاس مې ختیز پلو، مخ مې جنوب خوا ته او څټ مې شمال خوا ته برابر دی. 
زما شمال خوا ته یو پوخ سړک د (پتیال واټ) په نامه کندهار پوهنتون ته اوږد شوی دی، د دغه پوخ سړک دواړو خواوو ته لويې زړې هدیرې موقیعت لري چې اکثره قبرونه يې د زورواکانو له خوا په کورونو بدل شوي دي. 
ماته مخامخ غبرګ سړک د (علامه حبیبي واټ) په نامه تر شهیدانو څلورلارې پورې غځېدلی دی. 
د سړک دواړو خواوو ته پر شخصي دوکانونو،کورونو، مارکېټونو، بانکونو، انګلېسي او کمپیوټر کورسونو سربېره، کیڼ لاس ته علامه رشاد اکاډمي، د صرافۍ مجهز مارکېټ او د یاد واټ ښۍ خواته پښتنې تجارتي بانک، ظاهرشاهي لېسه، زړه قومنداني، د یخي پخوانۍ فابریکه، اطلاعاتو او کلتور ریاست او کندهار دولتي مطبعه موجود دي. 
زما ختیځ خوا ته هم یو غبرګ سړک تر (حضرت جي بابا چوک) پورې غځېدلی دی. 
د یاد سړک پر ښي اړخ خرقه شریفه او ترڅنګ يې د لوی احمدشاه بابا مقبره، د عیدګاه شیشک، شنې ګنبدې، د اور وژنې او سرې میاشتې ریاستونه ودان دي. 
د دغه واټ کیڼ اړخ دویم سړک ته کندهاریان (جاده) وايي، هغه وخت چې په هېواد کې پردۍ جګړه نه وه، پر دغه ځای د خپلواکۍ په ورځ افغان سرتېري په رسم ګذشت منظم تېرېدل او عامو کندهاریانو به ګلونه پرې پاشل. 
د جادې پر سړک هم یو شمیر ریاستونه لکه؛ چاپېریال ساتنې، مخابرات، کانونه او صنایع، د کوچیانو امریت، د برېښنا مخکېنی ریاست او د ښاروالۍ له خوا د لومړۍ ناحیې څانګه هم موجوده ده. 
د غبرګ سړک په منځ کې پارک دی چې په دواړو اخترونو کې له ولسوالیو څخه راغلي ځوانان پکې غېږې باسي، ډول وهي، اتڼ او درنه خط کوي، هګۍ جنګوي او په نورو دودیزو مېلو سات تېروي. 
د سردار مدد خان څلور لارې څلورم سړک لوېدیز پلو ته غځېدلی دی، په مخکېنیو کلنو کې پر دغه سړک یوازې د آس ګاډۍ چې کندهاريانو (بګۍ) ورته ویله چلېدلې، خو اوس له ډېرو ټکسي موټرانو ورباندې لار نه کېږي. 
که چېرې یو سپرلۍ ټکسي موټر چلوونکي ته د درېدو اشاره وکړي، نو دوی لکه د انګلېسي فلمونو هیروګان شا او مخ ته نه ګوري، یو دم پښې بریک ته ورکړي بیا چې هرڅه پېښېږي ددوی يې له بلا. 
دغه سړک له ارغنداب او شاه ولیکوټ ولسوالۍ څخه برابر رزوګان ولایت ته اوږد شوی دی. 
پر دې سړک بیا زوړ قول اردو، اردو بازار، اغا صاحب زیارت، چوڼۍ، میرزا احمد خان کلاچه او د بابا صاحب کوتل موقیعت لري. 
زه تر اوسه لا پر سردار مدد خان څلور لارې ولاړ یم، هرې خوا ته د ډول ډول عراده جاتو غږونه او لوړ هارونونه د انسانانو غوږونه کڼوي. 
هر چلوونکی کوښښ کوي چې په ډېره بې‌احتیاطۍ تر نورو مخکې شي.
سپين سرې ښځه او یوه کوچنۍ نجلۍ له تېر نیم ساعت راهیسې دلته ولاړ دي، خو څوک نوبت نه ورکوي چې د سړک بلې غاړي ته واوړي. 
ټرافیک پولیس د یو پر ځای دوه نفره ولاړ دي، خو دواړه په ټلېفون کې په لوبه (ګېم) اخته دي، خپلې دندې ته يې پام نه شته. 
د دې بې‌باکۍ په څنګ کي پر اکثرو موټرونو، موټر سایکلانو او رکشو عجیب او غریب بیتونه، جملې او بې‌منطقه خبرې لیکلې دي چې سړی حیران ورته پاتې کېږي. 
د دغو ټرانسپورټي لیکلو ادبیاتو (!) لوستونکي له ورایه پوهېږي چې په هېواد کې پردۍ جګړې یوازې زموږ لوړې او ټیټې ودانۍ له منځه نه دې وړې، بلکې د ژوندي راپاتې شویو اکثرو خلکو ارواوې او ذهنونه يې هم تر کرغېړن سیوري لاندې کړي دي. 
((اخ دا چا وټوخل، د پیريانانو صندلي، ولې ګورې، کش پر واچوه، څه په وايي، د حریفانو خار، بې‌غمه اوښ، تور ښامار...)) 
دا او دې ته ورته نورې په سلهاوو بې‌ځایه خبرې، سرچپه بیتونه او بې ربطه جملې پر هېوادوالو د پردۍ تپل شوې جګړې د منفي اغېزو روښان ثبتونه دي.
په دې اړه له اطلاعاتو او کلتور، ټرانسپورټ اوټرافیک ریاستونو او مدني فعالانو څخه هیله کوو چې ټول عراده جات چلوونکي پوه کړي چې پرمختللی ښاري ټرانسپورټي کلتور هیڅ وخت دغسې بې‌مانا لیکنو ته په ښه سترګه نه ګوري. 
سرخط‬ ورځپاڼه