زه او زما سرتېری


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 268

 د يو خبريال په توګه اړ وم چې پر کندوز د وسله‌والو طالبانو د بريد او روانې جګړې شېبه په شېبه حال تر لاسه کړای شم. د جګړې دويمه شپه وه، د ښار پر واټونو چوپتيا خوره وه، سپېڅلې خاوره د تپل شوې جګړې تر پلونو لاندې غلې وه. 

ټوله تمه د کندوز ښار بالاحصار او هوايي ډګر ته پاتې، چې د ښار له ټولو سترې سټراټيژيکې نقطې دي، چې لا هم د افغان ځواکونو تر ولکې لاندې دي. 

د فېسبوک اوازو او د بل ډول ته ګډېدونکيو ځينو رسنيو له مايکونو څخه راوتو غږونو مې زړه لړزاوه، ټولې لارې به راته بندې ښکاره شوې، بس په هوايي ډګر کې د چټک غبرګون د شل کسيز ګروپ د مشر سرتېري مالوماتو ته به انتظار وم چې کله به يې د کندوز ښار په تښتېدلې برېښنا کې موبايل چېرې بيا چارچ کړی وي، چې وروستي مالومات ترې تر لاسه کړم.

اوس د شپې نږدې لس بجې دي؛ خو زه او ملګری خبريال مې له سهاره په يوه خونه کې ناست يوو، د نورو سرچينو تر څنګ د سرتېري څرګندونو ته ډېر لېوال يوو، دی د جګړې له اوره راسره خبرې کوي.

زنګ ورغی... له اوکې کېدو سره يې کړل: 

ځه ښه شوه چې ته يې... موبايل مې يوازې د ضرورت په وخت کې چالانوم، چارچ پکې بېخي کم دی...اوس ما خپله زنګ درواهه.

- ژوندی اوسې... څه حال دی...خيرت خو به وي!

- حال خو خراب غوندې دی، خدای دې وطن وساتي.

- خير دی، څه پرمختګ شوی دی که نه؟

- اول زما واروئ... نه پوهېږو؛ خو پر هوايي ډګر له څو خواوو بريدونه کېږي. له ما سره يوازې پنځه مرمۍ پاتې او د شلو نورو سرتېرو مسووليت هم را په غاړه دی.

- نو ولې نور مهمات نش...

- نه پوهېږم، د مشرانو غږ پسې روان يوو، ډېر ځله مې خپله ستونزه ورسره شريکه کړې؛ هدف مې دا دی، که زموږ له حاله د مرکز مشران خبر شي...

ما او ملګري خبريال مې يو بل ته غلي غلي وکتل... څو شېبې رانه مخې ته پراته د خبريالۍ سپين کاغذ او قلم هېر شول. د وطن په پار، د وطن د ساتونکي مجبوريت يو بل ته په سترګو سترګو کې وژړولو. موږ نظامي خلک نه وو، عجولانه فيصله مو وکړه.

سرتېري ته مو غږ کړ: ... اورې!

- اورم.

- که چېرې پوهېږې، چې ژوندی نيول کېږې، نو کوم طرف ته ځان وباسه، موږ به چاته زنګ ووهوو، يوه جوړه جامې به درته پيدا کړو...

د وطن ساتونکی نظامي سړی وو، زموږ خبره يې درک کړه.

راته يې کړه: نه... داسې خو هيڅ نه کېږی... دا تاسې ولې ماته شېبه په شېبه زنګ وهئ، چې د جګړې احوال واخلئ او خلکو ته خبر ورسوئ... زه هم ستاسې غوندې مسووليت لرم او نن مې ستاسې تر پېټي دروند بار پر اوږه دی... نن مې د وطن د شان او عزت جامې پر تن دي او د هېواد د برم درې رنګه جنډه مې په لاس کې ده... که زه په شا شوم، نو بيا تاسې هم خپل عزت بايللی وبولئ.

زه پوه شوم چې د سرتېري زړه مو تر پښو لاندې کړ... بې‌ځايه مشوره مو ورکړه... موږ په خپله کړې خبره پېښمانه وو... ملامت نه وو، ژورناليزم راته زده‌کړي وو چې چېرې دې ژوند په خطر کې وو، نو په شا شه... له يو راپور نه د خبريال ژوند ډېر ارزښت لري؛ خو له موږ هېره وه چې موږ له خبريال سره نه، بلکې له يو سرتېري سره خبرې کوو، چې د نظام ساتنې لپاره ورته د ژوندي پاتې کېدو په پرتله، د خپل مسووليت ادا کول لومړنی ارزښت دی...بايد وطن وژغوري.

سرخط ورځپاڼه